BBC
 شاته

په ننګرهار کې ۱۴مياشتنۍ نجلۍ پر ګوزن اخته شوې

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان په ننګرهار کې د عامې روغتيا مشر وايي، د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یوه څوارلس مياشتنۍ نجلۍ ګوزڼ نیولې.

نجيب الله کاموال بي بي سي ته وويل، لابراتواري پايلې ښيي چې دا ويروس له پښتونخوا سره اړيکه لري او له هغه ځای را لېږدېدلی.

* ګوزڼ ځپلې پېغله غواړي د نړۍ په کچه سیاستواله شي

* د پکتیکا برمل کې د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدا وېره ده

د ښاغلي کاموال په خبره، د يادې کورنۍ دريو نورو کوچنيانو ته وخت په وخت واکسين شوي، خو دې نجلۍ ته په تېرو دوو دورو کې د ګوزڼ ضد واکسين نه دی شوی.

دی زياتوي، د دغې ماشومې کاکا په پېښور کې استوګن دی او د هغوی سره د ډېر تګ راتګ له امله دا نجلۍ په ګوزڼ اخته شوې.

"د تره کورنۍ یې هم له پېښور دلته راغلې وه او دوی( نجلۍ او کورنۍ) مومندره کې په هغه واده کې هم ګډون کړی و چې له پېښور ورته ګڼ مېلمانه راغلي وو".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ننګرهار کې روغتیايي چارواکي وايي، د تېر پرتله په دغه ولایت کې له ګوزڼ واکسین د پاتې ماشومانو شمېر کم شوی دی.

په ننګرهار کې روغتيايي چارواکو دوه اونۍ وړاندې وویل، په دغه ولایت کې د هغو کوچنیانو شمېر کم شوی چې د ناامنۍ له امله له ګوزڼ ضد واکسين پاتېدل.

د دوی په خبره، پر ۲۰۱۴ ز کال له دې واکسين د بې برخې کوچنيانو شمېر ۸۵ زره و، خو اوس یې دا شمېره نهو زرو ته راښکته کړې او هڅې کوي څو دا شمېره لا کمه شي.

افغانستان کې د ګوزڼ ډېرې پېښې په ختيځو او جنوبي ولايتونو کې پېښې شوې.

که څه هم له دوو کلونو راهيسې په ننګرهار کې د کوزڼ کومه مثبته پېښه نه وه شوې، خو له دې وړاندې پکې په ګوزڼ د اخته کوچنيانو له لسو ډېرې شمېرې ثبت شوې دي.