ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګري ملتونه: میانمار غواړي ټول روهينګیا مسلمانان ووژني

د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي، میانمار (برما) غواړي پر خپله خاوره د مسلمانانو لږکیو نسل ختم کړي. ملګري ملتونه وايي په "رخاين ریاست" کې پوځ د روهينګیا وګړو وژنې ته دوام ورکوي.

25.11.2016 BBC

د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار کې درېيو پرلپسې چاودنو پنځه کسان وژلي

د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار حکومتي سرچینې وايي؛ په مرکز جلال اباد ښار کې درېیو پرلپسې چاودنو لږ ترلږه پنځه کسان وژلي او ۲۷ نور ټپیان کړي دي.

25.11.2016 BBC

د افغانستان ملي امنیت شورا وبسایټ هک شوی

هکران چې ځان د "هزارستان سایبري پوځ" نوموي، د افغانستان د ملي امنیت شورا وبسایټ هک کړ او ورپسې دې وبسایت ته لاسری نه کېږي. د امنیت شورا ویلي دوی هڅه کوي چې دا وبسایټ بېرته فعال کړي.

25.11.2016 BBC

ایران کې د دوو رېل ګاډو ټکر مرګژوبله اړولې ده

د جمعې په سهار د ایران په سمنان کې دوو مسافروړونکو رېل ګاډو ټکر وکړ او اور یې واخست. لا د پېښې جزییات نشته او د مرګژوبلې کره شمېره یې څرګنده نه ده، خو بېلابېلو سرچینو راپور ورکړی چې تر ۱۵ کسانو وژل شوي تر ۲۰ ټپیان دي.

25.11.2016 BBC

د مصر سینا ولایت کې د پوځ پر سرتېرو د اورپکو خونړی برید

د مصر پوځ وایي؛ دپه شمالي سینا کې تلاشۍ پر یوې پوستې د مخالفو جنګیالیو په ځانمرګي برید کې اته کسان وژل شوي دي.

25.11.2016 BBC

هندوستان ټایمز: د هند پوځیانو ته د مرمۍ ضد واسکټونو اړتیا ده

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د دغه هېواد پوځیانو ته د مرمۍ ضد واسکټونو د اړتیا په اړه په یوه راپور کې د دغه هېواد د فاع وزیر منوهر پارکر په حواله ویلي؛ دغه ډول واسکټونو ته ډیره اړتیا ده او تر اوسه پنځوس زره تولید شوي دي.

25.11.2016 BBC

حیفا ښار کې اورلګېدو زرګونه اسراییلیان اړ کړي سیمه پرېږدي

د اسراییلو په درېیم لوی ښار حیفا کې د اورلګېدنې له پراخېدو سره حکومت بیړنی حالت اعلان کړی او د ښار په درېیو ښارګوټو کې یې ۸۰ زره کسانو امر کړی چې خپل کورونه پرېږدي.

25.11.2016 BBC

امريکا کې د ملي يووالي غږ

امريکا کې ډونلډ ټرمپ د يووالي غوښتنه کړې، دا په داسې وخت کې چې هېواد يې د شکر يا مننې اختر لمانځنې کوي. د دې خبرې له منلو سره چې د ټاکنو مبارزه یې يو اوږد او له ستونزو ډک بهير و.

24.11.2016 BBC

عراق کې چاودنې لږ ترلږه ۸۰ تنه وژلي

دغه بريد د عراق له پلازمېنې بغداد څخه ۱۰۰ کیلومتره لرې د حلې ښار کې د تېلو پمپ او رسټورانټ ته نژدې شوې دی. په چاودنه کې شيعه زيارت کوونکي وژل شوي او د بريد پړه "اسلامي دولت" نومې ډلې پر غاړه اخيستې ده.

24.11.2016 BBC

توکيو کې ۵۴ کاله وروسته واوره شوې

د جاپان په پلازمېنه توکيو کې ۵۴ کاله وروسته لومړی ځل په نومبر مياشت کې واوره شوې ده.

24.11.2016 BBC

ساینسپوهانو جراثېم خوړونکې باکتریا موندلې

برتانوي ساینسپوهان وايي، د ناروغیو خوروونکو جراثېمو او ویروس سره په جګړه کې یوه نوې وسله هم اغېزناکه ده او دا وسله هغه باکتریا ده چې مضرې باکتریاوې خوري.

24.11.2016 BBC

د اسپانیا څارنوالي نیمار ته د فساد له کبله ۲ کاله بند غواړي

د اسپانیا څارنوالۍ د بارسلونا فوټبال لوبډلې لوبغاړي نیمار ته په ۲۰۱۳ کال د برازیل سانتوس لوبډلې ته د اوښتو پرمهال په فساد کې د ښکېلتیا له کبله د دوو کلونو بند سزا غوښتې ده.

24.11.2016 BBC

د افغانستان دولتي ادارو ترمنځ "ښځو سره د زورزیاتي ختمولو کمپاین" هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د لویې څارنوالۍ، روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او محلي ارګانونو ترمنځ د "ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي لمنځه وړلو کمپاین" هوکړه لیک لاسلیک شو. ددې کار هدف له ښځو سره د زورزیاتي د مخنیوي تدابیرو لپاره د دغو دولتي ادارو ترمنځ همکاري بلل شوی.

24.11.2016 BBC

غور کې دوه تښتول شوې ښوونکې خوشي شوې

د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې سیمه ییز چارواکي وایي؛ دوه ښوونکې چې تېره ورځ په شهرک ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان له درېیو کارکوونکې سره تښتول شوې وې، د قومي مخورو په هڅو خوشي شوې دي. د تښتوونکو هویت څرګند نه دی.

24.11.2016 BBC

چین کې د یوه لوی برج د فلزي خوازې ړنګېدو مرګژوبله اړولې

د چین په ختیځ جیانګشي کې د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۲۴مه) د برېښنا فابریکې سړولو لپاره د یوه جوړېدونکي برج خوازې راولوېدې. د چین دولتي اژانس ویلي؛ نامعلوم شمېر کسان په سیمه کې ګېر پاتې دي او د ژغورلو هڅې یې روانې دي.

24.11.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more