BBC
 شاته

غزني کې د طالبانو موټربم برید ۳۰ کسان وژلي

غزنی
Image caption غزني والي وايي برید د هاموي موټر په مټ شوی، چې له چاودېدونکو توکو ډک شوی و.

د افغانستان غزني ولایت اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو موټربم برید کې لږترلږه ۲۵ افغان امنیتي ځواکونه او پنځه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور پوځيان ټپیان شوي دي. .

د غزني والي عبدالکریم متین بي بي سي ته وویل، په دې برید کې وسله وسله والو طالبانو له نورو سیمو حشر کړی و.

نوموړی زیاتوي، برید د هاموي موټر په مټ شوی، چې له چاودېدونکو توکو ډک شوی و.

ښاغلی متین زیاتوي، پر څو پوستو هم بریدونه شوي، چې د ورځې په اوږدو کې د ولسوالۍ پر ودانۍ د غرمې تر ۱۲ پوستو بریدونه روان وو.

د پکتیا برید: د وژل شویو کسانو شمېر ۴۷ ته لوړ شوی

د غزني د جغتو امنیه قومندان ووژل شو

د طالبانو برید د غزني ګیلان امنیه قومندان وژلی

د ذبیح الله مجاهد په نوم د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته ویلي، غزني کې یې ۴۴ پولیس وژلي ۲۳ نور یې ټپیان کړي او ګڼې وسلې او پوځي مهمات یې ترلاسه کړي او درې پوستې یې فتح کړې دي.

د ولایتي شورا یوه غړي عبدالجامع جامع بي بي سي ته وویل، شاوخوا ۳۵ پولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د غزني مطبوعاتي دفتر وايي، له چاودېدونکو توکو یو ډک هاموي موټر د اندړو ولسوالۍ دروازه کې چوول شوی او بیا بریدګرو د ولسوالۍ پر مرکز او ورڅېرمه پوستو بریدونه پيل کړي.

سرچینه وايي، نښتې د سهار تر شپو بجو دوام درلود، خو د سهار تر لسو بجو خال خال ډزې کېدې.

Image caption وايي اوس اندړو ولسوالي د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده.

له دغه دفتره خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، په برید او نښته کې ۲۵ ولسي وګړي هم وژل شوي او ټپیان شوي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې څومره کسان وژل شوي او څومره ټپیان دي.

وايي اوس اندړو ولسوالي د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده.

دا برید داسې مهال شوی، چې نن ګهیځ د پکتیا ولایت پر امنیه قومندانۍ د طالبانو ډله ییز برید لږترلږه ۴۷ کسان وژلي او تر ۱۶۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.