BBC
 شاته

"پاکستان په خپله خاوره د بل هېواد پوځ ته د ګډو عملیاتو اجاز نه ور کوي"

ایکسپرېس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان د پوځ ویاند.

د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه د دې هېواد د پوځ د ویاند له قوله لیکي چې پاکستان د هېڅ کوم بل هېواد پوځ ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان پر خاوره له دوی سره ګډ عملیات وکړي.

جنرال اصف غفور وایي، د پاکستانی پوځ دا وړتیا لري چې پخپله خاوره ورانکاري وځپي، ځکه نو په دې برخه کې د کوم بل هېواد مرستې ته اړتیا نشته.

دا څرګندونې په داسې وخت دي چې پاکستانی پوځ ادعا کوي چې یوه برمته شوې بهرنۍ کورنۍ یې پرون د وسله والو له منګولو ازاده کړې.

جنرال غفور وایي، ځیني هېوادونه نشي کولی چې په خپله خاوره کې د ترهګرۍ ستونزه حل کړي.

داسې ښکاري چې د نوموړي اشاره افغانستان ته ده.

دی په خپلو څرګندونو کې دا هم مني چې د پاکستان خراب امنیتي وضعیت د دې هېواد پر اقتصاد هم بد اغېز کړی.

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د منځني ختیځ لپاره د امریکايي پوځ قومندان جنرال جوسف ووټل څرګندونې راخیستې.

نوموړی په دې باور دی چې که په افغانستان کې د امریکایي پوځي مشاورینو شمېر ډېر شي نو له دې سره به د طالبانو پر ضد په روانه جګړه کې د افغان پوځ عملیات لا اغېزناک شي.

جنرال جوسف په افغان پوځ کې یو شمېر بدلونونو ته اشاره کوي او وایي چې دا د مثبت بدلون نښې دي.

د بېلګې په توګه نوموړی وایي چې د پوځ پخواني جګپوړي افسران په تدریجي ډول تقاعد کېږي او اوس ځوان افسران په افغان پوځ کې ډېر واک او ځای لري.

له همدې کبله اوس افغان پوځ خپل تعرضي عملیات ډېر کړي دي او د مرګ ژوبلې کچه هم یو څه راټیټه شوې ده.

جنرال ووټل وایي چې د افغانستان جګړه اوسم مهال په یوه بند حالت کې ده.

مطلب دا چې نه افغان پوځ او نه یې هم وسله وال مخالفین د بشپړې او پرېکنده بریا توان لري.

خو دی زیاتوي چې د امریکا نوې پوځي ستراتیژي به دا حالت بدل کړي او افغان ځواکونه به ډېر ژر مهمې لاسته راوړنې ولري.

ګارډین:

د انځور حقوق Reuters
Image caption خوشې شوې جوړه.

د برتانیا ګارډین ورځپاڼه د کټلېن کولمېن په نامه د هغې امریکایي مېرمنې په اړه لیکنه لري چې تېره ورځ په پاکستان کې له خپل خاوند او دریو ماشومانو سره یو ځای د وسله والو له بنده ازاده شوه.

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې دا کورنۍ په کورمه ایجنسۍ کې د وسله والو له منګولو راخلاصه شوې، حال دا چې نه هم پاکستاني او نه هم امریکایي چارواکو د دې عملیاتو یا د ځای ځایګي په اړه ډېر مالومات ورکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د مېرمن کولمېن کاناډایي خاوند جاشوا بویل له خپل پلار سره خبرې کړې، او ورته یې ویلي چې روغتیایي وضعیت یې ښه دی.

جاشوا بویل دا هم ویلي چې د خلاصون د عملیاتو پر وخت وسله والو دوی د موټر په ټانکۍ کې اچولي وو.

دی وایي چې یو وخت یې د وسله والو چیغې واورېدې چې ویل یې، اسیران ووژني. بیا ناڅاپه ډزې پيل شوې. دی په چره ولګېد او ټپي شو، او پنځه وسله وال ووژل شول.

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې دوی دواړه اوس درې ماشومان لري، او تر ټولو کشره لور یې یوازې دوه میاشتې وړاندې په بند کې زېږېدلې.

ورځپاڼه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته هم اشاره کوي چې تېره ورځ یې دې کورنۍ د خلاصون لپاره د پاکستاني حکومت مننه وکړه.