ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د چين سوداګري

چين تېرو څه د پاسه دريو لسيزو کې پرله پسې ځواکمن اقتصادي پرمختګ کړی، او خپله اقتصادي وده کې تر ډېره نړيوالو بازارونو ته پر خپلو صادراتو تکيه کوي.

22.10.2016 BBC

هلمند کې د جګړې ولسي زيان

دا تېره اوونۍ ملګرو ملتونو ويلي وو، د سږني کال دې تېرو لسو مياشتو کې د افغانستان لروبر د تاوتريخوالي له امله له ۳۲۰ زرو زيات خلک له خپلو مېنو او کورونو بې ځايه شوي دي.

22.10.2016 BBC

کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه

له نويو زېږېدلو ماشومانو سره ويده کېدلو کې له مرستې نيولې، تر روبوټي وزرو پورې چې الوتکې الوځولی شي، او ډېرې نورې داسې پنځونې په کلېک کې ليدلی شئ.

22.10.2016 BBC

د ټايټانېک بېړۍ د يوې المارۍ کلۍ په ۱۰۰ زره ډالره وپلورل شوه

د ټايټانېک بېړۍ چې ۱۱۴ کاله مخکې له بريتانيا امريکا ته پر خپل لومړي سفر ډوبه شوې وه، د يوې داسې المارۍ کلۍ يې چې د ژغورنې جاکټونه په کې ساتل کېدل، پرون بریتانیا کې ليلام ته وړاندې شوه.

22.10.2016 BBC

د کندهار انګور

د کندهار باغ لرونکي وایې، د نورو کلونو په پرتله يې سږ کال د انګور پیداوار ۵۰ سلنه ډېر دي. خو وايي، د وړ بازار د نشتوالي له کبله بیې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره رالوېدلې دي. زموږ همکار مامون دراني له کندهاره د انګورو عکسونه رالېږلي.

22.10.2016 BBC

یمن کې د لوږې پر ضد د یوې ښځې مبارزه

یمن کې له دوه کلنو جګړو وروسته او د سعودي تر مشرۍ لاندې ځواکونو لخوا د یمن کلابندۍ چې ۱۸ میاشتې يې دوام وکړ په میلیونونو خلک ورو ورو د لوږې سره مخ کړي- ځینې یې همدا اوس د خوراک د نشتوالي له کبله مړه کېږي.

22.10.2016 BBC

طالبان مني چې ددوی یو پلاوی اسلام اباد ته تللی

د افغانستان حکومتي چارواکي او طالبان دواړه مني چې د طالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته تللی دی. طالبان ددې سفر موخه د افغان مهاجرینو پر سر خبرې یادوي، خو د افغانستان حکومتي سرچیني وایي طالبان له دولت سره د ناستو معلومات پاکستاني چارواکو سره شریکوي.

22.10.2016 BBC

اونۍ په انځورونو کې د ۲۰۱۶ اکتوبر له ۱۵ تر ۲۱

د خورا غوره خبري انځورونو څو بېلګې، چې په نړۍ کې تېره اونۍ اخیستل شوي دي.

22.10.2016 BBC

ځايي چارواکي: د مینګجیک ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

په جوزجان کې ځايي چارواکي وايي، د مینګجیک ولسوالۍ امنیه قومندان د جمعې په ورځ له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. چارواکي د ۱۷ طالبانو د وژلو او ۲۵ نورو د ټپي کېدلو خبره هم کوي.

22.10.2016 BBC

د عراق دولتي ځواکونو د کرکوک بشپړ کنټرول ترلاسه کړ

د عراق دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې دولتي ځواکونو پر کرکوک ښار د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې برید په شا تمبولی او ددې ښار بشپړ کنټرول یې ترلاسه کړی دی. ورته وخت کې د عراق دولتي ځواکونو او کردي پېشمرګه د موصل بېرته نیولو لپاره ګډ عملیات ګړندي کړي.

22.10.2016 BBC

سوېډن؛ لومړنی هېواد چې راکړه ورکړه په نغدو پیسو 'پای' ته رسوي

کوم وخت چې جیکوب دوګیر له نوښتي او ابداعي هڅو سره مینه لرله او د "رښتوني کار" غوره کولو پرېکړه یې وکړه، نو په بازار کې یې کمښت ته پام شو او دې موضوع په سوېډن کې د خورا ډېرو پیاوړو پروژو پلي کولو ته لار جوړه کړه.

22.10.2016 BBC

د سوریې حکومتي ځواکونه ۳ ځل پر کیماوي برید تورن شول

په یوه نړیوال څېړنیز رپوټ کې موندل شوې چې د سوریې حکومتي ځواکونو د تېر کال په مارچ میاشت کې د دریم ځل لپاره په ادلیب ښار کې د زهرجن ګاز برید کړی دی. د دمشق چارواکو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

22.10.2016 BBC

که ټرمپ د ټاکنو پایلې ونه مني نو بیا؟

د جمهوریپال ګوند کاندید له ځینو خبرو کېدای شي داسې نتیجه واخستل شي چې ښایي که ماتې وخوري نو ښایي د امریکا ولسمشریزو ټاکنو پایلې به ونه مني.

22.10.2016 BBC

په موصل کې داعش د حکومتي ځواکونو په ضد سخت مقاومت کوي

د عراق په موصل کې حکومتي ځواکونه د عملیاتو په شپږمه ورځ د اسلامي دولت ډلې یا داعش له سخت مقاومت سره مخ دي. له بلې خوا پر کرکوک ښار د اسلامي دولت په ډله ییزو او همغږو بریدونو کې ۱۹ کسان وژل شوي دي.

22.10.2016 BBC

ګارډین: قطر کې طالب چارواکي پر سولې پاکستان سره مشورې لپاره اسلام اباد ته تللي

بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین په یوه راپور کې وايي؛ په قطر کې د طالبانو د دفتر لوړپوړي غړي پاکستان ته تللي چې د دغه هېواد له امنیتي چارواکو سره د افغانستان له دولت سره د سولې د ممکنه خبرو په اړه سلا مشورې وکړي.

22.10.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more