"په شانګهای تړون کې د افغانستان پر بشپړ غړیتوب غور کېږي"
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په مسکو کې د شانګهای همکاریو تړون د افغانستان د تماس غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې له افغانستان سره د اوږدمهالې پرمختیا لپاره اقتصادي مرستې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، ښاغلي کرزي ویلي افغانستان غواړي د شانګهای سازمان بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي:
"د غونډې ټولو ګډونوالو ومنله چې په دغه سازمان کې دې د افغانستان د بشپړ غړیتوب په اړه غور وشي".
* "افغان پلاوی له مسکو غونډې پنځه غوښتنې لري"
شانګهای تړون پر ۲۰۰۱ کال د څو اړخیزو امنیتي، اقتصادي او کلتوري همکاریو لپاره جوړ شوی دی.
چین، روسیه، قزاقستان،قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د دې تړون اصلي غړي هېوادونه دي.
افغانستان اوس په شانګهای سازمان کې څارونکی غړی دی، خو هڅه کوي د دغه سازمان بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي.
په شانګهای سازمان کې د روسیې استازي باختیر خاکیموف تاس خبري اژانس ته ویلي د سیمې په کچه د شانګهای تړون پراخیدل یوه طبیعي خبره ده:
"د شانګهای سرمشریزه د راتلونکې نومبر میاشتې په وروستۍ ورځ په روسیه کې جوړیږي او د ایران بشپړ غړیتوب په اجنډا کې شامل دی".
د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخي حکمت خلیل کرزي دغه رازد شانګهای تړون له غړو غوښتي چې له افغانستان سره د ترهګرې د جړرو د ویستلو لپاره مرسته وکړي.
پر اوربند د مسکو ټینګار
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د سولې پر هڅو هم ټینګار کړی او د غونډې له ګډونوالو یې غوښتي چې د افغان دولت په مشرۍ د سولې خبرو ته د وسله والو د راماتولو لپاره خپل اغیز وکاروي.
د تماس ډلې له غونډې وړاندې ښاغلي کرزي له خپل روسي سیال سره د دوه اړخیزه اړیکو او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې وینا پاڼه کې ویل شوي په غونډه کې د روسیې د هغه دریځ پر ارزښت ټینګار وشو چې له مخې یې مسکو غواړي نړیوال په افغانستان کې د یوه سراسري اوربند لپاره هڅو ته دوام ورکړي.
د مسکو په پرونۍ غونډه د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیالو وزیرانو برخه لرله.