BBC
 شاته

د ډونلډ ټرمپ هوش کچه څومره ده؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ په ځلونو ویلي چې لوړه هوش کچه لري.

پوښتنه: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هوش کچې په هکله څومره خبرې کوي؟

ځواب: ډېرې زیاتې.

ښاغلي ټرمپ همد اڅو ورځې مخکې دعوه وکړه چې هوش کچه(د هوش ضریب) یې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن لوړه ده.

هغه ښاغلی ټېلرسن د هوش سیالۍ ته ور وباله.

* د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

* د امریکا لومړۍ مېرمن څوک ده؟

ولسمشر ټرمپ پر ۲۰۱۳ کال هم ټوېټ کړې وه چې هوش کچه یې د امریکا له پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جورج ډبلیو بوش "خورا ډېره" لوړه ده.

ښاغلي ټرمپ په دې هم بسنه ونه کړه او دعوه یې درلوده چې له کمیډين لوبغاړي جان سټیوارټ او له پانګوال او د "اپرنټیس" تلوېزوني پروګرام برتانوي ستوري لرډ شوګر یې هم هوش کچه ډېره ده.

خو له دې سره سره ښاغلي ټرمپ تراوسه نه دي ویلي چې هوش کچه یې څومره ده. ایا د هغه هوش کچه اټکلولی شو؟

هوش کچه څه ته وايي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کلیفورنیا پوهنتون پر ۲۰۰۶ کال اټکل کړه چې جان کوېنسي ادمز د امریکا تر ټولو هوشناک ولسمشر و.

هوش کچه (Intelligence Quotient) یا IQ هغه امتیاز دی چې یو کس یې د هوش ازموینه کې له ګډون وروسته ترلاسه کوي.

د هوش کچې معلومولو لپاره ځانګړې ازموینه نشته او د مینسا ( Mensa) په نوم په نړۍ کې د تېز هوش باوري او پخوانۍ ټولنه د ځان په ګډون له ۲۰۰ د ډېرو ازموینو پایلې مني.

ځینې ازموینې یو ساعته وي او ځینې ټاکلی وخت نه لري.

* د ډونلډ ټرمپ فراري لیلام شو

* د عقل زوال يا ډېمېنشا ناروغي

د امریکا په مینسا کې نامتو روانپوه ډاکټر فرانک لوییس وايي، د دې انجمن د هوش ازموینه کې تر ډېره هندسي، حسابي او لغوي مهارتونه اندازه کېږي.

"په ټولیز ډول هندسي پوښتنې د شکلونو او زاویو په هکله دي، د حساب پوښتنې د ریاضي اړوند دي او لغوي پوښتنې هم په کلیمو پورې تړلې او دا چې دا لفظ له بل لفظ سره څه ورتوالی لري".

مینسا د داسې کسانو غړیتوب مني چې د هوش کچې امتیاز ترلاسه کولو کې له دوه سلنې ډېره برخه ولري او په دې مانا چې لږ تر لږه د ۱۳۰ په اندازه هوش کچه لري.

د امریکا تر ټولو هوشناک ولسمشران

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فرانکلین دلانو روزويلټ په منځ کې، ښي اړخ ته ستالین او چپ ته هم چرچیل.

د ویرجینیا پوهنتون د ولسمشرۍ مطالعې مدیره ډاکټره باربرا پري وايي:

"په یاد مې نه دي چې تراوسه مې د ولسمشرانو او د هغوی د هوش کچې نوملړ لیدلی وي... خو په اسانه د هغو ولسمشرانو نوملړ موندلی شئ چې د پوهنتون پړاو کې د 'في بیټا کاپا' ټولنې ویاړمن غړي وو".

في بیټا کاپا ( Phi Beta Kappa) ټولنه پر ۱۷۷۶ کال جوړه شوې ده او "په ټوله امریکا کې د ۲۸۶ غوره پوهنتونونو د ساینس او هنر بهترینو او ځلېدلو زدکوونکو ته" ویاړمن(افتخاري) غړیتوب ور کوي.

د امریکا له ۴۴ ولسمشرانو ۱۷ د دې ټولنې غړي و. جیمي کارټر، پلار جورج بوش او بېل کلېنټن یې وروستي ولسمشران غړي دي.

ډاکټره پري په پخوانیو ولسمشرانو کې د هر برټ هوور نوم، "چې ډېر ډېر وتلی عالم او ځمکپوه و"، ووډر ویلسن، "یواځنی ولسمشر چې دکتورا یې درلوده" او "وتلی وکیل" ویلیمام اېچ ټفټ یادوي.

* د عقل زوال د پېژندلو لپاره لوبه جوړه شوه

* ځینې خلک ولې پخوانۍ پېښې په یاد نه لري؟

سره له دې چې د یو ولسمشر هوش کچه هم په پرېکند ډول تایید شوې نه ده، خو کلیفورنیا پوهنتون پر ۲۰۰۶ کال اټکل کړه چې جان کوېنسي ادمز د امریکا تر ټولو هوشناک ولسمشر و.

