BBC
 شاته

هغه شاعره چې لومړۍ مچکه يې لاهېره نه ده

د انځور حقوق FB
Image caption د مرام بد مرغي هغه مهال پيل شوه چې ماشوم يې د اتلسو مياشتو و او لومړي خاوند يې ترې وتښتاوه

په ۱۹۶۲ کال کې د سوريې په ساحلي ښارګوټي لاذقيه کې زېږېدلې شاعرې مرام المصري د دمشق پوهنتون انګريزي ادبيات لوستي دي. په ۱۶ کلنۍ کې يې په لومړي ځل هغه مهال شعر وليکه چې د چا مينې يې زړه ته لاره وکړه. لومړی يې مينه ليکونه ليکل وروسته يې شاعري پيل کړه.

"خپل ملګري ته به مې شعرونه ښوول او په دې ډول به مې هغه ته ښوده، چې ګني زه تر نورو نجونو غوره يم، شاعري هم کولای شم. په لومړي سر کې مې په شعر لوبې کولې خو اوس مې شعر ازادي ده."

مرام په شل کلنۍ کې له خپل پخواني خاوند سره فرانسې ته تللې او هورې يې په ۱۹۸۴ کال کې خپل لومړی شعري جونګ چاپ کړ. ددې د شاعري دا کتاب أنذرتك بحمامة بيضاء (د سپينې کوترې په واسطه دې وېروم) نومېږي.

په ۱۹۸۴ کال کې يې د لومړي ماشوم تر زوکړې او د لومړي کتاب تر چاپ سملاسي وروسته له خاوند څخه بېله شوه. بدمرغي يې هغه مهال پيل شوه چې ماشوم يې د اتلسو مياشتو و او لومړي خاوند يې ترې وتښتاوه او سوريې ته يې يووړ.

له دغې پېښې وروسته مرام له شعر او له عربي ژبې سره مخه ښه وکړه. ديارلس کاله وروسته چې يې له خپل زوی سره د ليدلو فرصت وموند نو له دې سره يې يو ځل بيا عربي او شاعري ته مخه کړه.

له دغه ديارلس کلن سکوت وروسته چاپ شوې دويم کتاب يې كرزة حمراء على بلاط أبيض ۱۹۹۷(سور ګیلاس Cherry پر سپينه کاشۍ) نومېږي چې نژدې ټوله شاعري يې د ښځينه جنسي تمايلاتو او عاشقانه احساساتو يوه ګډوله ده.

شعر او بدلمني

د ښځو د جنسي تمايلاتو او عاشقانه احساساتو په اړه خبرې مې کېدای شي په لومړي ځل د مرام په شاعري کې لوستې وي. عربي کلاسليکه او يا که ووايم تر اسلام مخکې شاعري د نارينه د جنسي تمايلاتو او عشق ډېرې لويې بېلګې لري. د عربي نړۍ په لرغونې شاعرۍ کې امرأ القيس په دې ډېر مشهور و چې د نارينه جنسي تمايلات او احساسات يې شعر کول. خو د ښځينه هغو په اړه لږ تر لږه ما هغه څه نه و لوستې چې اوس يې د مرام په شعر کې لولم.

عربي نړۍ هسې هم سنتي نړۍ ده. د ښځو لپاره شعر ويل پکې ښه کار نه بلل کېده. په ۱۹۷۰ او بيا د اتيايمې لسيزې په لومړيو کې چې مرام المصري پخپله سيمه لاذقيه اوسېده وضعيت داسې و چې د نجونو شاعري د هغوی لپاره د شرم خبره وه. خو د مرام نيمکرغي دا وه چې مور يې هنرمنده، وروڼه يې شاعران او انځورګران او کورنۍ يې روڼاندي وه.

"خپل کتاب (سور ګيلاس پر سپينه کاشۍ) کې ما د هغو ښځو په اړه خبرې کړې چې مينه کوي، خپل جنسي تمايل نه ځپي او که په لنډو ووايم نو ژوند کوي. خو دغه ډول ښځې د عربي نړۍ د نارينه و په ذهنونو کې هغسې ښځې دي چې ټولنه د ناپاکۍ پر لوري بيايي. دغه دول ښځې، نه ښې مېرمنې دي او نه هم ښې مېندې. د ښځو د جنسي احساساتو په تړاو خبرې کول د هغوی په ذهن کې د بدلمنۍ مانا ښندي. زه داسې يوه ښځه وم چې شعر مې ليکو او د ښځو د جنسي او عاشقانه احساساتو په اړه مې خبرې کولې."

