په مسقط کې پر افغان سوله څلور اړخیزې خبرې
د افغانستان، پاکستان، چین او متحده ایالتو استازي نن د اکتوبر ۱۶د عمان پلازمېنه مسقط کې د افغانستان د سولې په تړاو خبرو اترو ته سره کيني.
دا څلور اړخيزې ناستې نږدې دوه کاله مخکې پیل شوې، خو له پنځو غونډو وروسته د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې د بې باورۍ له ډېرېدو سره وځنډېدې.
خو دا څلور اړخیزې خبرې له هغه وروسته بیا پیلیږي، چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د جګپوړو پوځي چارواکو یو پلاوی کابل ته په رسمي سفر لاړ او له افغان ولسمشر سره يې خبرې وکړې.
د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې پاکستان له سخت فشار سره مخ دی، ځکه دې خبرو ته هم هیله شته.
په دغو خبرو اترو کې د افغانستان او پاکستان په ګډون دوه ځواکمن هېوادونه - امریکا او چین - د دواړو لورو د ژمنو د تضمین لپاره ګډون لري.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني وايي د دې غونډې موخه د تېرو غونډو د ژمنو پلي کول دي ځکه هم دلته د مخامخ خبرو او يا هم د طالبانو د حضور خبره نه ده مطرح:
"هغه څه چې بحث پرې کېږي هغه ژمنې دي چې یادو هېوادونو د افغانستان په مشرۍ د سولې د بهير د ملاتړ لپاره په تېر کې کړې دي".
د نوموړي په خبره، دغه راز د لارې د هغې نخچې پر عملي کېدو بحث کېږي چې له وسلوالو مخالفينو سره د افغانستان د دولت د سولې لپاره د څلور اړخيزې همغږۍ ډلې ترتيب کړ ده.
ځکه نو دا د څلورو هېوادونو د دولتونو د لوړپوړو چارواکو غونډه ده، له همدې امله نه پخوا او نه هم په دې غونډه کې د طالبانو د ډلې د ګډون خبره مطرح ده.
خو وسلوالو طالبانو تېره اونۍ روټیرز ته وویل، که بلنه هم ور کړل شي، په دغو خبرو کې به ګډون ونه کړي.
کارپوهان فکر کوي چې د دغې ناستې لویه موخه به د سولې د خبرو اترو لپاره د لومړنيو ګامونو د اوچتولو لپاره لار هوارول او د افغانستان او پاکستان تر منځ په اړيکو کې د باور جوړول وي.
له طالبانو سره سولې ته هغه مهال تمه ډېره شوه چې واک ته د اشرف غني له رسېدو لږ وروسته د پاکستان په مري ښار کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ مخامخ خبرې وشوې.
خو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر د مخامخ خبرو اترو لړۍ وشلوله.
له هغه وروسته د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو په هڅونه د څلور اړخیزو خبرو اترو په نوم د سولې په اړه بیا خبرې اترې پیل شوې چې دا ځل پکې دوو ځواکمنو هېوادونو - امریکا او چین - د دواړو لورو د ژمنو د تضمین لپاره ګډون وکړ.
د څلور اړخیزو خبرو اترو لومړنۍ ناسته د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر میاشت کې وشوه او د څلور اړخیزې همکارۍ ډله یې جوړه کړه.
دوی لومړنۍ ناسته د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۱۱مه په اسلام اباد کې وکړه او دویمه، درېیمه، څلورمه او پنځمه غونډه يې هم په کابل او اسلام اباد کې درلوده.
که څه هم د څلور اړخیزو خبرو اترو د دریمې او څلورمې غونډې په اعلامیو کې د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د پیل خبره شوې وه؛ خو طالب استازو تر پایه په دغو غونډو کې ګډون ونه کړ او نه هم د دغو غونډو له چوکاټه بهر مخامخ خبرې پیل شوې.
خو د سولې او جګړې د مطالعاتو د مرکز مشر حلیم الله کوثري په دې اند دی چې د دې غونډو د ژمنو نه عملي کېدل د دغې پروسې د لومړني پړاو د ناکامۍ یو لامل و.
"ښه پلان و او افغانستان غوښتل چې ژمنې يې پلې شي خو فکر کوم چې ګډونوال يې په پلي کولو کې پاتې راغلل. که د دغو غونډو مخينه مطالعه شي لومړی پاکستان داسې یو څه غوښتل. پاکستان غوښتل چين په سيمه کې را ښکېل کړي او له لارې يې په افغانستان کې د یوه مطرح فکټور په توګه پاتې شي".
خو د نوموړي په خبره، د چين ستونزه دا ده چې په سيمه کې د امریکا حضور ته د شک په سترګه ګوري.
"په دغو خبرو اترو کې ګډونوال هېوادونه که څه هم په افغانستان کې سوله غواړي خو په خپل منځ کې ستونزې هم لري. "
کارپوهانو وايي د پاکستان حکومت د څلور اړخيزو خبرو اترو په لومړنیو غونډو کې ژمنې کړې وې، چې که افغان طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر نه شي، نو پرضد به یې عملي ګامونه پورته کړي.
خو په عمل کې داسې څه ونه ليدل شول او دا د دې لامل شوه چې د افغان حکومت اړخ دا پروسه بې ګټې وبولي.
اوس کارپوهان په وايي د څلور اړخیزو خبرو په دې دور کې ښايي د راتلونکو اقداماتو په اړه یوازې ژمنې وشي. خو اغېز به يې د دغو ژمنو د عملي کېدو په څرنګوالي پورې تړلی وي.