BBC
 شاته

جنسي ځورونه څه ده؟

د انځور حقوق Getty Images

جنسي ځورونه په ټوله نړۍ کې پراخه ده، په کور کې، په ښوونځي کې، په ټولنیز چاپیریال او کارځي کې.

ډېری قربانیان یې ښځې او نږدې ټول ځوروونکي یې نارینه دي.

خو ایا په کار ځي کې جنسي ځورونه څرنګه ده؟ موږ هم په کارځي کې څوک ځورولي دي؟ په کارځي کې د جنسي ځورونې قرباني شوي یو؟ جنسي ځورونه مو په خپلو سترګو لیدلې ده؟

* جنسي ځورونه؛ "یوازې نران دې په دې څوکۍ کیني"

* د افغانستان حکومتي ادارو کې جنسي ځورونه

د جنسي ځورونې قربانیان ښايي په خپله ونه پوهیږي چې د جنسي ځورونې قرباني شوي دي.

لومړی باید د جنسي ځورونې مفاهیم او بیلګې ښې وپیژنو او بیا وګورو چې په کاري چاپیر یال کې جنسي ځورونه څه ډول ده.

جنسي ځورونه

د انځور حقوق Getty Images
  • د جنسي ماهیت درلودونکی هر ډول ناغوښتی جنسي چلند جنسي ځورونه ده. دلته د '' ناغوښتي'' کلیمه ډېره مهمه ده. دا د نا قصدي په مانا نه ده، بلکې هغه ناغوښتي چلند ته ویل کیږي چې د مقابل لوري له خوښې او منلو پرته وي. مثلا له جنسي مانا سره یو چا ته کتل، یو چاته د داسې یوې خبرې یا ټوکې کول چې جنسي ماهیت ولري، د یو جنسي ماهیت درلودونکي عمل غوښتنه یا جنسي تماس. د ناغوښتي معیار دا دی چې ایا مقابل لوری دغسې یو چلند غواړي که نه. که نه یې غواړي دا د جنسي ځورونې مانا لري.
  • ناغوښتی یو بل اهمیت هم لري، که یو څوک د جنسي ځورونې هدف ګرځیدلی وي او وغواړي چې د هغه د تکرار مخه ونیسي، نو جنسي ځوروونکی د تیرو پيښو پر بنسټ خپل چلند پر ځای او روا نشي بللی.
  • جنسي ځورونه راز راز بڼې لري: د جنسي چلند یا جنسي اړیکو په خاطر فشار اچول، د جنسي ماهیت درلودونکی پیغام لیږل، د کتنې لپاره ټینګار کول، د جنسي ماهیت درلودونکې ټوکې.
  • جنسي تاوتریخوالی: جنسي ځورونه+ بدني تاوتریخوالی= جنسي برید یا جنسي تیری.
  • جنسي برید: هر هغه عمل چې د زور، ګواښ یا فردي فریب په کارولو سره یو څوک د هغه د خوښې او رضایت پر خلاف یو جنسي عمل ته اړ کوي او که جنسي عمل کې دخول( د ښځینه جنسي غړي، مقعد یا خولې) له لارې هم شامل وي نو دا جنسي تیری ګڼل کیږي.
  • د جنسي ځورونې پر مفهوم د پوهیدو لپاره د'' ناغوښتي'' کلیمه مهمه ده، جنسي عمل باید د مقابل لوري د رضایت او میل سره ترسره شي، که داسې نه وي نو جنسي ځورونه بلل کیږي. ان که یو څوک په لومړي سر کې د جنسي اړیکو سره رضایت وښيي، خو د اړیکوپه ترڅ کې نور د هغې د دوام غوښتونکی نه وي باید جنسي عمل قطع او ودرول شي، او که په زور دوام وکړي جنسي ځورونه لکه جنسي برید یا جنسي تیری حسابیږي.
  • هر څوک په هر سن کې، د هر ډول جنسي میلان سره او د هر جنسیت سره د جنسي ځورونې قربانی ګرځېډی شي. د جنسي ځورونې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او نږدې ټول جنسي ځورونکي نارینه دي. خو باید هیر نه کړو چې نارینه هم د جنسي ځورونې قرباني کېدی شي، د ماشومتوب یا د لویوالي په وخت کې.
  • جنسي ځورونه او جنسي تاوتریخوالی د ژوند له ویجاړوونکو تجربو دي، قربانیان یې کیدای شي تر ډېرو کلونو یا ان د عمر ترپایه له پایلو ورنځیږي او په راز راز روحي ناروغیو اخته شي؛ لکه تشویش او پریشاني، ژور خپګان، له سختو وحشتناکو پيښو وروسته روحي ستونزې، پرځان بې باوري، ځان ځورونه او ځان وژنه.

