BBC
 شاته

پاکستان کې دوه خبریالان لادرکه شوي

د انځور حقوق AFP

په پاکستان کې دوه خبریالان چې پښتونخوا او قبایلي سیمو کې یې له بهرنیو رسنیو سره دندې درلودې په تېرو دوو ورځو کې ورک شوي دي.

شهنواز ترکزی چې د مشال راډیو خبریال دی د پښتونخوا په شبقدر کې له خپل کارځي څاګرو ادارو، له ځان سره پورته کړی دی.

د هغه لپټاپ کمپیوټر هم ورک دی.

اسلام ګل اپریدی بل خبریال دی چې له اسټرالیايي راډیو سره کار کوي.

نوموړی د قبایلي سیمې دی، خو له اسلام اباد خپل وطن ته پر لار ور ک شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهنواز ترکزی د مشال راډیو خبریال دی

تېره اونۍ پاکستان کې د یوه ځايي تلوېزون خبریال هم له کور بهر وژل شوی و.

طالبان د دغه خبریال وژل مني او وايي، چې نوموړي د پاکستان د څارګرې ادارې اې اېس لپاره کار کاوه.

پاکستان هم د خبریالانو د کار لپاره ناامن هېواد بلل کېږي.

وخت ناوخت په دغه هېواد کې رسنوال د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي یا هم مظاهرې کوي.