BBC
 شاته

عیني شاهد: د چه ګوارا د ژوند وروستۍ شېبې د امریکا د استخباراتي افسر په ژبه

د عيني شاهد دغه په پروگرام کې د ١٩٦٧ کال اکتوبر ته ورستنېږو. په ١٩٦٧ کال کې مارکسيست انقلابي یرنېستو چه ګوارا په بولیويا کې ونيول شو او له نيولو لږ وروسته په دغه هېواد کې ووژل شو.

چه گوارا بولیويا ته ورغلی و چې هلته کيوبا ډوله انقلاب رامنځ ته کړي او بيا يې له هغه ځايه نورو هېوادونو ته صادر کړي.

مايک لنچين د امرېکا د اسىتخباراتي ادارې سي ای اې له يوه پخواني افسر فليکس رود رېگېس سره چې د چه گوارا په نيولو کې يې رول لوبولى او وروستی کس و چې له چه سره يې خبرې کړې وې، غږېدلى.

د خبرو په یوې برخې کې ښاغلی لنچین وايي: "زه دلته هغه ورځ ياد ته راوړم چې چه گوارا ونيول شو. پر پاسپورت د ده انځور کښل شوى و او ورسره يې د ټيلفون کتابچه وه. "

چه ګوارا وروستی پیغام ښاغلي لنچین ته ورکړ چې په دې پروګرام کې یې کیسه شته چې پښتو شوې بڼه يې شيراغا کريمي وړاندې کوي.