BBC
 شاته

ډونلډ ټرمپ: له پاکستان د نورې همکارۍ هیله لرو

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا کورنۍ پر ۲۰۱۲ کال افغانستان کې تښتول شوې وه.

د امریکا ولسمشر د پاکستاني پوځ په لاس له وسلوالو د پنځو بهرنیو وګړو تر خوشي کېدو وروسته وویل، چې دا پرمختیا د اواشنګټن- اسلام اباد اړیکو کې ښه شېبه ده.

په خوشي شویو کې کاناډايي مېړه جاشوا بویل، د هغه امریکايي مېرمن کېټلن کولمېن او د دوی درې بچیان دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له لوري بیان کې ویل شوي چې دا کسان پر ۲۰۱۲ کال په افغانستان کې تښتول شوي وو.

* ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

* "امریکا پر پاکستان د جزايي لارو په لټه ده"

د پاکستان پوځ دا هم وايي، چې د امریکا څارګرې ادارې له څه مهال راهیسې د دې یرغمل شویو د موندلو هڅه کوله

"امریکايي چارواکو د اکتوبر پر ۱۱ د پاکستان پوځ ته د دې کسانو د ځای په هکله معلومات ور کړل، چې په کورمه کې لېږدول کېدل"

د برتانیا د ګارډین ورځپاڼې د رپوټ له مخې، جاشوا بویل هم ویلي چې د خلاصون د عملیاتو پر وخت وسلوالو دوی د موټر په ډګۍ کې اچولي وو.

دی وایي چې یو وخت یې د وسله والو چیغې واورېدې چې ویل یې، بندیان ووژنۍ:

"بیا ناڅاپه ډزې پيل شوې. زه په چره ولګېدم او ټپي شوم، او پنځه وسلوال ووژل شول".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلد ټرمپ د دې کسانو خوشي کېدل د اسلام اباد او واشنګټن د ښو اړیکو لپاره مثبت ګام بولي.

د دوی له خوشي کېدلو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه بیان کې وايي، د پاکستان دا همکاري ښيي چې په سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره د سپینې ماڼۍ غوښتنې مني.

"اوس کیټلن کولمېن او د هغې مېړه جوشوا بویل او د دوی بچیان ازاد دي."

نوموړی له پاکستان د نورې همکارۍ هیله هم لري: "موږ د نورو تښتول شوو کسانو په خوشي کولو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د داسې مرستې او ګډ کار هیله لرو."

* واشنګټن پوسټ: "ټرمپ پاکستان ته سمه خبرې کړې"

* د پاکستان ای ایس ای له "ترهګرو ډلو سره اړيکي لري"

ډونلد ټرمپ چې په تېر اګسټ کې د افغانستان او سیمې لپاره ستراتیژي اعلانوله پر پاکستان یې نیوکې وکړې.

نوموړي وویل، اسلام اباد له یوې خوا له امریکا مرستې ترلاسه کوي او له بلې خوا هغو وسلوالو ته په خپله خاوره کې پټنځي ور کوي چې افغانستان کې امریکايي ځواکونه وژني.

هغه پاکستان ته خبرداری ور کړ چې که لار بدله نه کړي، ډېر تاوان به وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان پوځ وايي، د امریکا د څارګرې ادارې له معلوماتو ور کولو وروسته یې دا کسان وموندل.

کېټلن کولمېن او مېړه یې افغانستان ته په سیل را غلي وو، چې وتښتول شول.

هغه مهال کولمېن مېندواره وه او په بند کې یې پر هغه بچي سربېره دوه نور ماشومان هم زېږولي دي.

د دوی یوه ویډیو د طالبانو اړوند جقاني شبکې خپره کړې وه او د خوشي کولو په بدل کې یې د خپلو دریو بندیانو خوشي کېدل غوښتل.

د پاکستان پوځ وايي، دا کورنۍ به اوس پلرني هېواد ته لېږي.

د دوی په خبره دا بریالي عملیات ښيي چې په وخت د استخبارتو شریکول څومره مهم دي.