ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلخ کې د جرمني پر کونسلګرۍ بريد

طالبانو د افغانستان په مزار شریف کې د جرمني پر کونسلګرۍ د برید پړه منلې ده. دې برید کې څلور کسان وژل شوي دي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي وو. پېښه پرون ماښام وشوه.

11.11.2016 BBC

هندي بانکونه او ګڼه ګوڼه

هند د ۵۰۰ او زرو پیسو نوټونه ناچله کړل. دلیل یې دا دی چې وايي په دې غواړي فساد را کم کړي او د مالیې نه ورکولو مخه ونیسي.

11.11.2016 BBC

د امریکا۲۰۲۰ کال ټاکنو ته میشل اوباما؟

وروسته له دې چې د ډونلډ ټرمپ بریا څرګنده شوه، فقط څو ساعته وروسته له هغه، د راتلونکي کمپاین لومړني ګامونه پورته شول او په سلګونو زرو کسانو د انټرنېټ له لارې له اوسنۍ لومړۍ مېرمنې میشل اوباما وغوښتل ۲۰۲۰ کال کې ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نومانده کړي.

11.11.2016 BBC

د عکسونو البوم: مزار شریف کې د جرمني پر کونسلګرۍ د طالبانو ځانمرګی موټربم برید

د افغانستان د شمالي ولايت بلخ امنیتي چارواکي وايي؛ په مزار شریف ښار کې د جرمني پر کونسلګرۍ طالبانو د تېرې شپې موټربم برید څلور ولسي وګړي وژلي او لږ ترلږه ۱۱۰ کسان یې ټپیان کړي. په برید کې د دغې ډیپلوماتیکې ادارې کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی. ولسمشر اشرف غني د جرمني پر کونسلګرۍ برید غندلی. طالبانو ویلي برید یې کندوز کې د افغانستان ځانګړو ځواکونو وروستيیو عملیاتو په غچ کې کړی.

11.11.2016 BBC

بلخ: د جرمني پر کونسلګرۍ د طالبانو موټربم برید ټول قربانیان ولسي وګړي دي

د افغانستان شمال کې چارواکي وايي؛ په مزار شریف ښار کې د جرمني پر کونسلګرۍ د تېرې شپې موټربم برید څلور ولسي وګړي وژلي او ۱۱۰ نور یې ټپیان کړي. د کونسلګرۍ کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی. طالبانو ویلي؛ برید یې کندوز کې د افغانستان پوځ وروستیو عملیاتو په غچ کې کړی.

11.11.2016 BBC

د ټرمپ سلاکار: ایران سره اټومي تړون بیا ارزول کېږي

د ډونلډ ټرمپ یوه سلاکار ویلي؛ راتلونکی ولسمشر ایران سره د شوي اټومي تړون څیرل نه غواړي، خو هغه به بیا وارزوي او په اړه به یې بیا خبرې اترې وکړي. هغه همداراز سیمه کې د ایران سیاست ځینې برخې د منلو وړ بللې دي.

11.11.2016 BBC

ډونلډ ټرمپ: بارک اوباما سره لیدنه راته ویاړ و

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ چي د امریکا له ولسمشر سره خبرو لپاره سپینې ماڼۍ ته تللی و ویلي چې بارک اوباما سره لیده کاته ورته ویاړ و.

11.11.2016 BBC

د هېلیري کلنټن تېروتنې څه وې؟

د امریکا وروستۍ ټاکنې( نومبر۸) چې بې له شکه د امریکا په تاریخ کې ډېرې غیرعادي وې، باید د سیاسي واکمن نظام پر ضد یو بغاوت وګڼل شي او ډېر لږ کسان موندلی شو چې د هېلیري کلنټن په شان د واکمن سیاسي نظام څرګندونکي وي.

11.11.2016 BBC

د امریکا تر ټولو نامتو او جالب میلیاردر ډونلډ ټرمپ سیاسي‌ مبارزه

ډېره موده مخکې له دې چې د ولسمشرۍ نوماند په توګه راوړاندې شي، ډونالډ ټرمپ د امریکا تر ټولو نامتو او جالب میلیاردر و. خو سیاسي مبارزه یې ډېره بدرنګه ګڼل کېږي

10.11.2016 BBC

د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د ټرمپ پر ضد لاریونونه

ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بریا وروسته د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د ده پر ضد لاریونونه شوي. لاریون کوونکو شعارونه ورکول چې ټرمپ زموږ ولسمشر نه دی.

10.11.2016 BBC

بلخ کې د جرمني پر کونسلګرۍ برید شوی

د افغانستان شمالي ولايت بلخ په مرکز مزار شريف کې د جرمني پر کونسلګرۍ برید شوی. طالبان وايي برید دوی تر سره کړی دی.‌ تر اوسه د مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه شته.

10.11.2016 BBC

ډونلډ ټرمپ د امریکا ټاکنې وګټلې او د متحده ایالتونو ۴۵ ولسمشر شو

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد ټاکنې وګټلې او د متحده ایالتونو ۴۵ ولسمشر شو. په ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره پراخه بلل شوې ده.

10.11.2016 BBC

اوباما او ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې سره وليدل

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ولسمشر بارک اوباما سره د ليدو په موخه سپينې ماڼۍ ته تللی دی. ښاغلي اوباما له ټرمپ سره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.

10.11.2016 BBC

د ټاکنیزو کمیسیونو غړیتوب لپاره نوماندان ولسمشر ته وپېژندل شول

د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونو د غړو د غوراوي کمېټې د خپلو وړاندیز کړو کسانو د نومونو لست ولسمشر ته سپارلی. دغې کمېټې ۲۱ کسان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړیتوب او ۱۵ کسان د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون د غړیتوب لپاره ولسمشر ته ورپېژندلي دي.

10.11.2016 BBC

د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزو سیالیو په ورځو کې د امریکا او نړۍ په ځینو مسلو کې له خپلې سیالې هېلیري کلنټن سره پر لانجمنونو بحثونو بوخت شوی و.

10.11.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more