فوټبال: په لوبه کې ټکر، لوبغاړی مړ شو
اندونیزیایی فوټبال لوبغاړي کورول هودا د یوه کورني لیګ لوبې پر مهال له خپل همډلي سره ټکر وکړ چې د ژورې ضربې له امله یې له ژوند سره مخه ښه وکړه.
۳۸ کلن کورل هودا په لوبغالي کې تر ټکر وروسته روغتون ته ولېږدول شو، خو په روغتون کې یې سا ور کړه.
له پرسیلا نومي کلب څخه چې ښاغلي هودا پکې لوبه کوله، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هودا د سینې او لانديېنۍ ژامې د کاري ټپونو له امله سا ور کړې ده.
د روغتون چارواکي وايي، د سختې ضربې له امله د ښاغلي هودا تنفسي سیستم کار پرېښی و:
"روغتیايي ډلې تر یوه ساعته هڅه وکړه له هغه سره مرسته وکړي، خو په هغه کې عادي حالت ته د راګرځېدو نښې نښانې نه وې. "
پرسیلا کلب وايي، د هودا تر مړینې وروسته د هغه زرګونو مینه والو د نوموړي په یاد شمعې بلې کړې او د هغه درناوی یې وکړ.
پتېیل شوې وه چې نوموړی به تر لوبه ییز تقاعد وروسته د پرسیلا کلب د ګول ساتونکو روزونکی وګومارل شي.
هودا د خپل یوازیني کلب پرسیلا لپاره کابو ۵۰۰ لوبو کې برخه اخیستې وه.