د جنسي ځورونې بېلګې

د انځور حقوق Getty Images

د خبرو له لارې

  • جنسي ټوکې او طنزونه
  • جنسي کیسې ویل
  • د شخصي او جنسي ژوند په هکله پوښتنې
  • په خبرو کې جنسي کنايې
  • د ښکلا، جامو او بڼې په هکله جنسي نظر څرګندول
  • ناغوښتې جنسي اړیکې ته بلنه ور کول یا وړاندیز کول
  • ناز او ستایل، قربان او ځار ویل
  • مینه ښودل

اشارې

د انځور حقوق Getty Images
  • له شهوت او مستۍ ډک لیدل
  • سترګې نیول
  • سترګک کول
  • نامناسب جنسي انځورونه ښودل
  • مطلبي کتل

جسمي

  • د بدن، لاسونو او ... ناسم او نامناسب لمسول
  • ځان موښل
  • ښځې ته ډېر نږدې کېدل
  • د لاسونو نیول
  • په زور جنسي چلند

ایران او په کارځی کې جنسي ځورونه

په دې اړه د هېواد په کچه بشپړې څیړنې نه دي شوې، خو د دې ستونزې د '' پراختیا'' په اړه ځینې شواهد شته دي.

یوه محدوده څیړنه چې په تهران کې د ۸۲ تنو کارکوونکو ښځو په اړه شوې ده ښيي چې په کارځي کې جنسي ځورونه ۷۵ سلنه پراخه ده.

افغانستان کې، په ۱۳۹۴ کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د همکارۍ د دفتر په مرسته د رشد روزنیزې او مشورتي څیړنیزې موسسې موندنې ښيي چې په کارځي کې له ۶۵ سلنې ډیرې کارکوونکې له جنسي ځورونې ښکایت کوي. احصایې او ارقام د ستونزې یواځې یوه ډېره کمه برخه څرګندوي.

په کارځی کې د جنسي ځورونې نږدې ټول قربانیان ښځې دي او نږدې ټول ځوروونکي نارینه دي.

نارینه ګان هم د جنسي ځورونې قرباني ګرځېدی شي( هم د ښځو او هم د نارینه وو لخوا)، خو دا ډول پيښې ډېرې کمې دي.

د انځور حقوق Getty Images

د ایران په کارځیو کې د جنسي ځورونو په اړه کوم ځانګړی لارښود نشته، ډېری قربانیان ان نه پوهیږي چې د جنسي ځورونې قرباني شوي دي.

په کارځي کې د جنسي ځورونې مخنیوی د کارفرما( کاروال یا د کارخاوند) دنده ده، خو په ایران کې ډېری کاروال د ځان لپاره دغسې یوه دنده نه پيژني یا پړه پر قربانیانو اچوي.

امنیتي او قضايي موسسې هم د جرم د ثبوتولو مسولیت پر قرباني ښځو اچوي او له هغوی سند غواړي، یعنې دا چې امنیتي ځواکونه او قضايي ادارې خپله دنده د قربانیانو پر غاړه اچوي په داسې حال چې په دې اړه ان کوم ځانګړی قانون هم نشته.

* پر جنسی تېري تورن سعودی له هنده وتلی

* له ښځو سره ناوړه چلند او د وزیر خبرو غوغا جوړه کړې

په کارځي کې جنسي ځورونه دوه ډوله ده، مستقیمه جنسي ځورونه چې د یو ډول جنسي عمل په بدل کې، یا ښځو ته د انعام او په کار کې د پرمختګ ژمنې ور کول کیږي او یا ګواښل کیږي چې که د ځوروونکي شخص غوښتنې ونه مني له کار به وشړل شي، تنخا او یا رتبه او مقام به یې کم شي.

په نامستقیم ډول کې، کارځی له داسې جنسي چلند او خبرو ډک وي چې د ښځو د ځور، د ناامنۍ احساس او ځورونې سبب کیږي.

د انځور حقوق Getty Images

د ځینې هغو محدودو څېړنو پر بنسټ ایران کې د کارځي د جنسي ځورونې په اړه خینې موندنې دا دي:

