BBC
 شاته

"په قبایلي سیمه کې د کاناډايۍ کورنۍ را خلاصېدل د پاکستاني پوځ یوه ډرامه ده"

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Reuters

نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو ځل بیا د هغې کورنۍ په اړه لیکنه کړې چې درې ورځې وړاندې په پاکستان کې د دې هېواد د پوځ لخوا د برمته کوونکو له منګولو وژغورل شوه.

پاکستاني او امریکایي چارواکو پر دې قضیه ډېرې خبرې کړې خو نیویارک ټایمز په لومړي ځل د یوه افغان چارواکي غبرګون راخیستی دی.

که څه هم د دې چارواکي نوم نه دی څرګند خو ورځپاڼه وایي چې دی د افغانستان د ملي امنیت ادارې کار کوونکی دی.

نوموړي نیویارک ټایمز ته ویلي چې د دې بهرنۍ کورنۍ راخلاصېدل په اصل کې د پاکستاني پوځ یوه ډرامه ده، او دا ډول ډرامې پخوا هم لیدل شوې دي.

نوموړی ادعا کوي چې افغان حکومت او اسختباراتي ادارې کلونه پخوا په دې خبر وو چې یاده کورنۍ د افغانستان له خاورې ایستل شوې او د ډیورنډ له کرښې ور هاخوا قبایلي سیمو ته لېږدول شوې ده.

نوموړی زیاتوي، افغان چارواکو دا مالومات له امریکایانو سره هم شریک کړي وو.

دا چاروکی زیاتوي چې کله د نړیوالې ټولنې لخوا پر پاکستان فشار ډېر شوی نو اسلام اباد د واشنګټن د خوشحالولو لپاره دا ډول کارونه کړي دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې په وروستیو کلونو کې حقاني شبکه که څه هم د طالبانو په لویه ډله کې ور مدغم شوې، خو لا هم ځیني ځانګړي مهارتونه لري، چې د بهرنیانو برمته کول یې ښه بېلګه ده.

ډان:

او د پاکستان ډان ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي اسلام اباد باید له واشنګټن سره خپلو اړیکو ته له سره کتنه وکړي او داسې اصول وټاکي چې تر دې وروسته د پاکستان ګټې پکې خوندي وي.

ورځپاڼه وایي، په تېر کې پاکستان تر خپله وسه د امریکا غوښتنې منلې دي خو داسې ښکاري چې واشنګټن د پاکستان د قربانیو درناوی نه دی کړی.

ورځپاڼه لیکي چې په واشنګټن کې ډيپلوماټان تر ډېره له پاکستان سره ښه او دوستان اړیکي غواړي خو امریکایي جنرالان ځيني وخت پر پاکستان د فشار اچولو لپاره له حقیقته لرې تورونه لګوي او داسې غوښتنې کوي چې پوره کول یې د اسلام اباد په وس کې نه وي.

ډان ورځپاڼه لیکي چې د دواړو هېوادونو اړیکې ډېری وخت په دې پورې هم اړه لري چې په سیمه کې وضعیت څرنګه دی، او نور هېوادونه څه کوي.

د بېلګې په توګه امریکا په سیمه کې د چین اقتصادي او تجارتي هلو ځلو یو څه وارخطا کړې ده او ځیني وخت امریکایي چارواکي که څه هم نوم د پاکستان اخلي، خو په اصل کې پيغام چین ته ورکوي.

ګلف:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په کندهار کې امریکايي ځواکونه.

ګلف نیوز ورځپاڼه لیکي چې د نړیوالې ټولنې د شپاړس کالو له هلو ځلو سره سره په افغانستان کې امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت اوس هم خراب دی او دا هېواد د خپل معاصر تاریخ په یوه حساسه شېبه کې پر یوه (دوه لارې) ولاړ دی.

ورځپاڼه لیکي، دا چې له دې وروسته امریکا په افغانستان کې څه کوي او خپله جنګي او سیاسي تګلاره څه ډول پر وړي، همدا به نه یوازې د افغانستان راتلونکی بلکې په سیمه کې امنیتي او سیاسي وضعیت هم ټاکي.

ګلف نیوز لیکي، دا سمه ده چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ډېروي، تر پخوا ډېر هوایي بریدونه کوي او د وسله والو پر ضد عملیات هم ډېر شوي، خو حقیقت دا دی چې د دې هر څه په پای کې امریکا غواړي چې وسله وال طالبان د خبرو مېز ته کېنوي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان لپاره په خپله نوې ستراتېژۍ کې هند ته لا ډېر اهمیت ورکړی خو واشنګټن کې ډېری جګپوړي چارواکي په دې خبره ټینګ باور لري چې د افغانستان په قضیه کې د پاکستان رول مهم دی.

ګلف نیوز وایي چې د افغان حکومت لپاره په کور د ننه امنیت لا هم تر ټولو لویه ننګونه ده.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښیي چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې کابو ۲۳ زره کسان په افغانستان کې وژل شوي دي او ۴۱ زره ټپیان دي.