ډاکټره پري وايي، ځینې ولسمشران داسې پېژندل شوي چې پکا رنه و:

"جرالډ فورډ سوړې بوړې او بې پامه انسان بلل کېده، په تګ کې به لړزېده، خو دا اصلاآ انصاف نه دی... هغه له میشګان پوهنتون فارغ و، څارندوی و او ییل کې یې حقوق لوستي و. پر دې سربېره د امریکايي فوټبال ستوری و".

مېرمن پري وايي، هوش یواځې یوه هغه ځانګړنه ده چې یو ښه ولسمشر یې لري.

"د سترې محکمې قاضي اولیور وونډل هولمز یو وخت ویلي، چې ولسمشر فرانکلین ډلانو روزوېلټ دویمه درجه هوش درلود، خو د خوی او چلند له مخې یې لومړۍ درجه روحیه درلوده".

تر ټولو کم هوشه څوک و؟

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption له زوی بوش مخکې بېل کلېنټن د امریکا وروستۍ ولسمشر دی، چې د دغه هېواد د ډېرو هوشناکو ولسمشرانو په ډله کې بلل شوی دی.

ډاکټره پري وايي: "زه وارن هارډېنګ په دې ډله کې بولم... هغه په مسلک خبریال و".

مېرمن پري په خندا زیاتوي:

"زما ځینې نږدې ملګري خبریالان دي! ورور مې هم خبریال دی. خو خبره دا ده چې هغه( هارډینګ) له هارورډ یا ییل نه و راغلی، نامتو وکیل هم نه و، چې د سترې محکمې قاضي شوی وی".

ټرمپ څنګه دی؟

د انځور حقوق Getty Images

ډاکټره پري وايي: "که هغه (ټرمپ) هوش کچه خپره کړي. دې ته په پام چې ټېلرسن ته د ای کیو چلینج ور کوي. زړه مې راته وایي، له داسې شمېرې سره مخ کېږو، چې له هغه لا لوړه ده چې ډېر خلک یې فکر کوي".

د هغې په خبره، کوم کسان چې ډونلډ ټرمپ نه پېژني وايي، وای ډېر ساده دی، خو زه باوري یم د ډونلد ټرمپ هوش کچه له هغه ډېره ده چې موږ يې فکر کوو.

د پرېنسټن پوهنتون د سیاسي علومو استاد فرډ ګرینسټین داسې شپږ ځانګړنې خپرې کړې چې د یو ولسمشر پر کړچار اغېز کوي:

"له خلکو سره اړیکي، اداري وړتیا، درک، سیاسي مهارت، د فکر ډول او عاطفي هوش".

ډاکټره پري وايي، په عاطفي هوش، د فکر کولو ډول، درک او اداري یا سازماني وړتیا کې ډونلډ ټرمپ ډېر امتیاز نه ترلاسه کوي.

"خو د ټرمپ مهمې ځانګړنې چې دی یې ولسمشرۍ ته ورساوه، له خلکو سره د اړیکو ځواک او سیاسي مهارت دی".

مېرمن پري د ښاغلي ټرمپ سوداګریزې مخینې ته هم اشاره کوي:

"د بریالیتوب لپاره یو ډول غریزي هوش لري، او دا یې په مخینه کې څرګند دی".

نوموړې د پنسیلوانیا پوهنتون په وارټن ښوونځي کې د ښاغلي ټرمپ زدکړې هم یادوي

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د میسا ټولنې ډاکټر لالیس وايي، که د انشټاین په څېر- چې موږ یې نابغه پېژنو- یو څوک په پام کې ونیسو، ممکن د هوش ازموینه کې ډېر لوړ امتیاز ونه ګټي، ځکه دا ډول خلک له فکري چوکاټ بهر فکر کوي... ممکن یوې پوښتنې ته یې په ذهن کې لس مختلف ځوابونه ولري.

د مینسا ټولنې ډاکټر لالیس وايي، د ښاغلي ټرمپ د هوش کچې ټیټوالی یا جګوالی تاسو ته د هغه په هکله هرڅه نه وايي.

"که د انشټاین په څېر- چې موږ یې نابغه پېژنو- یو څوک په پام کې ونیسو، ممکن د هوش ازموینه کې ډېر لوړ امتیاز ونه ګټي، ځکه دا ډول خلک له فکري چوکاټ بهر فکر کوي... ممکن یوې پوښتنې ته په ذهن کې لس مختلف ځوابونه ولري".

په هر حال د ښاغلي ټرمپ د هوش کچې په اړه اټکل او ګومان ښايي ژر پای ته ورسېږي، ځکه مینسا نوموړي او رېکس ټېلرسن ته وړاندیز کړی چې د هوش ازموینې سره خپلمنځي جنجال اوار کړي.