BBC
 شاته

افغانستان د نجونو تعلیم لپاره څلورم ناوړه هېواد

مدرسة د انځور حقوق unicef

په بډایه هېوادونو کې د ښوونځیو او زده کړې په تړاو بحثونه تر ډېره د غوره او لومړیتوبونو پر سکالوګانو (موضوعاتو) راڅرخي، په تېره بیا هغه لومړیتوبونه چې د ټولنې له وګړو سره د ژوندانه پرمختګ کې همکاري کولی شي.

خو مخ پر ودې هېوادونو کې د ډېری کورنیو په اړه د دوی د غړو د تعلیم به اړه تر ډېره مهمې پوښتنې راپورته کېږي، ایا د دوی د اولادونو د تعلیم لپاره امکانات شته؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نیجر هرو ۵ بالغو نجونو کې ۴ یې نالوستې دي

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د نړۍ بې وزله هېوادونه خپلو وګړو ته د تعلیم د زمینې برابرولو برخه کې ان د "صفر" په کچه خدمت کړی دی.

په دغو هېوادونو کې د تعلیم د څرنګوالي په باب یوه رپوټ کې راغلي چې "په بې وزله هېوادونو کې تر ۶۰۰ میلیون ډېر زده کوونکي ښوونځي ویلو ته په داسې مهال دوام ورکوي چې کابو هېڅ هم پکې نه زدکوي".

خو په بډایه لوېدیځو هېوادونو کې په ډېرو حالاتو کې نجونې پر ماشومانو په تعلیم کې مخکې دي، حال دا چې په بې وزله هېوادونو کې بیا دا خبره برعکس ده ـ په تېره بیا د افریقايي هېوادونو لویې بېدیا په جنوبي برخه کې ـ یا دا چې دوی د تعلیم فرصت بیخي له لاسه ورکوي.

په هغه ورځ چې ملګرو ملتونو د "نجونو ورځ" اعلان کړه، د one په نوم یوې پراختیايي مؤسسې د هغو هېوادونو یو لیست او رپوټ خپور کړ چې د نجونو تعلیم پکې ډېر ګران دی.

د شخړو سیمې

په هغو لسو هېوادونو کې چې د وسله والو شخړو شاهدان دي، نجونې په ښوونځیو کې د زده کړو له نعمته بې برخې ګڼل کېږي.

په دغو هېوادونو کې چې کورنۍ د کورنیو جګړو او شخړو له کبله له بې وزلۍ، خوارځواکۍ او په کور د ننه له کډوالۍ کړېږي، حکومتونه یې هم په څپ څپانده حالت کې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption جنوبي سودان کې بې ځایه شوي وګړي

په دې هېوادونو کې له نجونو نه ښوونځیو ته د تګ پر ځای د کار کولو تمه ډېره کېږي. ډېری یې په کم عمر کې ودېږي، چې له تعلیم نه د پاتې کېدو او د خپلو هیلو پوره کولو مخنیوي کې یې یو ستر لامل همدا هم ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو شمېرې په ډاګه کوي چې هغه نجونې چې د تعلیم فرصت له لاسه ورکوي، په کورنیو شخړو کې د ښکېلو هېوادونو له زده کړو نه د پاتې ماشومانو پرتله ډېرې دي.

د انځور حقوق UNICEF
Image caption د چاډ بې ځایه شوي

ملګرو ملتونو په ترتیب له تعلیم نه د نجونو د پاتې کېدو لاملونه په نښه کړي:

  • په لومړنیو ښوونځیو کې د محرومو نجونو کچه ډېرېدل
  • په منځنیو ښوونځیو کې د محروومو نجونو د شمېر ډېرېدل
  • یوازې کمې نجونې ابتداییه ښوونځی بشپړولی شي
  • په ښځو کې د لوستو هغو ډېروالی
  • د وړ ښوونکو کمښت
  • حکومت پر تعلیم سم لګښت نه کوي

هغه لس هېوادونه چې نجونو ته پکې تعلیم کول ګران دي:

  1. جنوبي سودان
  2. منځنۍ افریقا
  3. نیجر
  4. افغانستان
  5. چاډ
  6. مالي
  7. ګیني
  8. بورکینا فاسو
  9. لایبیریا
  10. ایتیوپیا
Image caption د افغانستان په لیرو ولایتونو، په تېره بیا سوېلي او سوېل ختیځو ولایتونو کې ګڼې نجونې ښوونځیو ته له تللو بې برخې دي.

په بې وزله هېوادونو کې د ښوونکو بخل یا زده کوونکو سره خواري نه کول لوی سرخوږی دی.

د ملګرو ملتونو د تېرې رپوټ کې ویل شوي وو، تر ۲۰۳۰ کال پورې باید په ټوله نړۍ کې ۶۹ میلیون نور ښوونکي وګومارل شي، چې د تعلیم په برخه کې دولتونه خپلې ژمنې پوره کړای شي.

په راپور کې دا هم راغلي وو،که نجونې خپل تعلیم ته دوام ورکړي، ستره اقتصادي ګټه رسولی شي.

همداشان، ډېره شخصي ګټه هم لري، چې ښکاره بېلګه یې د کینیا د یوې ۶۰ کلنې کلیوالې فلورنس چیبتو لیک او لوست زدکول وو.

د one مشره ګیل سمېت د نجونو د تعلیم محرومیت یو "نړیوال کړکېچ بولي چې یوازې بې وزلي خپروي".

دا وايي: "۱۳۰ میلیون نجونې له تعلیمه بې برخې دي، دا شمېره له ۱۳۰ میلیون ښځینه انجینرانو، ښوونکو، سیاستوالو او کارمنو ښځو سره برابره ده چې له بده مرغه نړۍ یې اوس نه لري".

Image caption فلورسن چیبتو ۶۰ کلنۍ کې هغه مهال لوست زدکړ چې لمسۍ به یې له کتابتونه یو کتاب ورته راوړه