د تيو سرطان فیلم، د برتانیا ټلوېزیوني مقررات وننګول
د برتانیا د رسنیو د قانون خلاف؛ د لومړي ځل لپاره په دغه هېواد کې پر ټلوېزیون د سینو سرطان په یو پوهنیزـ معلوماتي فیلم کې د تیو څوکې ښکاره شوې.
دغه صحنه د هغه معلوماتي - تبلیغاتي فیلم برخه وه چې یوې خیریه موسسې د سینو د لاسي معاینې په اړه جوړ کړی و.
یاد فیلم د سینې سرطان په اړه د پوهاوي خپرولو میاشت (اکټوبر) کې د برتانیا د (ایټيوي) له خوا په (سهار پخیر برتانیا) خپرونه کې خپور شو.
د سینو چنګاښ په برتانیا کې د نورو سرطانونو په پرتله عام دی؛ په هرو لسو دقیقو کې د یوه کس د سینې د سرطان پایلې مثبتې وي، چې پرې اخته کېدونکي کسان ډېری ښځې دي.
په دغه پوهنیز فیلم کې چې له اره د سینما او ټلوېزیون لپاره چمتو شوی، ښځې او نران د خپلو تیو د څوکو د لمس کولو پر مهال ليدل کېږي.
که مو په ځان کې لاندې علامې ولیدې، نو له ډاکټر سره پرې مشوره وکړئ:
•په تیو کې غوټه یا کلکه ماده
•د تیو په اندازه او بڼه کې بدلون
•د تیو له څوکو د وینې بهیدا
•د تي د پوستکي ځوړندوالی او د شکل بدلون
•د سینې د څوکې او شاخوا پوستکي خارښ
•په تخرګونو کې د غوټې پیدا کېدل
•د تیو د څوکو شړېدل او ظاهري بدلون
پتېل شوې چې دغه فیلم د ماشومان لپاره د ځانګړو خپرونو پر مهال او مخکې ـ شاته خپور نه شي.
د برتانیا د نافذو قوانینو له مخې، د ورځې له خوا د ټلوېزیون پر پرده د تیو د څوکو ویډیو/ عکس خپرول جواز نه لري.
د فیلم جوړوونکې خیریه موسسې غړې (ناتالې کلې) وايي:
" موږ هیله من یوو چې د دغه پوهاوی خپراوی به ډېر کسان په ځانګړي ډول ځوانان وهڅوي چې پخپلو لاسونو د سینو معاینه کولو چاره پخپلو ورځنیو ځاني چارو کې ور زیاته کړي. دا کار کوای شي د هغوی ژوند وژغوري."
له هرو اتو ښځو یوه یې د سینې په سرطان اخته کېږي.
اټکل دی چې یوازې په اکټوبر میاشت کې چې د سینې سرطان په اړه د پوهاوي میاشت ده، تر ۵۰۰۰ زرو کسان د سینې پر سرطان اخته وپېژندل شي.
په تېرو څلوېښتو کلونو کې په برتانیا کې د هغو کسانو شمېر دوه برابره شوی چې د سینې سرطان له ناروغۍ رغېدلي دي.
د سینې په سرطان د اخته هرو لسو کسانو له ډلې یې ۹ کسان د پنځو کلونو یا لږ زیات وخت لپاره ژوندي پاتې کېږي.
پر دې هر څه سربېره، هر کال په برتانیا کې شاوخوا ۱۱۴۰۰ کسان د سینې سرطان ناروغۍ له امله مري.