  • هر څومره چې ښځې ځوانې وي لا ډېرې د جنسي ځورونې قرباني کیږي او د عمر په ډېرېدو سره په کارځي کې د ښځو د جنسي ځورونې احتمال کمیږي. قرباني ښځې معمولا مجردې یا ناواده شوې وي ځکه واده شوې ښځې د خپل میړه ملاتړ له ځانه سره لري او قانون هم د واده شویو ښځو مسلو ته جدي پام کوي.
  • هر ډول توپیر دا احتمال زیاتوي چې ښځې په کارځي کې د جنسي ځورونې قرباني شي. ظاهري بڼه، د لباس اغوستلو ډول، ځانګړي مهارتونه یا وړتیاوې، کاري یا ټولنیز موقعیت د جنسي ځورونې احتمال ډېرولی شي. دغه موارد هیڅ یو هم د جنسي ځورونې د توجیه یا پرځای ګڼلو سبب نشي کیدای او پړه پر قرباني نشي اچولای، ډېری هغه کسان چې جنسي ځورونه په دې ډول پر ځای بولي، یا خپله جنسي ځوروونکي دي یا په ټولنه کې د ښځو د ځپلو پلویان دي.
  • هغه نارینه چې په کارځي کې جنسي ځورونکي دي معمولا متاهل یا واده کړي دي او په څرګند ډول د خپلو قربانیانو پرتله ډېر عمر لري او ټولنیز یا مالي یا کاري موقعیت یې لوړ وي، نو ځکه خپل کارونه پټولی یا یې له پایلو په امان پاتېدلی شي او تر ډېرې مودې خپل قربانیان ځورولی شي.
  • شتمني او ځواکمني، جنسي ځوروونکي له ټولنیز پلوه خوندي ساتي او دا احتمال کموي چې څوک باور وکړي چې دوی جنسي ځوروونکي دي. لکه هغه کسان چې '' په ښکاره اخلاقي او عقیدوي اصولو ته خپله پابندي ښيي''.
  • ځوروونکي معمولا د قربانیانو پرتله لوړ کاري یا اداري مقام لري، خو تل داسې نه وي او کله کله ځوروونکی لوړ مقام نه لري، خو یا د کافي خوندیتوب احساس کوي او یا د قرباني له بې وسۍ او مجبوریت ناوړه ګټه اخلي. په کارځي کې د جنسي ځورونې ښځینه قربانیانو د چوپتیا یو مهم دلیل دا دی چې که شکایت وکړي خپل کار له لاسه ور کوي یا په کومه بله بڼه مجازات کیږي. د تل په شان فقر او بیوزلۍ او د ټولنیز او قانوني ملاتړ نشتوالی، ناوړه ګټه اخیستلو او ځورولو ته لار پرانیځي.
  • کارګرې ښځې په تېره هغه چې په کوچنیو کارځیو کې- چې له لسو کسانو لږ کارکوونکي لري- کار کوي له جنسي ځورونې سره نسبتا ډېرې مخامخ کېږي.
  • جنسې ځورونه د دولتي ادارو پرتله په خصوصي څانګو کې ډېره وي ځکه چې څارنه یې لږ وي او د کاروالو لاس پرانیستی وي. کاري ناامني هم په خصوصي کارځیو نسبتا ډيره او ښځې په کمزوري دریځ کې وي. په خصوصي یا نادولتي کارځیو کې چې د کارکوونکو شمېر لږ او مراجعین کم وي د جنسي ځورونې لپاره شرایط برابر وي.
د انځور حقوق Getty Images
  • په ځینې شغلونو یا کسبونو کې د جنسي ځورونې احتمال ډېر وي، لکه هغه کارونه چې مشتریان لري.
  • جنسي ځورونه ښايي په کارځي کې محدودې پاتې شي یا نشي او ځوروونکی کیدای شي ان د کار له ځایه بهر هم قرباني وځوروي. تلیفون، لیکلی پغام او اینټرنیټ هغه وسایل دي چې ځوروونکی پرې په هر حال او هر چیرې خپل قرباني تر فشار لاندې ساتلی شي
  • جنسي ځورونه که د خبرو له لارې وي یا نه وي د بدني جنسي ځورونې او تېري پرتله ډېر عمومیت لري.
  • خجالت، شرم، مایوسي، له ګواښه ډاریدل، د کورنیو ستونزو رامنځته کېدل او له ټولو مهم'' د ملامتۍ او پړ کېدلو'' تور د ښځو د چوپتیا تر ټولو ستر عوامل دي. ښځې پر قانوني ادارو دومره باور نه لري، ځکه په دې باور دي چې که شکایت وکړي او د جرم رپوټ ور کړي څوک یې پروا نه کوي او په بهترین حالت کې د ملامتي پړه پر دوی اچول کیږي، له ګواښ، سپکاوي او بې عزتي سره مخامخ کېږي.
  • په کارځي کې د جنسي ځورونې پر وړاندې د ښځو د غبرګونونو بېلګې: انکار، چوپتیا، اعتراض او شکایت، له ځانګړو شرایطو یا ځانګړو افرادو ډډه کول یا د کار پريښودل.
د انځور حقوق Getty Images

د ښځو دا وېره چې په کارځي کې به د جنسي ځورونې قرباني شي تل هغوی ته دا'' ور په یادوي چې نارینه پر عمومي ځایونو مسلط دي''.

کارځي کې د ښځو جنسي ځورونه له ټولنیز، اقتصادي او جنسي پلوه د ښځو د ځپلو یوه برخه ده.

له دې وضعې سره د مقابلې تر ټولو ښه لار د مناسبو قوانینو جوړول، د پولیسو او قضايي ادارو لخوا ساتنه، له ټولنیز پلوه د قربانیانو ملاتړ، د وکړو عمومي پوهنه روزنه او د کاري فرهنګ لوړول دي.