شاته

کلیفورنیا کې اور لگېدنې ٦ زره هټکاره ځمکه سوځولې

د لاس انجلس ښار ته څیرمه د څنگلونو په لمن کې د دویمې پر له پسې شپې لپاره د اور سرې لمبې هر هغه څه خاورې ایرې کړي چې پر مخ یې ورځي.

دا اور د لاس انجلس ښار له لویدیځې سیمې نه پیل شوی او د چارواکو په وینا تر اوسه د استوگنې د کورونو په گډون لسگونه ودانۍ یې سوځولي.

د اور لمبې څو لوري ته غځیدلي او د اطفائیې د کارکونکو لپاره د اور مړ کولو کار گرانه کړی.

د متحده ایالاتو د ځنگلونو د ادارې ویاند، چون بریبیساس وویل" کله چې دا اور په لومړي سر کې پیل شو ډیر خطرناکه و. اور په یوې ژورې درې کې د باد له وجې رامنځ ته شو او کله چې ډیر شو د دې درې څنډو ته په څو لارو باندې خپور شو."

د کلېفورنیا ایالت چارواکي له هغه وروسته ٨٢ زره اوسیدونکو ته د کور د پریښودو امر ورکړ چې د اور لمبې د دغه ایالت شمالي سیمو، سن برناردینو ته خپور شو.

د اطفائیې چارواکي نه پوهیږي چې اور څنگه لگیدلی خو شاوخوا ١٢ ساعته وروسته له دې چې هغوی د اور د لگېدو خبر ورکړ څه د پاسه ٦ زره هکټاره ځمکه سوځیدلې وه.

د دې اورلگیدنې له امله له لاس انجلس ښار څخه لاس ویگاس ښار ته غځیدلې لویه لاره بنده شوې وه چې په دې سړک باندې د څو ساعتونو لپاره د خلکو د بند پاتې کیدو سبب شو.

په کلېفورنیا کې روان بل اورونه

په کلېفورنیا کې روان بل اورونه

اوس مهال د اطفائیې په سلگونه کارکونکي د څو هلېکوپترو او الوتکو سره هڅه کوي چې په بیلابیلو سیمو کې اور مړ کړي.

هر کال په دوبي کې د ورښتونو د نه کیدو له امله د کلېفورنیا ایالت ځنگلي سیمې د طبعي اور لگیدونو سره مخ کیږي.

د کلېفورنیا په شمال ختیځ کې په یوه سیمه کې شپارلس زره هکتاره ځمکه سوځیدلې ده چې پکې ١٧٥ کورنه او دفترونه ایرې شوي دي.

د متحده ایالاتو د هوا پیژندنې سازمان د گرمې هوا، وچکالي، وچې هوا او د تود باد له امله په ځنگلي سیمو کې د احتمالي اور لگیدو خبرداری ورکړی و.