ځینې خلک ولې پخوانۍ پېښې په یاد نه لري؟
ځینې خلک یو چا ته د بل چا نوم اخلي، لا هم د پخوانیو پېښو انځور یې په یاد کې نه را ژوندی کېږي، په دوی کې داسې کسان هم دي
په نوي ډېلي کې د هوا ډېرې ککړتیا خلک اندېښمن کړي
د هند پلازمېنه نوي ډېلي کې د هوا د ډېرې ککړتیا له امله ښوونځي وتړل شول
د خلق ډیموکراتیک ګوند غړو د ترکیې پارلمان تحریم کړ
خلق ډیموکراتیک ګوند د خپلو مشرانو او په پارلمان کې ددې ګوند څو استازو د نیول کېدو په غبرګون کې ویلي؛ د ترکیې په پارلمان کې خپل ټول فعالیتونه دروي. دا ګوند چې د کردانو ملاتړ له ځان سره لري، د رجب طیب اردوغان دولت له منتقدو ګوندونو دی.
ایف بي آی: د کلنټن برېښنالیکونو کې د جرم نښې نشته
د امریکا د څېړنو فدرالي اداره،ایف بي آی وايي دوی د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندې هېليري کلنټن د برېښنالیکونو نوې ټولګې کې، د جرم شواهد نه دي موندلي.
حربیار مري وايي چین دې بلوچستان کې خپلې پروژې ودروي
د بلوڅ بېلتونپالو یوه مشر حربیار مري د چین له هېواده وغوښتل چې بلوچستان کې دې خپل سوداګریز فعالیتونه له بلوڅ قوم او مشرانو سره په همغږۍ وکړي، نه، د ده په وینا، د پاکستان له حکومت سره.
د نقشو هنر
د ځينو لپاره نقشې د ځای ځايګي معلومولو يوه مهمه لار ده، او هم يوه داسې لار چې يو څوک څنګه پرې له يوه ځايه بل ځای ته ولاړ شي.
چاپېريال ساتنه
د اقليمي بدلون په اړه د پاريس تړون پر پلي کېدو پيل شوی دی. له دې سره حکومتونه دې ته غاړه ږدي چې تودوخه له صنعتي پېر مخکې حالته له دوو درجو زياته لوړه نه کړي.
د کندهار انار
د افغانستان جنوب کندهار کې سوداګر نیوکه کوي چې د مناسب بازار نشتوالي له امله یې د انارو حاصلات هومره ګټور نه پرېوځي لکه دوی یې چې هيله لري. د شمېرو له مخې تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ ټنه انار هند او څه باندې ۱۰ زره ټنه نور پاکستان ته صادر شو ي دي.
ولې د امریکا ټاکنو کې افغانستان له پامه غورځول شوی؟
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشریزې ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې پر افغانستان د دغه هېواده له بریده او د طالبانو د رژیم له پرځېدو ۱۵ کاله تېر شول. دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده چې لا اوس هم روانه ده. خو ولې په ټاکنو کې له پامه غورځول شوې؟
ایا رحیم الله یوسفزي د شربت ګلې پيسې خوړلې دي؟
په پېښور کې مېشت خبریال او شننونکي رحیم الله یوسفزي هغه رپوټونه بې بنسټه وبلل چې ګنې ده له شربت ګلې سره شوې مرستې خپل ځان ته ستنې کړې دي.
د سوريې رقه کې د داعش ډلې پر ضد عمليات پيل شول
د امریکا ايتلاف کې شامل کردي او عرب ځواکونو په سوريه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) اصلي مرکز رقې ښار د بېرته نيولو په موخه د عملياتو پيلولو خبر ورکړی دی. په دغو عملياتو کې به د امريکا هوايي ځواک ملاتړ هم ورسره وي.
هند کې د هوا ککړتيا له امله ۱۷۰۰ ښوونځي تړل شوي دي
د هند پلازمېنه ډيلي کې د هوا ککړتيا ډېره زياته شوې چې له امله يې حکومت د دريو ورځو په موخه د ښوونځيو د تړلو اعلان کړی دی. دلته د پنځو ورځو لپاره پر تعميراتي او د ويجاړولو پر چارو سربېره ۱۰ ورځې د جنراتور پر کارولو هم بنديز لګول شوی دی.
ګلبدین نایب په سیالیو کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب د امریکا کرکټ سیالیو کې د ګډون لپاره متحده ایالتونو ته لاړ.
په عراق کې دوو ځانمرګو بریدونو ۲۱ کسان ووژل
له عراق رپوټونه وايي، چې د دغه هېواد په تکریت او سامرا ښارونو کې دوو ځانمرګو بریدونو د "لسو ایرانیانو" په ګډون ۲۱ کسان ووژل.
روسیه کې د واورې زرګونو ګولیو خلک حیران کړي
د سایبریا په شمال ختیځ کې د اوب خلیج ځايي خلک هغو لویو لویو واورینو ګولیو هیښ کړي، چې په طبیعي ډول جوړې شوې دي.