د عمران خان د نيولو حکم شوى
د پاکستان د ټاکنو خپلواک کميسيون عدالت ته د سپکاوي په تور د حکومت مخالفي تحريک انصاف گوند د مشر عمران خان د نيولو حکم کړى.
د ټاکڼو کميسيون د اسلام آباد پوليسو ته لارښوونه کړې چې عمران خان د اکتوبر پر ٢٦ نېټې د کميسيون پر وړاندې حاضر کړي.
د حکم له مخې ښاغلى خان په ضمانت هم نشي پرېښوول کېداى.
د کميسيون چارواکو ويلي عدالت ته د سپکاوي په يوه قضيه کې يې وار وار عمران خان ته د کميسيون پر وړاندې د حاضرېدو حکم کړى خو نوموړي دا غوښتنې له پامه غورځولې وې.
پر عمران خان عدالت ته د سپکاوي تور هغه مهال پورې شو چې نوموړي وويل گوند سره يې د شويو بهرنيو مالي مرستو په تړاو د ټاکنو کميسيون پلټنې پر تعصب او توپيري چلند ولاړې وې.
دغه کميسيون تورونو ته د ښاغلي خان ليکلي ځوابونه رد کړي دي، خو د د پاکستان تحريک انصاف گوند وايي د کميسيون دا پرېکړه به د اسلام آباد مرافعې محکمې کې وننگوي.
جنرال رازق: پاکستان د طالبانو او داعش د یو ځاي کېدو هڅه کوي
خواجه اصف: پاکستان پر طالبانو پخوانی کنټرول نه لري
"پاکستان هرڅه د امریکا د فشار له کبله کوي"
د پاکستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وړاندې هم د عمران خان د نيولو "نه ضمان وړ" حکم ورکړى و خو د اسلام آباد لوړې يا مرافعې محکمې دا پرېکړه اړولې او ښاغلي خان ته يې د کميسيون پر وړاندې د حاضرېدو لارښوونه کړې وه.
بل لوري ته د تحريک انصاف گوند يو لوړ پوړي چارواکي"اکبر بابر" هم د ټاکنو کميسيون ته عريضه کړې او د خپل گوند پر مشر يې تور پورې کړى چې په کراچۍ کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال پر دغه کميسيون سختې نيوکې کړي دي.
د کميسيون چارواکو له عمران خانه غوښتي چې دغو تورونو ته دې هم د اکتوبر تر ٢٠ نېټې ځواب ووايي.