BBC
 شاته

شعر، د لايق نوښتونه او د هغه د شعر اغېزې

د انځور حقوق FB
Image caption د لايق يوه بله ځانګړتيا چې ډېر لږ شاعران هغه ته پاملرنه کوي دا ده چې هغه، د متضادو معناوو لرونکو کلمات داسې څنگ په څنگ ږدي او يا امېل کوي چې بې سارې زړه راښکون او تلوسه رامنځ ته کوي.

د لايق شعر په افغان ادب کې، يوه نوې لاره، نوى اغېز او نوى بهيردی. هغه په پښتواودري ادب کې، دبدلون غوښتونکو، داوښتون غوښتونکواو د ويښتيا غوښتونکو، د فرياد هغه لړۍ توده وساتله چې د شلمې پېړۍ په پيل کې مشروطه غوښتونکو پيل کړه او بيا وروسته ويښ زلميانو اوږده کړې وه.

هغه په تېرو ۷۰ کلونو کې، د ټولنيزو ملي نيوکو سر لارى پاتې شوى دى:

ما وى دلدار به شې، اغيار شولې

ما وى سيمرغ به شى، ښامار شولې

ما وى د لمر د لارې يار به شې

ته د تيارو علمبردار شولې

د چونغر ٢٨مه ترانه

د نورو ځانګړتياوو تر څنګ په پکتیکا کې د زېږدلي لايق په شعر کې همدا د اعتراض او نيوکو ژبه د ډېرو شاعرانو له پاره د الهام او د يو شمېر نورو له پاره د اغېز سرچينه ګرځېدلې ده:

چونغره ستا په تړو تړو باندې

زموږ د اوښكو بارانونه اوري

خو دا د رحم اوبه نه دي ګوره

په تا د خلكو غضبونه اوري

د تا ځوځان د بزګرانو برخه

د تا غنم د نازولو شومه

په هره لاره كې دي ايښى تلك

په هره پوله كې دي لكه لومه

اي د ظالمو مستبدو كوره

آيا زنګونه د زمان درځي

موږه يې وينو په رڼو سترګو

چې ستا لمنې ته توپان درځي

كيږدۍ، ٥٧ مخ

د لايق د شعر نوښت او پر نورو د هغه د اغېز څو غوره او لومړني ټکي په دې ډول يادولى شو:

_ پښتو شعر ته د نوي روح، روان او معنا بښل:

چې د دوبي د گرمۍ تبه پې راغله

ښايسته گلان په دښتو کې واښه شول

په گرمۍ کې چې رالوى دي نه وچېږي

پخواني ځوځان پياوړي شوو-لاشنه شول

ساحل، ١٧٠مخ

_ بې له تقليده، د هنر لوړو څوکو ته د رسېدو هڅه او هلته رسېدل:

نبض د ځوانۍ يې خوځاوه کميس په تن کې

هسې چې بهيږي سپينه وريځه په سپوږمۍ

تې يې په زانګو د اوسيلو کې ښکته پورته

هسې خوځېدل لکه په موج جوړه هيلۍ

غېږ يې پرانيستلې لکه ګل د سبا باد ته

خوله يې له خندا نه ډکه کړې وه مستۍ

يادونو او درمندونه، ٩٢ مخ

- په پښتني شعر کې د ډېرو قالبونو او اډانو تر څنگ د نويو ښکلاوو، جوړښت:

دا به کله را ځړيږي د غضب د توپان وريځې

دا به کله تری اوريږي سرې سکروټې تندرونه

دا به کله کاڼې چوي، دا به کله غرونه خوځې

دا به کله تکه سره شي د آسمان دا نيلي خونه

دا به کله غشي ولي تر برېښنا چټکې ګوتې

دا به کله تورې باسې د پولادو مړوندونه

دا به کله لاره وځي د راڼه جهان پر لوري

دا به کله پخلا کېږي رټل شوي ارمانونه

يادونه او درمندونه، ١٤١مخ

الهي پېرزوينه

د يوه پوهاند په وينا، شعر يو ډول هغه ذهني هڅې او هلې ځلې دي چې ځينې کسان هغه د خداي پېرزوېنه ګڼي او دا پيرزوېنه خداى پر لايق پيرزو کړې او لايق يې په څه مينې او خواخوږۍ پر خپلو همژبو او د شعر پر مينه والو پيرزو کوي.

د انځور حقوق FB
Image caption د سلیمان لایق لور او زوی. نوموړی په ۱۹۳۰ کال کې زېږدلی.

د يو چا خبره د هغه شعر، د هغې چينې اوبو ته ورته دي چې هرې شاړې مځکې ته ورسېږي، آبادېږي.

