کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه
په بریتانیا کې یوه پخواني پيلوټ د داسې ماشین جوړولو هڅې پيل کړي چې انسان هوا ته ورسره الوځوي. بل پلو په تایوان کې بانکونو کې داسې ربوټونو ګومارل شوي چې د خلکو هرکلی کوي. دا او د ټکنالوژۍ نور خبرونو د دې اوونۍ کلیک کې حفیظ الله معروف راغونډ کړي دي.
ستانکزی: اصغر او شهزاد زموږ لپاره يوه "ستونزه" ده
بي بي سي پښتو سره په خبرو کې د افغان کرېکټ بورډ اجراييوي مشر شفيق ستانکزي وويل چې د شهزاد محمدي فزيکي پياوړتيا د دوی لپاره يو غټه ستونزه ده او بايد لوړه شي.
افغان او د ناټو لوړ پوړي امنيتي چارواکي هلمند ته تللي
د افغانستان په سویلي او سویل لوېدیځو ولایتونو کي د وسله والو تازه او وروستیو پراخو بریدونو د افغانستان او په دغه هېواد کي د ناټو جګپوړي پوځي چارواکي هلمند ولایت ته ورسول.
تالقانو کې د کندوز جګړې بېځایه شوي
د افغانستان په شمال کې پر کندوز ښار د طالبانو له برید سره ددغه ښار زرګونه اوسېدونکي د ځانونو خوندي کولو لپاره ګاونډیو ولایتونو په تېره بیا د تخار مرکز تالقانو ښار ته تللي دي. دغه بېځایه شوي کسان هلته له سختو ستونزو سره دي.
ننګرهار کې د ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې په تړاو ضد او نقیض ادعاوې کیږي
په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي، له جلال اباد ښار سره نږدې د نجم الدین اخونزاده د مدرسې په سیمه کې یو ځانمرګی برید شوی. د پیښې عیني شاهدان وایي، په برید کې ځانګړو ځواکونو ته زیان اوښتی خو چارواکي یې نه مني.
په افغانستان کې"خیالي سرتېري" پنټګان ته نوی سرخوږی
امریکا د ۲۰۰۲ کال له پیل راهیسې تراوسه د افغان امنیتي ځواکونو پر سمبالتیا او پیاوړتیا له ۶۸ میلیارد ډالرو ډېر لګښت کړی. د ځواکونو شمېر ۳۲۰ زره تصویب شوی، خو چارواکي وایي، رښتونی شمېر یې په ځلونو له دې کم دی.
د کندوز جګړې ۶مه ورځ، درې سیمې له طالبانو بېرته نیولې شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي؛ د طالبانو له شتون نه د شمالي ښار کندوز پاکولو په لړ کې لږ ترلږه درې سیمې سینمای ناشر څلورلاری، خان اباد درې لاری او خواجه مشهد له دغې ډلې بېرته نیولې شوې دي. تراوسه د ولسي تلفاتو تایید شوې شمېره نشته.
ډاکټرانو له ۱۸ کلن هلک ۲۰ سانتي متره اوږده لکۍ پرې کړه
د هند په ناګپور ښار کې ډاکټرانو د یوه اتلس کلن هلک د ملا تير له لاندنۍ برخې راوتلې ۲۰ سانتي متره اوږده "لکۍ" د عملیاتو په مټ د هغه له بدن پرې کړه.
امریکا 'ټاکنو کې نفوذ لپاره' رسما روسیه په سایبري بریدونو تورنه کړه
د امریکا دولت په رسمي توګه د روسیې دولت تورن کړی چې ولسمشریزو 'ټاکنو کې د نفوذ لپاره' یې امریکا کې پر سیاسي بنسټونو سایبري بریدونه کړي. روسي چارواکو دا تورونه رد کړي او هغه یې"چټیات" بللي. دیموکرات ګوند وړاندې ویلي و چې مسکو غواړي ډونالډ ټرمپ ټاکنې وګټي.
ډونلډ ټرمپ: تېروتلی یم، بښنه غواړم
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوريپال نوماند ډونلډ ټرمپ د ۲۰۰۵ کال ویډیو کې مېرمنو ته د خپلو څرګندونو له امله بښنه غواړي او وايي، چې دا فېلم له اصلي سیاسي مسلو پام بلې خوا ته "اړوي".
ټایمز آف انډيا: امریکا 'پاکستان د ترهګرو ملاتړي هېواد' نومولو پلوي نه کوي
ټایمز آف انډيا ورځپاڼې خبر ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو ویلي؛ دوی د هغو هڅو ملاتړ نه کوي چې غواړي پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد ونوموي.
پټ ژوند!
افغانستان کې همجنس خوښي ټبو ده او په اړه یې لږ خبرې کېږي، ځکه چې معمولاً د یوې غیر اسلامي او غیر اخلاقي پدېدې په توګه پېژندل کېږي. له همدې کبله د همجنس خوښوونکو او د هغو نورو کسانو چې بل ډول جنسي انګيرنې لري هېڅ کره شمېرې نه شته.
هایتي کې د توپان له کبله د وژل شویو شمېر ۸۰۰ کسانو ته ورسېد
هایتي کې د سمندري توپان پایله کې د وژل شویو شمېر اته سوه کسانو ته رسېدلی دی. ملګري ملتونه وايي ښايي څو ورځې وروسته معلومه شي، چې د دغه توپان له کبله د اوښتي زیان کره شمېرې معلومې شي.
هند وايي دوو کلونو کې به له پاکستان سره پوله په بشپړه توګه وتړو
د هند کورنیو چارو وزیر راج ناتھ سینګ وايي، دوو کلونو مودې کې به له پاکستان سره د هند پوله په بشپړه توګه وتړل شي. نوموړي له پاکستان سره د هغو څلورو لارو د ارزونې له یوې غونډې وروسته دغه څرګندونې کړې، چې پاکستان سره پرې تګ راتګ کېږي.
امريکا کې د مرګوني توپان وېره
د میتو په نامه توپان چې په هیتي کې یې په سلګونو کسان ووژل مخ د امریکا د فلوریډا پر خوا ور روان دی، دغلته بېړنۍ حالت اعلان شوی. په فلوریډا کې د اطلس له سمندرې غاړې په میلیونونو کسان په تېښته دي چې ځانونه له توپانه خوندي کړي.