BBC
 شاته

حنیف اتمر: افغانستان کې د ترهګرو شمېر درې برابره شوی

افغانستان د انځور حقوق Mohammad Haneef Atmar/FB
Image caption ښاغلی اتمر په غونډه کې پر دې کلکه نیوکه وکړه چې لا هم د سرتېرو حقونه خوړل کېږي او د قومندانانو بې پروايي د دې لامل کېږي چې هغوی ته ډېره مرګ ژوبله واوړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، په تېرو۷ کلونو کې هېواد کې د ترهګرو شمېر درې برابره شوی چې ۲۵ سلنه یې بهرني اتباع دي.

محمد حنيف اتمر وایي، له دې ترهګرو سره د افغان ځواکونو مبارزې د نړیوالو قناعت ترلاسه کړی خو په وینا یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې فساد، خپل منځي بریدونه او د دغو ځواکونو د مرګ ژوبلې ډېروالی لا هم بنسټیزې ستونزې دي.

په کابل کې د زونونو په کچه د پولیسو او د سرحدي لواو قومندانانو د سينمار پایغونډې ته د ملي امنیت د سلاکار خبرې تر ډېره د پولیسو په لیکو کې پر سمونونو او له فساد سره د مبارزې پر اړتیا څرخېدې.

محمدحنیف اتمر د امنیتي ځواکونه هغه چارواکي چې په فساد ککړ دي له وسله والو مخالفو ډلو سره یو شان وبلل. د هغه په وینا د امنیتي ځواکونو مفسد چارواکي د دې پر ځای چې تابعداري يې وشي باید په نښه او وشړل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خو ښاغلی اتمر وايي، حکومت د امنیتي ځواکونو د تجهيزولو مسوولیت منلی او په نژدې ورځو کې به یو شمېر جنګي چورلکې هم وروسپارل شي.

دی د فساد پر له منځه وړو دغه ټینګار په داسې حال کې کوي چې په خبره یې هېواد کې د ترهګرو شمیر درې برابره شوی دی.

ښاغلی اتمر وايي: "موږ یوازې له بهرنيو ترهګرو سره نه یو مخ، بلکې هرو څلورو کې يو يې بهرنی دی. دا بهرني یا د داعش او القاعده په دوزخي ډلو پورې تړلي دي. یا د سيمې هېوادونو ترهګرو ډلو لکه په اصطلاح د ازبکستان اسلامي خوځښت او یا د ختيځ ترکمستان په اسلامي خوځښت ډلو پورې اړه لري او یا هم په پاکستاني ترهګرو پورې تړاو لري."

د ښاغلي اتمر په وینا له دې سره سره د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان ځواکونو مبارزې د نړیوالې ټولنې ملاتړ خپل کړی دی.

ښاغلي اتمر همدا راز وویل، چې د خپلو سفرونو پر مهال يې د نړۍ او سیمې له هېوادونو غوښتي چې نور دې د هغو هېوادونو پر وړاندې غلي نه پاتې کېږي چې ترهګر روزي، پټنځایونه ورکوي او بیا يې نورو هېوادونو ته لېږي.

ښاغلي اتمر قومندانانو ته په دې غونډه کې وویل چې اداري فساد او سیاسي بې اتفاقي دې له منځه یوسي، ځکه چې په وینا يې تر دې پرته بل هېڅ شی دوی له پښو نه شي غورځولی.

ښاغلی اتمر زیاتوي، لا هم د سرتېرو حقونه خوړل کېږي او د قومندانانو بې پروايي د دې لامل کېږي چې هغوی ته ډېره مرګ ژوبله واوړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی اتمر وايي، په افغانستان کې بهرني وسله وال د ازبکستان اسلامي خوځښت او یا د ختيځ ترکمستان په اسلامي خوځښت ډلو او یا هم په پاکستاني ترهګرو پورې تړاو لري.

تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د کورنيو چارو وزارت د فساد زړه بللی و.

په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستیال مراد علي مراد هم خبرې وکړې. ښاغلي مراد د تجهيزاتو کمښت د دې لامل وباله چې پولیس ناهيلي شي او کله بیا د دولت پر ضد ودريږي.

خو ښاغلی اتمر وايي، حکومت د امنیتي ځواکونو د تجهيزولو مسوولیت منلی او په نژدې ورځو کې به یو شمېر جنګي چورلکې هم وروسپارل شي.

له هغه راهيسې چې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته امنيتي مسوولیت لېږدول شوی، پر بهرنیو ځواکونو د افغان حکومت تکیه کمه شوې.

امنيتي چارواکي وايي، له افغانستانه د ډېرشمېر بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته نړيوال باوري نه ول چې افغان ځواکونه به د خپل هېواد امنيت وساتلی شي. خو اوس يې لیدلوری بدل شوی ښکاري.

دغې جګړې کې د افغان ځواکونو ډېرې ښکیلتیا دغو ځواکونه ته مرګ ژوبله هم ډېره کړې. افغان چارواکي وایي هره ورځ په منځني ډول یوازې لس تر پنځلسو پولیس په جګړه کې وژل کېږي.