- د هغه په شعر کې هغه اندېښنې نغښتې دي، چې د روح تنده پرې ماتېږي.

ستا په سندرو اوس قامونه خوځي

گوره چې غلى نه شې، هېر نه شې

زه د آسمان لوبه بدله وينم

گوره له خپله هوډه تېر نه شې

كيږدۍ، ٧٥ مخ

_شعر بايد د هڅوونکو، عاطفو توان ولري او د استاد شپون خبره چې د لايق شعر څه کوى چې تشې خبرې يې هم په دې گاڼه، گاڼل شوي دي:

کله چې وريځې ستا له تړو څخه

را وچتېږي قافلې تړي

سترگې زما د بدرگو له پاره

د مرغلرو سلسلې تړي

چونغر، ٩٣ مخ

شعر په انسان کې د کلمو را ژوندي کول او د وزن په جامه کې د هغو مروړل دي. هر هغه څوک چې دغه توان و نه لري د کلمو د سپکاوي او يا هم د هغو د مرګ سبب کېږي. خو لايق د دې کار او چارې استاد دى.

که ته د تېرو خاطرو پلار يې

يا ستا په غېږ کې زمانې دي ويدې

زما د شعر په ناپايه سيند کې

د ژوند د فکر زلزلې دي ويدې

چونغر، ٩٦ مخ

ښه شاعر تل په يو څه پسې ګرځي، په يو ارمان پسې او په يوخيال پسې، خو ښه شاعر غواړي هغه په تخيل وګاڼي او بيا د نظم جامې ور واغوندي:

ستا په هره کرشمه کې، نوى سوز او نوى ساز دی

نوى درد دى، نوى شور دى، نوى طرز او نوی راز دی

نه دې رم تېرو ته ور ته، نه دې چم هغسې شان دی

نه دې هغه وړ انجام دی، نه دې هغه وړ آغاز دی

چونغر، ٤٣ مخ

-کله چې د شاعر تخيل، د هغه د تفکر په ملگرتيا، په توروکې د انځورېدو له لارې، مادي بڼه پيدا کوي، له هغه نه شعر جوړېږي.

دا خاطرې او زلزلې به څه وي

که نوى سوز او نوى شور نه لري

د ډيوې تش خالي لوگى څه په کار

که د پتنگ له پاره اور نه لري

چونغر، ٩٦ مخ

څومره چې دغه تخيل پياوړى وي، له لمسون نه ډک وي او څومره چې دغه تخيل هستي ولري، په هماغه اندازه به شعر ښکلى وي.

سترگو ته يې ميوو ورکړى رنگ د وينو

لږ را غونډې شوې، تنگې شوې، خندنۍ

راغلله ورو ورو لکه دانه بېړۍ ساحل ته

تللې له خپل ځانه مستانه او لېونۍ

ورانه له خندا شوه، وې يې گوره لېونيه

نه به تل ځواني وي، نه شراب او نه شهۍ

وتړه کتاب، شيشه راواخله د شرابو

ځغلي زه يې وينم، يو په بل پسې گړۍ

نيسه مې په غېږ کې، هسې نه چې خوب مې يوسي

وړى رانه واک دى، د شرابو بېخودۍ

ما په شرمېدلي آواز وويل، افسوس دى

نه لرم توفيق ستا د لبانو د گرمۍ

زه د وچو دښتو لمر وهلى پوونده يمه

چېرې وچ اغزى، چېرې د گل تازه غوټۍ

شرم را ته برېښي چې د ى خوله په شونډو کېږدم

څارى مې د ولس سترگې، لا يوه گوله ډوډۍ

زه لا روږدى نه يم په محفل د ښاپېرو کې

خېژې مې له زړه نه، لا فرياد د غريبۍ

يادونه او درمندونه، ٩٤ مخ

د مفاهيمو هم آهنگي

"ښکلا، د تفکر په مرسته، د منطقي، ذوقي اړيکو هم آهنگى ده. "

٢ که له همدغو مفاهيمو نه هم آهنگي را منځ ته شي او دا هم آهنگي په تورو کې ونغښتل شي، شعر خپله ښکلا څو ځله زياته وي. د ښکلا، تفکر او ذوق دغه اندازونه د لايق په شعر کې څپې څپې خورې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لايق نه يوازى دا چې د خپلې ژبې شاړه ځمکه آباده کړه، بلکې هغه يې باغ هم کړه

دغه ښکلى مفاهيم، په دغه شان نازکو اداگانو کې په ښکلو شعرونو بدلېږي. له همدې کبله، ويلى شو چې شعر د انساني روح ژبه ده.

