ازبکستان کې له کریموف وروسته د واک لېږد؟
د اسلام کریموف له مړینې وروسته، ټولنه د یو نامعلوم حالت سره مخ شوه - څوک به د هغه ځای نیسي، اوڅرنکه؟ ځینو ان د واک پرسر د تاوتریخوالي ډکې مبارزې وړاندوینه کړې وه.
د ایراني مهرداد اسکویي فلم د لندن فسټیوال ترټولو ښه مستند وبلل شو
د ایراني فلم جوړوونکي مهرداد اسکویي د "سباوون خوبونه" فلم د لندن فلمونو شپېتم فسټیوال کې د ترټولو ښه مستند فلم جایزه خپله کړه. د سباوون خوبونه د نویو پېغلو نجونو د ژوند حکایت دی چې د کال په وروستیو ورځو کې د اصلاح او روزنې مرکز (مرستون) نه د ازادۍ حکم ته شېبې شماري.
د برازیل د زندان اړدوړ کې '۲۵ بندیان وژل شوي'
د برازیل سیمه ییزې رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال کې د یوه زندان د ننه د بندیانو د دوو ډلو ترمنځ اړدوړ او نښته کې لږترلږه ۲۵ بندیان وژل شوي. د پولیسو یوه مشر ویلي، په وژل شویو کې د ۷ کسانو سرونه غوڅ کړل شوي او ۶ نور کسان سوځول شوي.
جاشوا او کلېچکو له یو او بل سره پر سیالۍ کولو 'سلا' شوي
په نړیواله کچه د درانه وزن پورته کوونکي او د ای بي اېف کمربند لرونکی انتوني جاشوا او د اوکرایین اتل ولادیمیر کلېچکو منلې ده، چې له یو او بل سره به سیالۍ ته راوځي. په پام کې ده چې دواړه لوبغاړي د مانچسټر په ۲۱۰۰۰ کسه ځایوونکي سالون کې ولوبېږي.
هانګ کانګ کې تر ټولو د 'ډېر عمر' پانډا مړینه
هانګ کانګ کې د ژوبڼ چارواکو ویلي، په هېواد کې تر ټولو د ډېر عمر لرونکې ۳۸ کلنه پانډا (جیا جیا) ومړه. دغه پانډا په ژوبڼ کې ساتل کېده، چې د انسان د عمر په پرتله یې عمر نژدې ۱۰۰ کلونه اټکل شوی دی. جیا جیا په ۱۹۷۸ کال چین کې زیږېدلې.
د عکسونو البوم: د کلوالي صنایعو لومړنی نندارتون
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د کلیوالي صنایعو د تولیداتو لومړنی لوی نندارتون پرانیستل شو، چې پکې کلیو کې د تولید شویو خوراکي توکو او لاسي صنایعو بېلګې وړاندې شوې. انځورونه زموږ همکار محمد قاضي زاده راستولي.
پر حلب هوایي بریدونه؛ پر سوریې او روسیې نوي بندیزونه ارزول کېږي
امریکا او بریتانیا د روسیې او سوریې حکومتونو ته خبرداری ورکړی که پر حلب بمباریو ته دوام ورکړي، نوي اقتصادي بندیزونه به پرې ولګول شي. ښاغلي کیري د سوریې کړکېچ ته د سوله ییزې لارې موندلو په موخه دا مهال لندن کې دی.
رحیم یار خان: د بسونو ټکر ۲۴ کسان وژلي ۶۹ ټپیان دي
د پاکستان پنجاب ایالت رحیم یار خان ښار کې دوه بسونه ټکر شوي چې لږترلږه ۲۴ کسان پکې وژل شوي او ۶۹ نور ټپیان دي. پولیسو او ژغورندویه ډلو ویلي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.
واشنګټن پوسټ: "افغانستان کې امریکايي ځواکونه نامعلوم راتلونکی لري"
واشګنټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو د موجودیت په اړه په یوه تفصیلي راپور کې ویلي په افغانستان کې امریکايي ځواکونه نامعلوم راتلونکی لري.
د عراق لومړی وزیر: د موصل بېرته نیولو عملیات پیل شول
د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي وايي، د "اسلامي دولت" نومې ډلې له واکه د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شوي دي. ملګرو ملتونو ویلي، پر ولسي وګړو به ددغو عملیاتو اغېز "ډېر پراخه" وي او شاید څه باندې یو میلیون وګړي له ځور سره مخامخ شي.
په هند کې د انټرنېټ اسانتياوې
د ټکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل تر ډېره پر دې تکیه کوي چې د نړۍ په لروبر کې خلک انټرنېټ وکاروي.
اروپا کې د کډوالو کړکېچ
ناروې کې د هغو خلکو شمېر چې د پنا غوښتنه کوي، سږ کال په ډراماټيک ډول لوېدلی، ځينو حالتونو کې یې دغه هېواد ته د ورننوتلو سختو قوانينو او لارو چارو مخنيوی کړی دی.
پاکستان کې د افغان کډوالو پر ښوونځيو بنديز
تېره څه موده پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو فشار زيات شوی چې بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شي.
مومندو کې پنځه پاکستاني سرتېري ټپيان شوي
له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د قبایلي سیمې مومندو ايجنسۍ چارواکي وايي، هلته د پاکستان پر امنيتي ځواکونو په بمي چاودنه کې لږ تر لږه پنځه امنيتي سرتېري ټپيان شوي. د جماعت الحرار په نامه د پاکستاني طالبانو يوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی.
نريندار مودي: د هند یو ګاونډی ترهګر روزي
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پاکستان ته په اشاره ويلي، د هند یو ګاونډی نه یواځې ترهګر روزي، بلکې د ترهګرۍ سوچ خوروي.ریندرا مودي دا خبري د پنځو هېوادونو په سرمشریزه غونډه بریکس کې کړې دي.