BBC
 شاته

"وسلوال طالبان د مسقط غونډه کې ګډون نه کوي"

پاکستان ټوډې:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستان ټوډې ورځپاڼه د سولې دعالي شورا د غړي امین وقاد په حواله لیکي چې د دې شورا او افغان حکومت استازي راتلونکې دوشنبه د عمان په پلازمینه مسقط کې د یوه روښان پلان په لرلو سره برخه اخلي.

ورځپاڼه زیاتوي ښاغلی وقاد وايي د مسقط غونډه ځکه مهمه ده چې هلته به د طالبانو استازي هم وي.

په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي برخه لري.

د دغو هېوادونو د غونډو لړۍ په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې وه.

خو ورځپاڼه د رویټرز خبري اژانس په حواله زیاتوي چې د طالبانو د رهبرۍ شورا یوه غړي ورته ویلي چې پرون په غونډه کې پریکړه وشوه چې د مسقط غونډې ته به استازي نه استوي.

دغې سرچینې ویلي تراوسه یې په غونډه کې د ګډون لپاره بلنه نه ده تر لاسه کړې، خو که بلنه ورته وهم شي نو دوی په کې برخه نه اخلي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي په افغانستان کې د راتلونکي کال پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د دغه هېواد لپاره له سیاسي او تخنیکي پلوه یو ازمایښت دی.

راپور زیاتوي دا چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تراوسه د رایې ورکولو او شمیر د یوه بریښنايي باور وړ سیستم په چمتوالي کې پاتې راغلی، په ټاکلې موده کې د ټاکنو د ترسره کولو په اړه شک رامنځته شوی.

د ورځپاڼې په باور ځینې وايي چې اوسني بهیر ته په کتو دا په زغرده نه شي ویلی چې کمیسیون دې د ټاکلي مهال ویش له مخې د راتلونکې جولای په اومه نېټه ټاکنې ترسره کړي.

اینډیپېنډېنټ

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوریې په کورنۍ جګړه کې د دغه هېواد ډېره برخه ویجاړه شوې.

برتانوۍ ورځپاڼه اینډیپېنډېنټ د رپوټونو له مخې وايي، هغه برتانوۍ میرمن- چې داعش ډلې ته د مېرمنو په جلبولو کې تر ټولو ډیره فعاله وه- په سوریه کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوې ده.

دغه میرمن سالي جونز نومیده چې په سپینه کونډه مشهوره وه.

رپوټونه زیاتوي هغه په تېر جون کې وژل شوې ده.

هغې برتانیا کې د ترهګریزو بریدونو ګواښونه هم کړي وو.

مسکو ټایمز:

له روسیي چاپېدونکې مسکو ټایمز لیکي لا هم امکان شته چې په روسیه کې د امریکايي ډیپلوماټانو له ډلې ۱۵۰ ته وویل شي چې له دغه هېواده ووځي.

ورځپاڼه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کې د شمالي امریکا د څانګې د مشر په حواله زیاتوي، روسیه د امریکا په سانفراسیسکو کې د خپلې کونسلګرۍ د بندولو په ځواب کې- چې امریکايي غوښتنه کړې ده- له هیڅ غوراوي مخ نه اړوي او دا غوراوی هم شته چې په روسیه کې د میشتو امریکايي ډيپلوماټانو شمیر راکم کړل شي.

کله چې امریکا په وروستي ځل پر روسیې نوي بندیزونه ولګول، روسیې یې په ځواب کې ۴۵۵ امریکايي ډيپلوماټان وویستل.