د امریکا ټاکنو کمپاین کې ډېر پام فلورېډا ایالت ته اوښتی
داسې حال کې چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، په نظر پوښتنو کې د ډونالډ ټرمپ او هیلري کلنټن تر منځ توپیر هم په لږېدو دی او ورسره ټاکنیزه سیالي هم سخته شوې ده.
فکرلارې: د ټولنیزو رسنیو ناوړه کارونه
فېسبوک، انستگرام، وايبر ستاسو له پاره نا اشنا ټکي نه دي. په تاسو کي ډېر به يي کاروئ، خو په دې مو فکر کړی چې که هغه عکسونه او پيغامونه چي يوازې او يوازې مو خپلو نژدې ملگرو ته استولي يو سهار له ټولې نړۍ سره شريک شې؟
افغانستان دفاع وزارت: کندوز کې د وروستیو عملیاتو موخه د طالبانو لوړپوړي قومندانان وو
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنبه (۵ نومبر) په ورځ د نړیوالو ځواکونو (پرېکنده ملاتړ) ویاند سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، طالب مشرانو پر کندز ښار د بیا برید لپاره د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر ملا ضیاالرحمن متقي په کور کې سره ټول شوي وو.
ارزګان کې "کلابندو" سرتېرو ته د مرستې غوښتنه
د افغانستان د شمالي ولایتونو یو شمېر اوسيدونکو چې خپلوان یې په ارزګان کې د ملي اردو په لیکو کې فعالیت کوي، خبرداری ورکړ چې که حکومت د دغو ځواکونو ستونزې هوارې نه کړي دوی به د کابل - شمال لاره بنده کړي.
په ۱۰ میاشتو کې ۸ لکه افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، د روان کال له پیل تراوسه نږدې ۵۰۰ زره کډوال له پاکستان افغانستان ته ستانه شوي . د کډوالو چارو وزارت وایي، له پاکستان هره ورځ شپږ زره کسان را ستنېږي.
په کابل کې د فري سټایل سیکل سپرېدلو لومړنی کلب جوړ شو
په کابل کې د سیکل سپرېدلو د فري سټایل لپاره لومړنی کلب جوړ شو، د پرانیستې مراسمو ته یې زموږ همکار علي حسیني تللی و او دا انځورونه یې راوړي دي.
د یمن کړکېچ: څوک د چا لپاره جنګېږي؟
د عرب نړۍ یو ډېر خوار هېواد یمن د عبدربه منصور هادي په مشرۍ په نړېواله کچه د قانوني حکومت د ځواکونو او د حوثي یاغیانو او د هغوی د ملاتړو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل شوی دی.
اف بي آی امریکا کې د ټاکنو په شپه د القاعدې برید احتمال ارزوي
امریکایي چارواکي وايي؛ اوسمهال د هغو معلوماتو د کره والي پر ارزولو بوخت دي چې "نژدې راتلونکې" کې هغه هم د ټاکنو په شپه د القاعده احتمالي برید خبر ورکوي. داطلاعات اشاره نیویارک، ټکساس او ویرجینیا ته ده، خو د امریکا فدرال پولیسو په وینا "جزییات نه لري".
۷۰ کاله وروسته بیا یوه شپه سپوږمۍ ډېره روښانه او ځمکې ته ډېره نږدې کېږي
په څو هېوادونو کې به د روانې نومبر میاشتې پر ۱۴ په اسمان کې سپوږمۍ داسې ښکاري، چې له دودیز ډول به ډېره لویه او زیاته روښانه وي.
واشنګټن پوسټ: القاعدې د افغانستان جګړو کې په فعاله توګه د طالبانو ملا تړلې
امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼۍ د ملگرو ملتونو د کارپوهانو له لوري ليکل شوي يوۀ رپوټ په تړاو مطلب خپور کړى چې وايي؛ القاعدې پورې اړوندو وسلوالو په افغانستان کې روانو وروستيو شخړو کې په فعاله توگه د طالبانانو د ملاتړ رول خپل کړى.
د سوېلي کوریا د ولسمشرې پرضد مظاهرې کېږي
د سوېلي کوریا په پلازمېنه سیول کې د دغه هېواد د ولسمشرې په ضد د لاریونونو په درشل کې سخت امنیتي تدبیرونه نیول شوي دي. نوموړې په دې بښنه غوښتې چې نږدې ملګرې یې له دولتي اسانتیاو کار اخیستی دی.
پنتاګون افغانستان کې د القاعدې یوه مشر مړینه تایید کړه
امریکا په افغانستان کې د القاعدې د یوه مشر فاروق القحطاني وژل کېدل تایید کړل. د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي؛ د القاعدې دغه لوړپوړی مشر دوه اونۍ وړاندې په ختیځ کونړ ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې وژل شوی.
عراق کې '۲۰۰ کردۍ ایرانۍ ښځې' د داعش پر ضد جنګېږي
د عراق امنیتي ځواکونه د موصل ښار یوې بلې څنډې ته په ننوتو بریالي شوي دي. رویټرز خبري اژانس وايي، نژدې ۲۰۰ ایراني کردي ښځو د موصل په شاوخوا کې د داعش خلاف جګړې کې برخه اخیستې. عراقي ځواکونه ادعا کوي، چې د الزهره سیمې ته رسېدلي او اوس یې د دغې سیمې ۹۰ سلنه برخه په واک کې ده.
د وتلي سندرغاړي خیال محمد په نوم اوونۍ لمانځله کېږي
د پښتو د خوږ ژبي او وتلي سندرغاړي استاد خیال محمد په نوم اوونۍ د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هغه مینه وال لمانځي.
کابل کې خيريه کرېکټ لوبه
په کابل کې يوه ۲۰ اووريزه سيالي وشوه. خو د کرېکټ دې سيالۍ لوبغاړو ته پيسې نه بلکې مينه ټولوله. گټه د ارزگان او هلمند جنگ ځپلو ته رسېده.