مهمه نه ده چې شعر کوم ډول اندېښنې انځوروي، هغه کينې (انديښنې) دي که (ښۍ)، هغه نوې دي که لرغونې او پخوانۍ، خو اصله خبره داده چې هغه انساني وي. يعني د اشرف المخلوقات له شان سره برابرې وي. د انساني مينې، د انساني درد، د انساني رنځ، د انساني آزادۍ او يا انساني وير او يا خوښۍ انځورگرې وي.

توري اوکلمات، ترکيب او جمله او په پاى کې هم آهنگي، توازن، تصوير، وزن، تخيل، احساس، اندېښنه، سندريزوالى، انځوروالى، بيان او وينا، د شعر د شعروالى لومړنۍ نښې دي.٣

دا ياد شوي لفظي او معنوي صنعتونه، د لايق د شعر ښکلاوې دي:

غرونو باندې پلنې شولى وريځې د نيسان

ځمکې باندې اوري مرغلرې د باران

مست شول بيا چړونه په نغمو کې د زرکانو

خوځي کتارونه بيا د زاڼو په آسمان

هره ترانه چې د درياب له څپو وځي

پوکي په بې ځانه دنياګۍ کې نوى ځان

خاندي په ډبرو څراغونه د خاټول

وځي له سپېرو خاورو گلونه د ريحان

سپين گلان په شنه مرغه کې برېښي زما له سترگو

شپه کې د مستۍ په شنه آسمان کې کهکشان

هر څاڅکې د وينو مې لمن لمن گلونه شول

رگ رگ کې مې خوځي، د شعرونو بلبلان

ورېځې چې کتارې شي، د غرو په ديوالونو

ته وايې چې خوځي په افق کې سپين اوښان

شور چې شي د تالندې، غوږو ته هسې رسي

ځغلي چې آسمان کې، يرغلگر جنگي آسان

سم سول په سارا باندې د گلو چپاوونه

وخاته په تړو د ريدي گلو سپايان

يادونه او درمندونه، ١٢٨ مخ

لايق ددغو ټکو په هنري انځورگرۍ کې د لوى مهارت په درلودلو سره د ښکلا، د رنځونو، د دردونو، د اټکلونو، د را ويښېدو، د مينې او احساس شاعر دى.

اعراب، شعر د ټولو هنرونو روح او باطن بولي. هغوى له پخوانو زمانو راهيسې وايي چې ښه شاعر د قرآن عظيم الشان له برکته او پر ده د روح القدس له الهامه ښه شاعر دى. روح القدس هغه عارفانه الهام او د زړه وحى ده چې پر شاعر له لوړې پېرزو کېږى، البته د «چونغر» او د «يادونو او درمندونه» په ځينو بيتونو کې، او یا هم د لایق په نورو ټولګو کې دغه راز نښې له ورايه څرگندېږي.

لايق، د يوه متفکر په توگه شعر ليکي، هغه شعر نه جوړوي، هغه شعر ته په منډې قافيې او رديفونه، نه ليکي، هغه د يوه ښه انځورگر په توگه، قافیې انځوروي.

ښه مضمون او د ښو کلماتو غوره کول، هغه نورې ځانگړتياوې دي چې د لايق او د نورو شاعرانو د شعرونو تر منځ د بيلتون کرښه باسي.

ددې ټولو ځانگړتياوو بيان ددې له پاره وشو چې څرگنده کړو، لايق په خپله شاعري کې د دې ټولو ساتنه او يادونه په خورا شاعرانه توگه کړې ده.

لايق او تاريخي اسطورې

ځينې کره کتونکي د لايق په شعر کې د تاريخي اسطورو لږوالي ته اشاره کوي. په دې برخه کې بايد وويل شي چې بر عکس د لايق شعر په ځان کې تر ټولو نورو نه زياتې اسطورې را مروړلې دي. که د هغه په شعر کې د شيرين و فرهاد، يا د ليلا و مجنون او پرومتې اساطير نه ليدل کېږي، پروا نه لري، د هغه شعر له ازلي او فطري اساتيرو ډک دي. د لايق په شعر کې راغلې اسطورې په انسانى فطرت کې نغښتې اسطورې دي. دا اساطير هم مهاله د شاعر د فطرت اساطير هم دي او په هغو کې د لايق فطرت هم را سپړل کېږي. د هغه اساطير د هغه خداى، مور، مينه، وطن، لمر، غر، ورېځې... او نور دي. که اسطوره، د يوه ملت له افسانوي ژونده، را اخيستل شوي مفاهيم دي، چې تاريخ ته ورگډ شوى دي، نو کولى شو ووايو چې د چونغر، زياتره شعرونه په خپله د انساني اساطيرو غوره بېلگې دي:

