BBC
 شاته

د يوې بلې جګړې پيل، عراقی پوځ په کوردی سيمه کې

عراقی پوځ وايي، د کرکوک هوايي ډګر او پوځي اډه یې، په یوه لوی عملیات کې له کوردي ځواکونو نیولې ده.

په زرګونو ملکي وګړي تر هغه وروسته په تېښته شوي چې د بغداد دولتي ځواکونو په کې مهم ځایونه ونیول.

په سیمه کې د بي بي سي یو خبریال وايي هټۍ تړلې دي او ګاډي د خلکو له شیانو ډک دي چې له ښاره تښتي.

څو اوونۍ وړاندې کردانو په یوه لانجمنه ټولپوښتنه کې د خپلواکۍ لپاره رایه ورکړه.