BBC
 شاته

اریانا سعید د افغان ستوري خپرونه کې د نه ګډون پرېکړه کړې

د انځور حقوق FB
Image caption اریانا سعید وايي د افغان ستوري لړۍ کې یې تر ټولو خوږه خاطره دا وه چې زلاله هاشمي تر وروستي پړاو ورسېده.

افغان سندرغاړې اریانا سعید وایي په راتلونکې "افغان ستوري" سیالۍ کې ځکه ګډون نه شي کولی چې نورې بوختیاوې لري.

هغې له بي بي سي سره په مرکه کې د افغان ستوري لړۍ د خلکو ژوند کې د خوشحالو شېبو راوستو لپاره یوه ښه ننداره وبلله.

اریانا سعید په دغه وتلي سندریزې سیالۍ پروګرام کې چې د طلوع خصوصي ټلویزیون له خوا خپرېږي له څو کلونو راهیسې د منصفه پلاوي غړې ده.

اغلې سعید دا خپله شخصي پرېکړه وبلله او ویې ویل دا چې"هنري کارونه" یې ډېر دي او سږکال غواړي "پر خپلو نویو سندرو او ویډیو تمرکز" وکړي نوځکه له دې لړۍ ګوښه کېږي.

د افغانستان د موسیقۍ په وروستۍ لسیزه کې اغلې سعید یوه له تر ټولو ډېره پېژندل شوې او بحث پاروونکو سندرغاړو ده چې ګڼ مینه وال او همدارنګه کلک مخالفین لري.

د انځور حقوق FB
Image caption د افغانستان د موسیقۍ انسټټیوت اریانا سعید له ننګونو سره مبارزه کې زړوره وبلله.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د موسیقۍ انسټټیوت اریانا سعید ته د "زړورتیا" جایزه ورکړه. د دغه انسټټیوت مشر احمد ناصر سرمست ځکه اغلې سعید د دې ستاینې وړ وبلله چې د ده په وینا "ننګونو"سره یې په "مېړانه مبارزه" کړې.

افغان ستوري سیالۍ کې د اریانا نه ګډون څومره اهمیت لري؟

دغې سیالۍ ته د سندرغاړو غوراوی له نژدې یوې لسیزې راهیسې په کابل او یو شمېر لویو ښارونو کې ترسره کېږي چې وروستی پړاو یې په کابل کې وي او د ګڼ شمېر خلکو له خوا ننداره کېږي.

په دغې سیالۍ کې چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو کله نا کله نجونې هم ګډون کوي، په منصفه پلاوي کې د لږترلږه یوې ښځینه سندرغاړې شتون په پام کې نیول کېږي.

سره له دې چې اریانا سعید لومړنۍ ښځینه نه ده چې په دغې سیالۍ کې د پلاوې غړې ده، خو په دې لړۍ کې تر نورو ډېره پېژندل شوې او بحث پاروونکې ده.

اریانا سعید د انځور حقوق FB
Image caption د موسیقۍ سیالیو او په ټوله کې تلویزیوني نندارو کې د کتونکو په جذبولو کې د هیجان جوړول او د منصفه پلاوي تر منځ پر پرېکړو نه توافق ډېره ونډه لري.

تر اغلې سعید وړاندې د شهلا ځلاند او وجیهه رستګار په ګدون درې نورو ښځينه سندرغاړو هم د دري ژبې په اصطلاح "داوري"کړې ده، خو ښايي تر نورو د دې د ډېر ځلېدو لامل دا وي چې اریانا سعید له نویو سندرغاړو ده او د اوسني ځوان نسل د خوښې وړ سندر بوله، له افغانستان بهر ژوند کوي او بل لورته کله نا کله د هغې دودیزې تمې پرخلاف عمل کوي چې په افغانستان کې له ښځینه سندرغاړو کېږي.

د موسیقۍ سیالیو او په ټوله کې تلویزیوني نندارو کې د کتونکو په جذبولو کې د هیجان جوړول او د منصفه پلاوي تر منځ پر پرېکړو نه توافق ډېره ونډه لري.