شور چې شي د تالندې غوږو ته هسې رسي

ځغلي چې آسمان کې يرغلگر جنگي آسان

سم شول په سارا باندې د گلو چپاوونه

وخاته په تړو د ريدي گلو سپايان

غشى د لمر اوري، له حصاره د وريځو

شنې زرغونې واخيست له رستم څخه کمان

ويلى الماس څاڅي، د تاکو له غوڅو څانگو

گلو ته نذرونه د شرابو وړي رزان

يادونه او درمندونه، ١٢٨ مخ

د هغه شعر، د دغو او نورو اسطورو پر وړاندې د هغه د احساس زېږنده دى. د هغه ټولې اندېښنې، احساسات، درد، تفکر او خيالات د ښکلو تصويرونو په بڼه د هغه په شعر کې دغه اساطير انځوروى. په دغه تصويرونوکې د وطن هغه خورا زيات او ښکلى راځي:

سوځي مې هډونه، يو علاج زما د دردو وکه

يو ښکلى تعبير، زما د سرکشو ارمانو وکه

زما له فريادو سره ملگرې که نغمه خپله

ويښ که دغه قوم يو تدبير د پښتنو وکه

دې جامدو غرو ته حرکت ورکه، قوت ورکه

زموږ سره ملگرى شه، ملاتړ د زلزلو وکه

چونغر، ٧٣ مخ

د لايق د ښه شعر يوه ښه ځانگړتيا دا ده چې د هغه د شعر روح، نه يوازې د زمان، وخت او د هغه د هممهاله لوستونکو د روح سره هم آهنگ او هم آواز دى بلکې د کلونو گوزارونه، هغه د را تلونکو له پاره لا پسې پخوي او لا يې خوندور کوي:

دا له موږه سره څه کوى گردون

دا ملگرى د پستانو، دغه دون

له غروره مى سر کوز نشو فلک ته

څومره لوړ دى، دا زما د خودى يون

دا افسوس دى چې خپل ورور راسره نه ځي

دا جاهل، په ځان ناپوه، دغه جبون

گڼې ما به دا تاريخ و اړولى

په تقدير به مې وهلى و شبخون

که آسمان هر څو څپېړي په مخ را کړې

تسليم نشو دا زما زلمى جنون

يو زمان به د دې خلکو په سوک مات شي

هغه سر چې جگ آسمان ته و پرون

يادونه او درمندونه، ٧مخ

دا شعر په ١٣٤٣ کال کې ليکل شوى دى او اوس هم د هغه ټولې شعري ځانگړتياوې او ان د هغه سياسي مفاهيم په خپل قوت سره پاتي دي.

لايق مفاهيم څنگه بدلوي؟

د لايق يوه بله ځانګړتيا چې ډېر لږ شاعران هغه ته پاملرنه کوي دا ده چې هغه، د متضادو معناوو لرونکو کلمات داسې څنگ په څنگ ږدي او يا امېل کوي چې بې سارې زړه راښکون او تلوسه رامنځ ته کوي. په دغه بهير کې کله ناکله مفاهيم بدلېږي، کله نا کله د ځينو کلماتو لويوالى ماتېږي او کله هم د ځينو مفاهيمو او کلمو د وړو معناوو ارزښت لوېږى. دغه راز د ځينو ناوړه مفاهيمو سپېڅلي کول او د ځينوسپېڅلو هغو ناوړه او ان ناولي کول هم د ښه شعر په ځانگړتياوو کې راځي.

ځينى په ټول ژوند کې مټې دومره وکړي چې څه شاړه آباده کړى، خو لايق نه يوازى دا چې د خپلې ژبې شاړه ځمکه آباده کړه، بلکې هغه يې باغ هم کړه، په هغه کې يې گلا ن هم کېښودل، هغه دغه باغ بلبل هم شو، هغه پر دغو باغونو د ترانو، غزلو او قصيدو په نامه د رڼو اوبو چينې هم سپرې کړې دي.

که په ښکلا پېژندنه کې انډول، تناسب او له هغو سره مل زړه را ښکنې او کشش لومړني اصلونه دي نو په شعر کې د ښکلاييزې بڼيې تر څنگ، بديع، بيان او معاني د ښکلا د انځورونو لارې برابروي. البته، بيان، د تشبيو، کنايو او اسطورو په مرسته هغه لا پسې پياوړې کوي.

که په دې برخه کې د خپلوسپړنو لړۍ اوږده کړو د ويناوو زړه را ښکون، ښکلې او نادرې تشبيه گانې، د ولسى ويناوو او خبرو او اصطلاحاتو کارونه هغه نور فنون دي چې لايق خپل تخليقات د هغو په رنگينۍ، رنگينوي.

د کلماتو يا تورو سندريزوالى او تکرار هغه بل فن دى چې د لايق په شعر کې يې غوره ځاى پيدا کړى دى.