BBC
 شاته

د غوره افغان فوټبالرانو د موندلو بهیر څنګه دی؟

فوټبال
Image caption د فوټبال غوره لیګ سیالیو له لارې نه یواځې ملي او الف لوبډلو ته غوره لوبغاړي چاڼ کیږي بلکې یو شمېر لوبغاړو ته په بهرنیو کلپونو کې هم د لوبېدو چانس برابروي.

په افغانستان کې د فوټبال استعداد لرونکو ځوانانو د موندلو په موخه د فوټبال غوره لیګ سیالۍ له شاوخوا شپږو کلونو راهیسې پیل شوې دي.

د ښو لوبغاړو د غوراوي بهیر لومړی له ولایتونو پیلېږي او بیا د زون په کچه لوبغاړي ترې چاڼيږي او وروسته په پلازمېنې کابل کې د نورو ولایتونو له لوبغاړو سره سیالیو ته مخه کوي.

خو په افغانستان کې د فوټبال یو شمېر مینه وال او لوبغاړي وايي د فوټبال غوره لیګ سیالیو هغه مخکنی رنګ او خوند اوس نه دی پاتې. زیاتره لوبغاړي یې د پېژندګلوۍ او نورو لارو لیګ ته لار مومي او همدا لامل دی چې دغه لوبې ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

خو د فوټبال فدارسیون چارواکي وايي د غوره لیګ رنګ تر پخوا ډېر بدل او مسلکي شوی او هر کال نوې څېرې دغه بهیر ته ورګډیږي.

افغان فوټسال لوبډله له ایرانۍ لوبډلې سره لوبېږي

د افغانستان ۹۵ کلن فوټبال اوس په کوم حالت کې دی؟

افغان فوټسال لوبډله له ایرانۍ لوبډلې سره لوبېږي

کرېکټ: شفیق ستانکزی خپاره شوي غږونه د دښمنانو توطیه بولي

سږ کال د فوټبال غوره لیګ سیالیو شپږم پړاو سیالۍ د نورو کلونو په پرتله په یو څه ځند په کابل کې پیل شوې. د افغانستان فوټبال غوره لیګ د فوټبال په برخې کې لومړنی مسلکي لیګ دی چې په ۱۳۹۱ کال یې بنسټ کېښودل شو.

د فوټبال ستوري جوړېدو خوب

په دغه لیګ کې د افغانستان اته لوبډلې چې د اتو زونونو او د افغانستان د ټولو ولایتونو استازیتوب کوي شاملې دي. دغه لیګ ته زیاتره هغه ځوانان په تمه وي چې د فوټبال ستوري جوړېدو خوبونه یې په سر کې دي.

خو په وروستیو کې یو شمېر ځوانان له دغه حالته نهیلي شوي او وايي د فوټبال غوره لیګ سیالیو رنګ د پخوا په پرتله ډېر بدل شوی. دغه لیګ ته لوبغاړي د وړتیاوو پر بنسټ نه بلکې د پېژندګلوئ یا واسطو له لارې ورځي.

Image caption سږ کال د فوټبال غوره لیګ سیالیو شپږم پړاو سیالۍ د نورو کلونو په پرتله په یو څه ځند په کابل کې پیل شوې.
Image caption خو د فوټبال فدارسیون چارواکي وايي د غوره لیګ رنګ تر پخوا ډېر بدل او مسلکي شوی او هر کال نوې څېرې دغه بهیر ته ورګډیږي.

نورالله چې مخکې له خوست ولایته د فوټبال غوره لیګ ته لار موندلې وه وايي اوس هلته اصلا د لوبغاړو غورواي بهیر نه ترسره کیږي.

د فوټبال غوره لیګ لوبو ترسره کولو یوه اصلي موخه د افغانستان ملي او الف لوبډلو ته ښو لوبغاړو موندل دي، چې د ځینو په باور دغه چاره اوس له پامه غورځول شوې ده.

بله دا چې په ولایتونو کې هیڅ لوبې نه ترسره کیږي بلکې ټولې لوبې په پلازمینه کابل کې ترسره کیږي.

په افغانستان کې فوټبال لا هم د ځوانانو ترمنځ خپل ځای ساتلی دی. د غوره لیګ سیالیو لیدلو ته زرګونه کسان ورځي، چې د ښځو ونډه هم پکې له ورایه محسوسه وي. خو د لېرې پرتو ولایتونو ځوانانو او مینه والو ته بیا تر ډېره دا زمینه نه ده برابره.

د فوټبال غوره لیګ یو مخکنی لوبغاړی رحمت الله وايي د دوی په ولایت کې داسې ډېر د فوټبال لوبغاړي او مینه وال شته چې آن په ملي لوبډله کې د لوبېدو وړتیا لري خو څوک پاڼه هم نه اوچتوي.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو کې اته لوبډلې شاهین آسمايي، اباسین څپې، طوفان هریرود، عقابان هندوکش، سیمرغ البرز، سپین غر بازان، میوند اتلان او موج ها آمو موجودې دي.

لومړی ځل اتلولي د لویدیځ زون استازو طوفان هریرود خپله کړه، دویم کال شاهین آسمايي، بیا سپین غر بازانو او بیا هم شاهین آسمايي ترلاسه کړه. دا بهیر ښيي چې یواځې یو زون په دغو لوبو کې برلاسی نه دی. بلکې په هر زون کې د کار لوبغاړي شته او اتلولي هم خپلولی شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سکرټر جنرال علي رضا آغا زاده وايي د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته د لوبغاړو غوراوي چارې د تخنیکي پلاوي له لوري ترسره کیږي او دوی هیڅ راز لاس وهنه نه شي پکې کولای.

د ښاغلي آغازاده په وینا همدا لامل دی چې له دغه لیګ څخه ښو لوبغاړو ملي لوبډلې ته هم لار موندلې ده. دی زیاتوي د فوټبال غوره لیګ فدراسیون بهیر کال تر بله ښه او له نوښتونو سره مل وي:

Image caption په وروستیو کې یو شمېر ځوانان له دغه حالته نهیلي شوي او وايي د فوټبال غوره لیګ سیالیو رنګ د پخوا په پرتله ډېر بدل شوی

"د افغانستان د غوره لیګ او د هغوی له همکارانو سره درې کلنه تګلاره جوړوو چې څنګه دغه لیګ معیاري لیګ شي. دغه راز ژر به د غوره لیګ ستراتیژي هم اعلان شي. په دې تګلارې کې دوې مهمې برخې دي چې له راتلونکي کال به د ۱۴ کلونو لیګ هم موجود وي او له ۲۰۱۹ کاله به د ۱۶ کلونو لیګ هم پیل شي، چې د ځوانو استعدادونو د ودې په موخه به دوه نوي لیګونه هم رامنځ ته شي."

د فوټبال غوره لیګ سیالیو له لارې نه یواځې ملي او الف لوبډلو ته غوره لوبغاړي چاڼ کیږي بلکې یو شمېر لوبغاړو ته په بهرنیو کلپونو کې هم د لوبېدو چانس برابروي. دغه راز اتلې لوبډلې د سویلي آسیا او هم د مرکزي اسیا د کلپونو ترمنځ سیالیو ته غوره شوې دي.