زابل کې د ملي راډيو ټلويزيون خبريال وژل شوی
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال له بي بی سي سره په خبرو کې وويل چې د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون يو خبريال محمد يعقوب شرافت په زابل ولایت کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
فارياب کې د جنرال دوستم د موټرو پر کاروان برید شوی
وسله والو طالبانو په يوه ناببره کمين کې د افغان ځواکونو يو کاروان په نښه کړی چې جنرال دوستم هم په کې غورماچ ولسوالۍ ته روان و. ښاغلی دوستم فارياب کې له جکړې څارنه کوي.
د افغانستان ناامنه سیمو کې د میندو د مړینې کچه لاهم لوړه ده
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم د تېرو کلونو پرتله افغانستان کې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې کچه ټیټه شوې ده، خو په ناامنه او لیرې پرتو سیمو کې د میندو د مړینې کچه هماغسې لوړه ده. غور، بادغیس او روزګان کې دا کچه ډېره لوړه ښودل شوې.
د سوریې کړکېچ: یاغیانو د داعش اصلي مرکز دابق 'نیولی'
د سوري یاغیانو قومندانانو او څارونکوي ویلي دي، د ترکیې په ملاتړ یاغیانو په سوریه کې د 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې تر ټولو مهم ښار دابق 'نیولی'. رپوټونه وايي، د سوریې شمال کې دا ښار د داعش له وتلو وروسته نیول شوی دی.
په هند کې د مسلمانو مېرمنو د برابرۍ مخالفت ولې کېږي؟
دا مهال په هند کې مسلمانو مېرمنو ته د اساسي قانون د بنسټي اصولو له مخې د واده، طلاق او میراث په څېر مسلو کې د برابرۍ ور کولو یا له دوی سره د مذهب په نوم د توپیري چلند پر لرې کولو خبرې کېږي.
'پاکستان ښي لاس مرسته غونډوي، په کیڼ یې طالبانو ته وېشي'
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د پنځم نړیوال امنیتي کنفرانس په لړ کې راغونډو شوو غړو وویل، دوی اوس دا څېړي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې ولې امریکا، ناټو ځواکونه او افغان دولت د اورپکۍ په ختمولو کې پاتې راغلي دي.
په فاریاب کې ځايي چارواکي نږدې سلو طالبانو ته "د مرګ ژوبلې" اوښتلو خبره کوي.
د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت ځايي سرچینې وايي، د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو په جګړه کې ۶ سرتېرې او نږدې ۳۵ طالبان وژل شوي، چارواکي وايي، په دې برید کې له ۷۰ ډېر وسلوال طالبان ټپیان شوي دي.
'زه له اوبو سره حساسیت لرم'
په نړۍ کې داسې خلک شته چې له اوبو سره حساسیت لري. یوه خیریه موسسه چې د انسانانو پر حساسیتونو څېړنې کوي وايي نړۍ کې، له اوبو سره د حساسو خلکو شمېر لږ دی نو ځکه په دې هکله ساینسي موندنې هم کمې دي
د عکسونو البوم: د امام بخاري ارامځی
ابو عبدالله محمد بن اسمعیل بخاري، چې په ''امام بخاري'' مشهور دی، د اسلامي نړۍ له مشهورو او تر ټولو باوري محدثینو څخه و. امام بخاري په ۸۱۰ زیږدیز کال بخارا (بخاری) کې زیږېدلی، چې اوس یې 'صحیح بخاري' په اسلامي نړۍ کې د حدیثو تر ټولو مهم کتاب ګڼل کېږي.
ډونلډ ټرمپ له راتلونکې تلوېزیوني مناظرې مخکې د هېلیري کلنټن ډوپېنګ ازموینې غوښتنه وکړه
د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ وايي، د ډیموکرات ګوند نومانده هېلیري کلنټن له تلوېزوني مناظرو مخکې ځواک زیږي(انرژيزا) درمل خوري. نوموړي لا د مخه په ټاکنو کې د درغلۍ او لاسوهنې تور هم لګولی دی.
انډین ټایمز: پاکستان له هند سره جدي خبرې غواړي
انډین ټایمز ورځپاڼې د پاکستان د نواز شریف هغه خبره راخستې چې ویلي یې دي هېواد یې له هند سره د کشمیر مسلې په اړه د خبرو لپاره تیار دی خو په دې شرط چې هند وغواړي په دې اړه جدي خبرې وکړي.
د سوریې د اوربند په تړاو خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې
د سویټزرلنډ لوزان کې د امریکا، روسیې او د سیمې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د سوریې، په تېره بیا د حلب ښار په تړاو د اوربند په اړه خبرې له کومې پاموړ پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.
د ایشوريا او رنبیر عشقي صحنې او د سانسور بورډ بیاتي
خبر دا دی چې د هند سانسور ادارې د 'ای دل هې مشکل' فلم کې د رنبیر کپور او ایشوریا رای ترمنځ د بربنډو یا عشقي صحنو له لرې کولو وروسته فلم ته سند ور کړ.
سويډن کې زياتېدونکې توندلاري
د منځني ختيځ پېښو د اروپا پر ټولنې ژور اغېز کړی، څه د پاسه ۳۰۰ تنه له سويډنه تللي، چې سوريه او عراق کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې په ليکو کې وجنګېږي.
ترکيه کې له ناکامې کودتا درې مياشتې وروسته
همدا نن (۱۵ اکتوبر) له هغه راهيسې چې ترکيه کې د پوځی کودتا هڅه وشوه، درې مياشتې پوره کېږي.