عراقي ځواکونو کرکوک کې مهمه اډه ونیوله
د عراق د حکومتي ځواکونو قومنداني وايي، په کرکوک کې یې مهمه پوځي اډه ونیوله.
دا اډه د کرکوک لوېدیځ کې پرته ده او د عراق دولتي تلوېزون وايي، د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو پر دغه اډه ولکه ټینګه کړې ده.
دا ځانګړي ځواکونه امریکا روزلي دي.
د عراق د وسلوالو ځواکونو لویه درستیزوالي وایي، ځواکونه په عملیاتو کې پرمختګ کوي او د دې ښار مهمې سیمې او اصلي تاسیسات او د ګاز شرکت په ګډون مهمې بېخ بناوې یې نیولې دي.
* د عراق کوردان ولې ازادي غواړي؟
* د کوردستان ټولپوښتنه: د رايو شمېرل پيل شول
د عراق د تېلو وزارت چارواکي وايي، د کورواک کوردستان مشرانو منلې چې تېلي او ګازي بټیو سره نږدې به جګړه نه کوي.
د کورواک کوردستان حکومت ته نږدې روداوو تلوېزون وايي، چې کورد ځواکونو د کرکوک ښار له سوېلي برخې شاتګ کړی دی.
په کورواک کوردستان کې خبري سرچینې وايي، له اربیل یې ډېر ځواکونه کرکوک ته استولي چې د پېشمرګو مورچې ځواکمنې کړي.
دوی دا هم وايي، چې عراقي ځواکونه "د شیعه ملېشو په مرسته" د سوېل له لوري کرکوک ته روان دي.
* کورد ټولپوښتنه بلوڅانو ته څه انګېزه ورکوي؟
* کورد ټولپوښتنه، عراق ماتېږي که بله جګړه کې ښکېلېږي؟
له هغه وروسته چې د عراق کوردانو په ټولوپوښتنه کې خپلواکۍ ته رایه ور کړه د بغداد او اربیل ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو.
پر عراق سربېره د ایران او ترکیې له مخالفت سره سره دا ټولپوښتنه د سپټمبر پر ۲۵ تر سره شوه.
د امریکا په ګډون د نړۍ نور ډېر هېوادونه هم له دې ټولپوښتنې سره مخالف و.
د امریکا دفاع وزارت د عراق پر یو والي له ټینګار سره وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره باید خبرې وشي.
خو د کوردستان مشرانو وویل، دوی د ټولپوښتنې له پایلې سره لوبې نه کوي او د دې له امله د دواړو لورو ترمنځ خبرې له ماتې سره مخ شوې.
پر ۲۰۱۴ کال چې اسلامي دولت د عراق ډېرې برخې ونیولې د کوردانو پېشمرګه ځواکونو د دې ډلې په ماتولو سره د کرکوک ډېرې سیمې خپل لاس ته راوړې.
د مسعود بارزاني یو مرستیال همین هاورامي وايي، پېشمرګه د هوايي ډګر واک په لاس کې لري.
هغه په ټوېټ کې لیکلي، چې کورد مشرانو پوځي لار رد کړې، خو د بهرنیو ځواکونو په مقابل کې له دې ښار دفاع کوي.
بغداد پر کوردانو تور پورې کوي چې د ترکیې د کوردانو د ګوند په ګډون یې بهرني ځواکونه د ټکر لپاره را وستلي دي.
د عراق حکومت دا د جګړې په مانا بولي، خو د عراق کوردان دا خبر ردوي.
دواړو لورو د شنبې په ورځ هم نښته وکړه او په دې برخه یې پر یو بل تورونه لګول.
کرکوک تېلي سیمه ده د عراق کورواک کوردستان یې د ځان بولي، خو بغداد یې خپله برخه بولي.
دواړو لورو څه مهال مخکې په همدې سیمه کې د اسلامي دولت د ماتولو لپاره له یو بل سره همکاري کوله.