BBC
 شاته

څنګه له خپلو بچیانو سره پر جنسي مسلو خبرې وکړو؟

د انځور حقوق .

خواله رسنۍ او په اینټرنېټ کې بې پردې معلوماتو ته اسان لاسرسی سبب شوی چې د سېکس، جنسي اړیکو او ستونزو په څېر حساسو مسلو په هکله غږېدل مور پلار ته په سخت کار بدل شي.

تېره اونۍ په برتانیا کې یوه ۲۴ کلن ښوونکي د ځلموټو د جنسي فعالیتونو په هکله اندښنه وښوده او په دې برخه کې یې د مندو پلرونو د لاس پکارېدلو غوښتنه وکړه.

خو له دې چارې سره سم چلند څه دی.

له دي مسلو سره جوړ شئ

ډېرو مندو پلرونو ته له خپلو بچیانو سره پر سېکس خبرې شرم ښکاري.

* د بکارت پردې په هکله څو خبرې

* په افغانستان کې د بکارت معاینې او اندېښنې

خو روانپوه ډاکټر ابیګل سان وايي، مندې پلرونه باید دغه خیال پرېږدي.

"موږ پلرونه او مندې د لویو خلکو په شان باید دا شرم پرېږدو او پرې نه ږدو چې ترمنځ مو یو ډبرین دېوال جوړ شي".

د هغه په خبره، پر دې مسلو غږېدل، که هر څومره ناسم هم وي، خو ستاسو ماشومانو ته دا پیغام ور کوي چې له تاسو سره پر جنسي اړیکو او د سیکس اړوند مسلو خبرې وکړي.

د خپلو بچیانو په هکله نېغ مه غږېږئ

د انځور حقوق Getty Images

ډاکټر سان سپارښتنه کوي، د خپلو بچیانو پر ځای پر بل چا غږېدل د ښه پیل لپاره مناسبه خبره ده.

"کله چې موضوع بل کس وي، نو پر دریم کس خبره تل لږ خطر لري".

د هغه په خبره، ځینې وخت داسې چانس وي چې موږ د یو مشر په توګه لکه پلار یا مور فکر کوو چې د دې مسلو په هکله د خبرو ښه وخت دی:

"لکه د یو فېلم لیدلو یا یو کتاب لوستلو پر مهال داسې پېښېږي چې تاسو ته پر دې خبرو د غږېدلو لار پرانیستل کېږي او د هغو پېښو په هکله چې رامنځ ته کېږي خپل غبرګون وښیئ".

د ملګرو او دوستانو کیسې هم د مختلفو کسانو د رنګارنګ تجربو په هکله خبرو ته لار برابروي.

دا خبرې چې پلاني یا پلانۍ څه تېروتنه کړې، څه کار یې کولی شو او له کوم ډول ستونزو سره مخ شو.

خبره بدلول

ماشومان په تلوېزون کې د سیکسي صحنې په هکله د مور پلار غبرګون په ځير څاري، نو دا ډېره مهمه ده چې پر خپل غبرګون ښه فکر وکړئ.

د کورني ژوند خیریه موسسه وایي:

"هر وخت چې د جنسي اړیکو یا سېکس مسله را پورته کېږي، تاسو چینل بدل کړئ، د خبرو موضوع بدله کړئ او یا یوه ټوکه وکړئ، ممکن په دغه مهال ستاسو بچیان فکر وکړي چې سېکس یو پټ، خطرناک او شرمناک شی دی او له هغه ډېر دی چې باید ترې وشرمېږي یا وډار شی.

* افغانستان کې "ګڼ ځوانان رواني ناروغي لري"

* نوو میندو ته د ژور خپګان پیدا کېدو لاملونه او درملنه

هغه وايي، "فکر کووم، په داسې حالت کې د دې په ځای چې بې واکه شو، ښه دا ده د کورنۍ په هکله خبرې وکړو، په داسې ډول چې ماشومان احساس کړي او په دې مسلو وپوهېږي".

هغه ماشومان چې له خپلو همځولو سره له ورځني شیطنت خوشال وي، که له جنسي مسلو سره مخ شي، ډېره ممکنه ده چې نه ونه وايي.

ډاکټر سان وايي، ضروري ده چې زموږ مندې پلرونه خپلو بچیانو ته د ژوند په لومړیو کلونو کې دا پیغام ور کړي چې له نورو ملګرو په پېښو(تقلید) سره باید داسې کار ونه کړي چې نه یې خوښوي.

"لکه د ټولګیوالو مخ کې ځان ښودل یا ښوونکي ته سپکاوی".

"خبره دا ده چې په مختلفو حالتونو کې اصولو ته ژمن وي او د هغه څه په مقابل کې چې ښايي مقاومت وکړي، باید پر ځان باور ولري او چاپېریال ته تسلیم نه شي".

د نوموړي په اند، په دې ډول تاسو دا مهمه مسله دوی ته ور زده کوئ چې باید هیڅکله هم تسلیم نه شي او هغه کار ونه کړي چې نه یې خوښوي:

"کله چې لوی شي، دا ډول خبرې چې ور سره کوئ دوی ور سره بلد وي".

