BBC
 شاته

حامد کرزي د امریکا افغان تګلارې ارزونې لپاره د جرګې رابللو غږ وکړ

حامد کرزی د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي وایي، ولسمشر محمد اشرف غني ته یې یو لیک لېږلی او د دودیزې لویې جرګې د جوړولو غوښتنه یې ترې کړې.

د ښاغلي کرزي په خبره اوس دې ته اړتیا ده چې خلک د شته ناخوالو او په تېره د امریکا د اعلان شوې ستراتیژۍ پر وړاندې سره جرګه شي.

ښاغلی کرزی وایي، افغانستان د امریکا او نورو قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدل شوی او په خبره یې د ډونلډ ټرمپ نوې ستراتیژي لا حساسیت پارونکې ده.

ښاغلي کرزي وویل، د امریکا ستراتیژي د هغې جګړې د دوام پيغام لري چې قربانیان یې افغانان دي. نوموړي وویل چې ولسمشر اشرف غني نه یې د لیک او د حکومت له اجرائیه مشر عبدالله عبدالله نه یې د خبرو له لارې غوښتنه کړې چې یوه دودیزه لویه جرګه راوغواړي.

ښاغلي کرزي له ننني کانفرانس وړاندې له بي بي سي سره مرکه کې هم ورته ټکو ته اشاره کړې وه.

نوموړي وویل طالبانو ته یې هم یو لیک لېږلی او غوښتنه یې ترې کړې چې روانو ناخوالو ته د هواري لپاره د سولې لاره غوره کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کرزی وايي، د امریکا نوې پالیسۍ کې د نورې جګړې نښې ویني

خو افغان حکومت د امریکا اعلان شوې ستراتیژي ګټوره او د سیمې له حالاتو سره مناسبه بولي.

د ولسمشر محمداشرف غني یوه ویاند شاه حسین مرتضوي د حامد کرزي د خبرو په غبرګون کې رسنیو ته وویل "د امریکا په اعلان شوې ستراتیژي کې پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد بلل شوی او ترې غوښتل شوي چې هلته د مخالفینو د پټنځایونو په اړه ګام پورته کړي. پاکستان اوس ظاهرا د امریکا تر فشار لاندې دی خو دا یې نه ده منلې چې د افغان حکومت مخالفینو ته یې ځای ورکړی دی."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپله نوې ستراتیژۍ کې افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو خبره وکړه.

د امریکا له ستراتیژي وروسته د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخیزو غونډو لړۍ بیا په پيلیدو ده. ټاکل شوې راتلونکې اونۍ پاکستان، امریکا افغانستان او چین د عمان په مرکز مسقط کې د سولې لپاره سره جرګه شي.