BBC
 شاته

حماس او فتح له لس کلن مخالفتونو وروسته هوکړې ته ورسېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حماس پر غزې او فتح غورځنگ پر لوېديځې غاړې واکمن دى

حماس وايي له خپل سيال غورځنگ "فتح" سره د سولې هوکړې ته رسېدلى.

دا هوکړه د دواړو ترمنځ هغه لس کلن وېش ته د پاى ټکى ږدي چې د فلسطينۍ کورواکې ادارې د ولکې سيمه يې په دوو برخو ووېشله.

حماس چې پر غزې تړانگې واکمن دى وايي، د هوکړې جزييات به نن وروسته په ډاگه شي خو د فتح غورځنگ لا په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د دغو د واړو فلسطيني ډلو ترمنځ د پخلاينې منځگړتوب مصر کاوه.

حماس په ٢٠٠٦ م کال کې پارلماني ټاکڼې گټلې وې او يو کال وروسته پر تگلارو د اختلافونو له امله له فتح غورځنگ سره خونړيو نښتو کې ښکېل شو. پايله دا شوه چې حماس غزه تراډه ونيسي او د فتح گوند واک لوېديځې غاړې پورې محدود شي.

د حماس وياند "سميع ابو زوهري" تېره ورځ په قاهره کې وويل خبرې جدي پړاو ته رسېدلي دي.

تېره مياشت حماس د هغې شورا ړنگولو ته سلا شو چې د غزې اداري چاري يې پرمخ وړې.

حماس په ٢٠٠٧ م کال کې د فلسطين خپلواکې ادارې ته وفادار ځواکونه له غزې وشړل او اسراييلو چې حماس ترهگره ډله بولي، سيمه کلابنده کړه.

حماس انتقالي فلسطیني دولت منلو ته غاړه اېښې

مصري محکمه- حماس -ترهګره ډله- نه ده

غزه کې د حماس چارواکو پر موټرونو بريدونه شوي

اسراييلي حکومت او مصر غزې تراډې ته د توکو د لېږد را لېږد او د خلکو د تگ راتگ بهير هم محدود کړ.

سمندر ته د غزوالو لاس رسى هم کم شو. د حماس او په لوېديځه غاړه کې د مېشتې فلسطيني کورواکې ادارې ترمنځ وېش او توپيرونه لا ژور شول.

مخالفتونه د دې لامل شول چې فلسطيني اداره غزې ته مالي مرستې ودروي او له اسراييلو هم وغواړي چې پر سيمې برېښنا کمه کړي.