خواله رسنۍ وپېژنئ

د انځور حقوق .

کاترین مابي په دې باور ده چې ځوانان خواله رسنۍ ډېرې کاروي، ځکه له سختو جنسي موقعیتونو سره مخ کېږي.

د هغې په اند، دوی تر خپلو مندو پلرونو له ډیجیټل نړۍ سره ډېر اشنا دي او فکر کوي چې هغوی یې په دې مسله کې مرسته نشي کولی.

"ډېر ځوانان په دې اند دي چې په دې برخه کې له مور پلار سره خبرې نشي کولی، ځکه هغوی پر اینستاګرام او نورو نه پوهېږي او نشي یې درکولی".

د هغې په اند د یوه مور او پلار په توګه پکار ده وپوهېږئ په انستاګرام کې څه روان دي، ان دومره چې په هکله یې له خپلو بچیانو سره خبرو ته لار جوړه کړئ.

قضاوت مه کوئ

کاترین مابي وايي، دا مهمه ده چې داسې څه ونه وایئ، چې د روانو خبرو لار بندوي، هغه که د اوس یا راتلونکي لپاره وي.

اوه کلنه لور مې چې یوه ورځ له ښوونځي کورته راغله، ویې ویل په ښوونځي کې یې یو هلک خوښېږي:

"ما هڅه وکړه چې ویې هڅوم او ووایم،د دې شیانو په هکله تل له ما سره خبرې کولی شې"

* د خویندو ورونو ځورونه د ژور خپګان لامل کېږي

* '' ۷۰ سلنه افغانانې له رواني ستونزو ځوریږي ''

هغه زیاتوي ویې نه ګواښله، چې ته تر هغې لا وړه یې چې مین ولرې.

دا زیاتوي، زړه مې غوښتل ورته ووایم مطلب دې له "هلک ملګري" څه دی؟

"ورته ومې ویل ډېر ښه نوم یې څه دی؟ هغه دې ولې خوښېږي؟ نورې داسې خبرې مې ور سره وکړې چې احساس یې کړه که د جنسي مسلو خبره وکړي، نو سپکه به نه شي".

"غوښتل مې دا حساس ور کړم چې په دې هکله له ما سره خبرې کولی شي".

د نوموړې په اند، کله یې چې لور لویه شي، هرو مرو یې د خبرو موضوع بدلېږي او تر هغه چې فکر کوي یو څه پېښږې ماته راتلی او راته ویلی شي چې دا پېښه شوې ده:

"تر هغه چې دا خبرې وي زه فکر کوم چې ماشومان به په امن وي".

ډاکټر سان هم وايي: ډېره مهمه ده چې دوی په احساساتو او تجربو ویلو سره سپک نه کړو.

له ماشومتوب خبرې وکړئ

ر د انځور حقوق .
Image caption له خپلو ماشومانو سره د خپل وړکتوب تجربې ووایئ.

د برتانیا د روغتیايي خدمتونو د چارواکو سپارښتنه ده چې له ماشومانو سره پر جنسي مسلو خبرې کول هیڅکله هم له وخت مخکې نه دي، خو دا خبرې باید له هر عمر سره په مناسبه ژبه وشي.

د دې سپارښتنې له مخې: "پکار نه ده چې جزیاتو ته لاړ شئ، یو لنډ او ساده ځواب بس دی".

دا موسسه د بېلګې په ډول وايي، که له تاسو یې وپوښتل چې ماشومان له کومه کېږي؟ تاسو ځواب ور کولی شئ: "ماشومان د ښځو په خېټو کې لویېږي، کله چې ډېر لوی شي، نړۍ ته راځي، همدا خبرې بس دي".

شونې ده ماشوم د خبرو لکۍ ونیسي او وپوښتي:

"ښه ماشوم څنګه د مور خېټي ته ځي؟ تاسو ځواب ور کولی شئ، یو سړی هلته دانه اچوي".

د ماشوم ځورونې د مخنیوي ملي ټولنې د خیریه موسسې یو غړی جان براون وايي:

"دا چې څومره ژر مور پلار دا ډول خبرې له خپلو بچیانو سره پیل کړي، دا د دوی د ماشومانو په عمر او بلوغ پورې تړلې ده".

د هغه په خبره، په دې تړاو غږېدل هغه مهال ښه دي چې ماشومان په لومړني ښوونځي کې وي:

"په دغه وخت کې دا خبرې د ماشومانو د پوهې د کچې په زیاتولو کې مرسته کوي او نورو پوښتنو ته یې هڅوي".

تل ځواب ور کړئ

کاترین مابي وايي، پراخ لید او ریښتونوالی د ماشومتوب په لومړیو کلونو ډېر مهم دی.

"باید داسې حالات برابر کړو چې ځوانان فکر وکړي هر وخت چې ستونزه ولري موږ یې په درد خورو".