BBC
 شاته

ډېر ارمان کوم چې ولې مې تعلیم پرېښود

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار اداره وایي ښوونځي ته د تلونکو نجونو شمېر راټیټ شوی دی . دغې ادارې په څلورو ولایتونو کې یوه سروې کړې او وایي د امنیتي ستونزو ترڅنګ د ښونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی، د تشنابونو کمښت، په ټیټ عمر کې واده او دې ته ورته نورې ستونزې لامل شوي چې په تیرو دو کلونو کې نژدې دوه لکه او شپږ زره نجونې ښوونځی پرېږدي.

یوه مرکه کوونکې چې ښوونځی یې په نیمه کې پرېښی وایي:

"که مې ښوونځی نیمه کې نه وای پرېښی اوس به ډاکټره یا ښوونکې وای ډېر ارمان کوم چې بشپړ کړی مې وای له دولته غواړم کورنۍ وهڅوي چې خپلې لوڼې ښوونځي ته پرېږدي."