ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کابل کې د انځور ګرۍ زده کړو ښوونځی

کابل کې اوس د رنګین کمان په نامه ښوونځی هغو کڼو زده کوونکو ته د نقاشۍ او انځورګرۍ زده کړې ورکوي چې مینه یې شته، خو وس یې نه وي

25.10.2016 BBC

پر سمندر غاړو د ګرځېدو پروژه

پر سمندر غاړو د ګرځېدو پنځه کلنه پروژه

25.10.2016 BBC

د مصر له بازارونو بوره ورکه شوې

مصر کې د بورې موندل ګران شوي او چارواکي وايي، اوس یې پر ګودامونو او کارخانو له چاپو وروسته نهه زره ټنه بوره ضبط کړې ده.

25.10.2016 BBC

کرېکټ: پاکستان له ویسټ انډیز نه ټیسټ لوبه په ۱۳۳ منډو وګټله

پاکستاني کرېکټ لوبغاړي یاسر شاه، ابوظهبي کې د خپل هېواد له لوري ویسټ انډیز لوبډلې سره ټیسټ سیالي کې ۱۰ ویکټې تر لاسه کړې او د نوموړي همدا پیاوړې لوبه په ۱۳۳ منډو د پاکستان کرېکټ لوبډلې د بریا لامل شوه.

25.10.2016 BBC

ملګري ملتونه وايي، د عراق موصل ښار شاوخوا کې د داعش ډلې د جنایتونو رپوټونه ورکړل شوي

په داسې حال کې، چې عراقي حکومتي ځواکونه د دغه هېواد موصل ښار ته نژدې کېږي، د ملګرو ملتونو بشري حقونو کارکونکو ته د اسلامي دولت نومي ډلې د ځينو جنایتونو رپوټونه رسېدلي.

25.10.2016 BBC

وسله والو تورخم کې ۸ افغان سرحدي پولیس وژلي

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو د تورخم سرحدي سیمې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، چې لږترلږه اته افغان سرتېري پکې وژل شوي.

25.10.2016 BBC

'داعش' کوټه کې د پولیسو پر مرکز د برید پړه منلې

د 'اسلامي دولت' (داعش) ډلې د بلوچستان کوټه ښار کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د هغه خونړي برید پړه منلې، چې لسګونه کسان پکې ووژل شول. داعش د درو بریدګرو انځورونه هم خپاره کړي.

25.10.2016 BBC

د عکسونو البوم: کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید

د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې تېره شپه وسله والو د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ډله یيز برید کړی، چې په کې تراوسه تر ۶۰ ډېر کسان چې ډېری يې روزونکي پولیس دي، وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپیان دي.

25.10.2016 BBC

م. م: میانمار دې د 'مسلمانانو د ربړونې او وژلو' دوسیه وڅېړي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د میانمار 'برما' له حکومته د روهینګا مسلمانانو پرضد له قضايي مجوز پرته د خپلسرو نیونو، ربړونو او وژنو د دوسیې څېړلو غوښتنه کړې ده.

25.10.2016 BBC

د موصل جګړه کې د داعش ضد ترکي ګډون مخالفت

ځینو عربي ورځپاڼه له اسلامي دولت ډلې د موصل ښار د بیرته نیولو په عملیاتو کې د ترکي ځواکونو ګډون په اړه سخت غبرګونونه ښودلي. د ترکیې لومړي وزیر علي یلدریم ویلي و چې د دوی توپچي او ټانکونو له پيشمرګه ځواکونو سره د داعش په وړاندې جګړه کې مرسته کړي.

25.10.2016 BBC

ولسمشر غني: ترهګري د سیمې او نړۍ ټیکاو ګواښي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان بلوچستان مرکز کوټه کې پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ډله ییز برید د ترهګرو کار بللی او په ملي او سیمه ییزه کچه یې د ترهګرو پرخلاف د ګډې مبارزې غوښتنه وکړه.

25.10.2016 BBC

هند لرغوني جومات ته د ښځو پر وتلو بندیز لیرې کړ

د هند په ممبۍ ښار کې د ''حاجي علي'' په نامه د جومات سمبالوونکې جرګه ګۍ وايي، د سترې محکمې د پرېکړې پربنسټ به دغه جومات ته د ښځو پر وتلو لګول شوی بندیز لیرې کړي.

25.10.2016 BBC

کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید کې ۵۹ وژل شوي

د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د دوشنبې او سه شنبې په شپه وسله والو د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ډله یيز برید کړی، چې په کې تراوسه لږ تر لږه ۵۹ کسان چې ډېری يې روزونکي پولیس دي، وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپیان دي.

25.10.2016 BBC

"طالبان غواړي د کوټې شورا هلمند ته ولېږدوي"

افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن وايي، "طالبان غواړي د کوټې شورا هلمند ته ولېږدوي". نوموړی وايي په همدې دليل په هلمند کې طالبانو د ځاى موندلو هڅې گړندۍ کړې دي.

24.10.2016 BBC

مړی لندن کې جنازه ګانا کې

بریتانیا څه موده وړاندې له اروپايي ټولنې وتو ته رایه ورکړه. اوس یې حکومت هڅه کوي چې د عاید ډېرولو لپاره ځینې بریتانیایۍ کاروباري خدمات نورې نړۍ ته صادر کړي.

24.10.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more