افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب ترلاسه کړ
د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ۱۳۰ هېوادونو رایو په خپلولو سره افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب ترلاسه کړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل پر ټوېټر د افغانستان خلکو او دولت ته مبارکي ورکړې ده او دا یې په تاریخ کې د افغانستان لپاره "لومړی ځل" بللی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب یې ترلاسه کړی.
دغه شورا په ۲۰۰۶ کال کې جوړه شوه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسیون ځای ونیسي، ځکه داسې هېوادونه یې غړي شوي ول چې له بشري حقونو سرغړوونکي بلل کېدل.
افغانستان له ډېرې مودې راپدېخوا هڅه کوله چې د دغې شورا غړیتوب ترلاسه کړي. دغه شورا ۴۷ غړي هېوادونه لري چې د درې کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي.
د افغانستان غړیتوب به تر ۲۰۲۰ کاله دوام مومي.
افغانستان ته څه اهمیت لري؟
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي مرستیال نظیف الله سالارزي بي بي سي سره مرکه کې د بشري حقونو شورا د مهمو پرېکړو ځای وباله چې اوس به "د افغانستان لپاره د دې موقع وي چې خپل، خپلواک او مستقل اواز په دغې شورا کې ولري".
ښاغلی سالارزی وايي، د دغې شورا غړیتوب د افغانستان لپاره "ډېر اهمیت لري" ځکه دلته پر هغو مسلو پرېکړې کېږي چې افغانستان پکې له کلونو راهیسې تجربه لري.
په تېرو ۱۵ کلونو کې د ښاغلي سالارزي په وینا، افغانستان د بشري حقونو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري چې کولی شي په شرېکولو یې د دغې شورا کار لا ډېر موثر کړي.
ښاغلی سالارزی وايي، که څه هم افغانستان وار له مخې ډېرو هغو مسلو ته ژمن دی چې په دغې شورا کې به یې د پلي کولو لپاره هوډ څرګند کړي، خو "د داسې هېواد په توګه چې اوس هم د بشري حقونو پر ضد جرایمو سره مخامخ دی، د افغانستان یوه مهمه ژمنه به دا وي چې داسې قوانین او تګلارې رامنځته کړي چې له شکنجې د مخنیوي لپاره اغېزمن وي."
دی زیاتوي، د دې ترڅنګ به افغانستان له نړیوالې جنايي محکمې سره خپلې اړیکي ټینګې کړي او د فساد له مینځه وړلو او قضايي برخې کې اصلاحاتو ته به پام واړوي.
- امریکا د بشري حقونو له شورا د وتلو ګواښنه کړې
- ''نړیواله جنايي محکمه باید افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنه کې مداخله وکړي''
- ملګري ملتونه: افغانستان کې امنيتي وضعیت لا ډېر ترینګلی شوی
غړي هېوادونه باید د بشري حقونو په شورا کې رغنده رول ولوبوي او د ښاغلي سالارزي په وینا، افغانستان ته دروند مسولیت هم ور له غاړې شو چې ترسره یې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا موخه دا ده چې د بشري حقونو د نقض پر مسلو پرېکړې وکړي، خو پخپله دغه شورا هم کله نا کله تر نیوکو لاندې راغلې ده.
په ۲۰۱۳ کال کې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو وروسته له هغه نیوکې وکړې چې چین، روسیه، سعودي عربستان، الجزایر او ویتنام د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړي شول.