BBC
 شاته

د کونډو او یتیمانو کلی

Image caption رسنۍ او پړی له مزرو غړل کېږي او وروسته د کلکوالي لپاره مزی کېږي.

د پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې داسې کلی هم شته چې د ترهګرۍ ښکار نږدې پنځه سوه کورونو کې د شاوخوا اتیار کورونو د یتیمانو سرپرستي کونډو ته ور په غاړه ده.

دا کونډې مناسب روزګار نه لري او د یو وخت مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره سختې هڅې کوي.

د لکي مروت په شاه حسن خېل کلي کې نږدې اوه نیم کاله مخکې ځانمرګی وشو، چې یو سل لس کسان یې ووژل شول او له دوو سوو ډېر یې ټپیان کړل.

* توندلارۍ ضد جایزه د پښتونخوا ګلالۍ ته ورکړل شوې

* د طالبانو تر برید ۵ کاله وروسته ملالې د پوهنتون درس پیل کړی

په دې برید کې له ۷۰ تر ۸۰ پورې کورنو سرپرستان ووژل شول او د دوی کونډې د خپلو ماشومانو د پاللو له سخت پړاو سره مخ شوې.

ډېر مخکې حکومت د وژل شویو کسانو وارثانو ته درې درې لکه او ټپیانو ته یو یو لک روپۍ و رکړې چې په څو میاشتو کې لګول شوې دي.

په یوه کور کې درې کونډې

Image caption د کبل بي بي ميړه او دوه زامن په ځانمرګي کې ووژل شول.

د یوه کونډې کبل بي بي مېړه او دوه زامن په دې چاودنه کې وژل شوي او اوس په دې کور کې درې کونډې ناستې دي.

کبل بي بي اته زامن درلول اوس شپږ بچیان و رسره شته، په دوی کې لوی هلک له لسم ټولګي فارغ شوی او اوس کټونه جوړوي.

کبل بي بي هم له غره مزري راوړي او له هغو پړی یا رسۍ غړي.

د دغه سخت کار په بدل کې ځايي دوکاندار د یو وخت ډوډۍ لپاره پیاز یا هم ټماټر(رومیان) ور کوي.

* یو کلی چې د والیبال نوم په کې نه اخیستل کېږي

* پښتونخوا کې د ښایسته غواګانو مېله

د دې رسۍ کټبون( پړي) بیه له لسو تر شلو روپیو ده.

کبل بي بي وايي، مېړه او دوو سترو زامنو یې ورځانه کوله او یو څه به یې کور ته راوړل، خو کله چې د هغوی د غم په ټغر کېناسته، نو کله کله پیاز او ټماټر ورته رسېږي او کله هم په وږې ګېډه ویدېږي.

"چې کونډه شوم، د زړه زور مې ختم شو، کوم کار نشم کولی، لاسونه ځواب را کوي، چای او ډوډۍ په لاس کې نیولی نه شم".

د هغې په خبره، که حکومت یې بچیانو ته روزګار برابر کړي، نو ژوند به یې ښه شي.

د کونډو یو شان حال

ر
Image caption د کلي خلک وايي، هره کوڅه او کور کې کونډې او یتمیان شته.

کبل بي بي وايي، په کلي کې یې ډېرې کونډې شته چې د دې په څېر حال لري.

د کټ جوړولو لپاره رسۍ یا پړی له ځنګلي مزریو جوړېږي او غړل یې خورا ګران کار دی.

د دې پړیو په غړلو سره د کبل بي بي لاسونه د کاڼي په څېر کلک شوي او دا د نورو کونډو حال هم دی.

په دې کلي کې د چاودنې اغېز اوس هم شته. ډېر ټپیان اوس معیوب دي. د وژل شویو کسان بچي د یتیمۍ ژوند لري.

د دوی ښځو بیا ودونه نه دي کړي او حکومت هم د ترهګرۍ ښکار دغو مېرمنو د ژوند ښه والي لپاره څه نه دي کړي.

د شاه حسن خېل خپه خلک

د شاحسن خېل کلي ملک عبدالمالک وايي، د سیمې مشران دغه حالت غمجن کړي:

"دلته هره کوڅه او کور کې له چاودنې اغېزمن کسان شته او د حکومت له بې پروایۍ حالات نور هم خراب شوي دي".

د هغه په خبره، کونډې له رواني ستونزو سره مخ دي، ځکه د یو وخت ډوډۍ چا ته رسېږي نو ځان بختور بولي، که نه د ګاونډیانو ور ډبوي او د خپلو بچیانو ګېډي مړوي.

دا پته نشته چې اووه کاله مخکې د والیبال سیالۍ پر مهال دې ځانمرګي څوک په نښه کړل، خو د دې کلي خوشالي یې واخیسته او لوږه او بې وزلي یې ورته ډالۍ کړه.