BBC
 شاته

د کونړ په بمبار کې د وژل شویو په هکله ضد او نقیض خبرې کېږي

ر د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د پرېکند ملاتړ د بې پیلوته الوتکې په برید کې نږدې شل کسان وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، الوتکې دوه کورنه په نښه کړي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم بي بي سي ته وویل، برید د پنجشنبې په ورځ مازیګر مهال ځايي وخت درې نیمې بجې شوی دی.

د دوی لومړني معلومات ښيي چې په دې برید کې د څو مهمو قومندانانو په ګډون د داعش ۱۴ کسان وژل شوي

د نوموړي په خبره، سیمه لرې ده او تراوسه داسې معلومات نه لري چې په دغه برید کې ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

* په هسکه مېنه کې ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول

* هرات: هوايي برید کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي دي

* امریکا په افغانستان کې تېره میاشت کم سارې بمباري کړې

خو په سیمه کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب ته ځايي خلکو ویلي، وژل شوي کسان دېوه ګل دره کې واده ته روان وو.

"خلک وايي، دې خلکو سره وسلې وې، خو وسلوال مخالفین نه دي او واده ته روان و، په یوه کور کې یې دمه کړې وه".

افغانان دا دود لري چې واده کې د خوښۍ لپاره ډزې کوي، ځکه ځینې کسان د واده کور ته له ځان سره سپکه وسله هم وړي.

ویل کېږي، د څوارلسو کسانو مړي د پېښې له ځای لېږدول شوي دي، خو د ځینې مړو پېژندل هم ګران دي.

په بمبار سره په کور کې اور لګېدلی او بشپړ له منځه تللی دی، ځکه وېره شته چې نور خلک هم وژل شوي وي.

په تېرو کلونو کې دېوه ګل دره ارامه بلل کېده، خو اوس ځايي چارواکي وایي، چې دلته داعش پښې ټینګې کړې دي.

هوایي بریدونه ډېرول

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ډونلد ټرمپ د ستراتیژۍ له مخې امریکا په افغانستان کې هوايي بریدونه ډېر کړي.

د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ د ستراتیژۍ له مخې دغه هېواد په افغانستان کې هوايي بریدونه ډېر کړي.

امریکا یوازې په تېره سپتمبر میاشت کې افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلې پر وړاندې ۷۵۱ هوايي بریدونه کړي، چې دا په تېرو اوو کلونو کې د بمبارۍ تر ټولو لوړه کچه ده.

د امریکا د هوايي ځواکونو مرکزي قومندې د معلوماتو له مخې، د تېرې اګست میاشتې د هوايي بریدونو پرتله، سپتمبر کې د اورپکو پروړاندې افغانستان کې د امریکا ۵۰ سلنه هوايي بریدونه ډېر شوي وو.

له ۲۰۱۰ کال وروسته‌ په ۲۰۱۲ کال اګست میاشت کې افغانستان کې امریکا تر ټولو ډېر ۵۸۹ بمونه غورځولي وو.

خو سپتمبر میاشت کې امریکا دوه سوه نور بریدونه پرې اضافه کړل.