د افغان ستوري په سیاليو کې څو څو ځلې داسې تاوده بحثونه د منصفه پلاوي ترمنځ شوي چې تر نورو ډېر اوړم کال د اریانا سعید او نذیر خارا ترمنځ د دوی په لاس د روزل شویو سندربولو پر سر یو بل ته د جدي خبرو کول و.

پر راتلونکې سیالۍ د اغلې سعید د نه ګډون اغېز په دې پورې تړلې ده چې د دې پر ځای به څوک پر منصفه څوکۍ کښېني، څومره وړتیا به لري، د اغلې سعید پرتله به څومره محبوبیت لري او دغه ننداره به د کتونکو له تمې سره پر مخ یوسې که څنګه.

خو اریانا وايي "هر څوک چې زما پر ځای دې سیالۍ کې ګډون وکړي زما ملاتړ به ورسره وي".

اریانا، سندرغاړې که مدني فعاله؟

پر اریانا سعید نه د دې د سندرو او موسیقۍ د بڼې له کبله بلکې د هغې د "حرکاتو او جامو اغوستلو" پر مسلې د نیوکو لړۍ اوږده شوې او اغلې سعید له ځانه د دفاع لپاره د ټولنې هغو مسلو ته اشاره کړې چې د دې په اند "د دې تر کالیو مهم دي."

د پاریس په کنسرت کې د اریانا سعید کالیو ګڼ غبرګونونه راوپارول،خو دې وړاندې تر دې چې هغو بحث پاروونکو کالیو ته اور واچوي، په ځواب کې وویل: "زما په اند، افغانستان کې لویې ستونزې شته، لکه بچه بازي، له ښځو سره تاوریخوالی د هغوی د غوږ پوزې پرېکول، په کم عمر ور کول او داسې نور".

دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د نویېمې کلیزې په مناسبت د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت په داسې حال کې اغلې سعید ته 'د افغانستان اواز مېرمن ' لقب ورکړ چې د اتحاد اسلامي ګوند مشر عبدالرب الرسول سیاف له افغان حکومته وغوښتل چې د ده په وینا "د فحشا او هنر ترمنځ کرښه وباسي."

ښاغلي سیاف د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د تلین په مراسمو کې وویل:" نن یوه نیمه بربنډه ښځه د دریځ پر سر ناڅي او دا د هنر په نوم تېروي. موږ د دغسې هنر منکران یو. اسلام دا نه مني".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي سیاف ویلي ول حکومت باید د فحشا او هنر منځ کرښه واضح کړي

د ښاغلي سیاف تر وینا وروسته اريانا سعيد په کابل کې د ناټو په يوه غونډه کې د دغې ټولنې له سرمنشي ينز سټولټنبرگ سره د مخامخو خبرو اترو پر مهال غوښتنه وکړه چې افغانستان کې دې د هغو ښځو حالت ته پام وکړي چې نړېوالو ته خپل غږ نشي رسولى.

له بي بي سي سره په مرکه کې اغلې سعید د ښځو مسله د دې "د ژوند یوه برخه" وبلله او ویې ویل، چې د یوې خیریه موسسې پر جوړولو کار کوي.

افغانستان کې ټولینزو ستونزو باندې غږېدل، د افغان ښځو په تړاو مسلو کې ښکېلېدل او د ناټو له سرمنشي سره د اغلې سعید کتنه، د سندرو له نړۍ څو ګامه ورهاخوا د مدني فعالینو حرکتونه دي چې ښايي د افغان ستوري سیالۍ کې د اریانا سعید د راتلونکي غیابت یو لامل وي.

دې پوښتنې ته چې "د افغانستان سیاست کې د ورګډېدو تکل خو به نه لري" د اریانا سعید ځواب سیاسي و، "د اوس لپاره نه" خو په راتلونکې کې یې "شونې"وبلله.