پکتیا کې د پولیسو پر روزنځي ډله ییز برید
د افغانستان د کورنیو چار وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، یوه ډله وسلوالو د امنیه قومندانۍ په څنګ کې د پولیسو پر روزنځي ډله ییز برید کړی دی.
اول یو ترهګر د پولیسو له روزنځي سره موټربم چاودنه وکړه، ورپسې یو شمېر بریدګرو پر مرکز برید وکړ.
د دې اعلامیې له مخې افغان امنیتي ځواکونو د پېښې ځای کلابند کړی او هڅه کوي چې "ترهګر" له منځه یوسي.
د برید له ځای سره پکتیا پوهنتون هم نږدې دی او ځینې ناتایید شوي رپوټونه وايي، چې زدکوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د بي بي سي همکار محفوظ زبیدي ته وویل، چې د امنیه قومندانۍ له لومړي قراوول سره نږدې اول ځانمرګی برید وشو.
د نوموړي په خبره، ورپسې ډزې پیل شوې، بیا دویم ځانمرګی وشو.
ښاغلی حسرت زیاتوي د پېښې په ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي.
د نوموړي په خبره، تراوسه مرګ ژوبله معلومه نه ده.
د پکتیا د روغتیا ریاست مرستیال هدایت الله حمیدي بي بي سي ته وویل، چې د پېښې له ځای روغتون ته ټپیان او مړي لېږدول شوي، مګر کره شمېر یې معلوم نه دی.
وسلوال طالبان وايي په امنیه قومندانۍ او د پولیسو پر کنډک یې برید کړی دی.
دوی ادعا کوي چې په دې برید کې یې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده او جګړه روانه ده.