د رقې نیولو لپاره وروستۍ جګړه
په سوریه کې د امریکا په ملاتړ ملېشو، له داعشه، د رقې نیولو لپاره د هغوی په وینا وروستي عملیات پیل کړي دي.
رپوټونه وايي، ځینې داعشیان او بهرني اورپکي له دغه ښاره د یوه تړون له مخې وتلي دي.
وړاندې د ولسي کسانو د خوشې کولو په بدل کې د ټولو داعشیانو د خوندي وتولو هڅې له هغه وروسته ناکامې شوې چې امریکا ورسره ونه منله.
دا رپوټ د جګړې له لومړۍ کرښې دی.