مرام المصري د انځور حقوق FB
Image caption په فرانسه غوندې ټولنه کې چې د ولسواکي لويه ادعا لري، د هغې د شاعري پر ضد پراخ تبليغات وشول

دا ډول خبرې د هغو لاملونو په ډله کې يو و چې اغلې مرام يې د سوريې پرېښودو ته اړيسته. د مرام د همدې ډول شعرونو له ډلې يو دا هم دی:

پوهېږم:

بايد هغه ته مې خپلې سينې نه وای ورښکاره کړې

ما يوازې غوښتل هغه ته وروښيم

چې زه يوه ښځه يم.

پوهېږم:

هغه ته مې بايد اجازه نه وای ورکړې

چې ځان بربنډ کړي

هغه يوازې غوښتل چې

راته وښيي

نارينه دی.

زړورتيا

مرام زړوره شاعره ده. د عربي نړۍ په ادبي کړيو کې د هغې پر ضد له منفي تبليغاتو سره سره هغه پر خپل هوډ ودرېده او لا يې هم خپل سفر ته دوام ورکړی دی.

ددې د زړورتيا يوه نښه دا ده چې پخپله شاعري کې يې د سانسور هېڅ څرک نه لګېږي. زه پخپله ټولنه کې داسې شاعران پېژنم چې د ليکلې شاعري يوه لويه برخه يې ناخپره پاتې ده او د ټولنې له ډاره يې نه شي خپرولای او يا يې هم سانسور شوې بڼه خپروي.

د مرام په اړه يو استدلال کېدای شي دا وشي چې هغه په فرانسه کې اوسېږي او د خپلې وينا له کبله له هېڅ ډول ګواښ سره نه شي مخ کېدای. خو داسې نه ده.

د دې پخپله وينا په فرانسه غوندې ټولنه کې چې د ولسواکي لويه ادعا لري، د هغې د شاعري پر ضد پراخ تبليغات وشول. بله خبره داده چې د مرام شاعري لومړی لاس مخاطبين عرب وګړي او عربي ټولنه ده او په عربي نړۍ کې د دغسې شاعري سييل اسانه نه دي.

هغه هېوادونه چې ښځې پکې د موټر چلوولو حق نه لري هېڅکله نه حاضرېږي چې د شاعري په نوم د ښځو له خولې د هغوی د جنسي تمايلاتو کيسې واوري.

د انځور حقوق FB

دې زړورې شاعري په عربي نړۍ کې د ښځو د پېړيو پېړيو خاموشي ماته کړه، که څه هم بيه يې ګرانه وه. له خپل وطن، خپلوانو او حتی يوازېني زوی څخه بېلېدل او نورو... خو له خاوند څخه طلاق اخيستلو يې تر ټولو ګرانه بيه لرله.

هغې له ستونزو سره سره ټول وخت د ازادۍ او عدالت لپاره چيغې ووهلې او د ښځو د حقونو لپاره يې هلې ځلې وکړې.

له سوريتنا مجلې سره په مرکه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې لومړی شعر دې کله د خلکو په مخکې ويلی دی؟ وايي:

" لومړی شعر مې د دمشق پوهنتون په کافيټريا کې و وايو. موږ د بندر عبدالحميد مېلمانه و، حسان عزت هم و او ګمان کوم حسن محمد يوسف هم و، اوس مې دقيقا" په ياد نه دي. حافظه مې د ډېرو کلونو په تېرېدو سره ډکه شوې ده. که دې د لومړۍ مچکې په اړه پوښتلې وای نو درته به مې ويلي و چې د درياب پر غاړه وه. د اپريل دويمه د يوې بندې برنډې په زينو يا لارګۍ کې... د ښځې لومړۍ مچکه او لومړۍ مينه نه هېرېږي."