شاته

د ګوانتانامو څخه د خوشې شوي بندي د کورنۍ احساسات

عبیدالله هغه افغان دی چې په ګوانتانامو کې د امریکا له پوځي زندانه تازه خوشې شوی او متحده عربي اماراتو ته استول شوی، هغه له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کېدو لپاره شېبې شمېري.

عبیدالله ١٩ کلن و چې امریکايي ځواکونو په خوست کې د ترهگریزو فعالیتونو په تور ونیو او ١۴ کاله یې د ګوانتانامو په زندان کې تېر کړل.

له عبیدالله څخه د دوو ورځو یو زوی پاتې و چې اوس ١۴ کلن دی. د هغه ورور فضل کریم وویل:

"تیره شپه مو د امریکا غږ د اشنا راډیو تلویزون او بي بي سي نه دا خبر واوریدو، اوس مونږ مطمین شو چې انشالله دا خبره ریښتیا ده. زما ورور شاوخوا ١۴ کاله زندان کې تیرې کړې دي."

هغه زندانیان چې په ګوانتانامو کې له پوځي زندانه خوشې کېږي، تر یوې مودې د رواني او بدني روغتیا لپاره د ځانګړو ډاکټرانو تر څارنې لاندې وي.

د ګوانتانامو له زندانه د خوست اوسېدونکي عبیدالله، د خوشې کېدو په اړه نور جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.

خو د عبیدالله تره شهنواز خان اسوشیتد پرس خبري اژانس ته وویل "الحمدالله هره سخته چې وه هغه تیر شول، که هغه په دوبۍ کې وي او که بل چیرې، ژر به مو دیدن ورسره وشي."

له عبیدالله څخه د دوو ورځو یو زوی پاتې و چې اوس ١۴ کلن دی.

له عبیدالله څخه د دوو ورځو یو زوی پاتې و چې اوس ١۴ کلن دی.

فضل کریم وویل چې د هغه د ورور مدافع وکیل ورته ویلي چې عبیدالله به لومړی د شپږو میاشتو نه تر یو کاله پورې یو دریم هیواد ته ولیږل شي او وروسته به په بشپړ توگه ازاد وي.

ګوانتانامو زندان څخه د کمین خان په نوم د یو بل خوشي شوی بندي پلار عمر خان اسوشیتد ته وویل چې ډیر خوشاله دی چې زوی یې نور له زندان خوشی شوی.

عمرخان وویل"چې دی نور له ګوانتانامو نه وتلی وي، پروا نکوي چې هغه په دوبې، سعودي عرب یا بل ځای کې دی. خو نور په بند کې ندی."

د امریکا د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ګوانتانامو له زندان څخه یې ١٢ یمنیان او ٣ افغانان متحده عربي اماراتو ته لیږدولي دي. په گوانتمامو کې د امریکا په پوځي زندان کې چې په ٢٠٠٢ کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج دبلیو بوش له خوا جوړ شوی اوس یوازي ٦١ بندیان پاته دي.