ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د فېډل کاسترو ژوند ته کتنه

فېډل کاسترو په ټوله نړۍ کې هغه کمونست مشر و چې تر ډېره موده یې واک درلود.

26.11.2016 BBC

جنرال قمر جاويد باجوه د پاکستان د پوځ مشر ټاکل شوی

د شنبې په ورځ (۲۶ نومبر) د پاکستان لومړي وزير د دفتر له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د دغه هېواد ولسمشر ممنون حسين د لومړي وزير پر مشوره جنرال قمر جاويد باجوه د پوځ مشر او جنرال زبير محمود حيات د پوځ د لوی درستيزانو د کمېټې د مشر په توګه ټاکلی دی.

26.11.2016 BBC

بلغاریا کې "افغان کډوالو او پولیسو شخړه کړې"

نژدې ۱۵۰۰ کډوالو بلغاریا کې دوه ورځې وروسته له هغې پولیسو سره شخړه کړې چې د دوی تر ټولو لوی کمپ کې د ناروغۍ خپرېدو ناسم را پور ورکړل شوی و. ویل کېږي چې په دغه شخړه کې ۲۰ کډوال او ۲۹ پولیس ژوبل شوي دي.

26.11.2016 BBC

د فیډل کاسټرو ژوند

فیډل کاسټرو د ۱۹۵۹ کال له انقلاب وروسته د کیوبا ولسمشر و او د نژدې نیمې پيړۍ لپاره یې د کیوبا مشري وکړه، ترڅو چې په ۲۰۰۸ کال کې یې واک خپل ورور راول کاسټرو ته پرېښود.

26.11.2016 BBC

انډېپنډنټ: بلغاریا د ډسمبر له پیله سلګونه کډوال افغانستان ته ګرځوي

بریتانوۍ انډېپنډنټ په بلغاریا کې د کډوالو په یوه کمپ کې چې یو شمیر یې د افغانستان اتباع و، له پولیسو سره د شخړې په اړه یو راپور خپور کړی.

26.11.2016 BBC

د امریکا ویسکانسن ایالت کې د ولسمشریزو ټاکنو د رایو بیا شميرنې غوښتنه

د امریکا زرغون ګوند نوماندې جېل سټاین چې د امریکا د نومبر ۸ مې په ټاکنو کې تر ډونلډ ټرمپ، هېلیري کلنټن او ګېري جانسن وروسته څلورمه وه، په رسمي ډول یې د ویسکانسن د ټاکنو له کمیسیون نه غوښتي چې ددغه شمالي ایالت د رایو بیا شمېرنې امر ورکړي.

26.11.2016 BBC

د کیوبا پخوانی ولسمشر فیډل کاسټرو مړ شو

د کیوبا دولتي ټلویزیون خبر ورکړی چې پخوانی ولسمشر او د کمونیستي انقلاب مشر په ۹۰ کلنۍ کې مړ شوی دی. دغې رسنۍ نور جزییات نه دي خپاره کړي.

26.11.2016 BBC

مودي: پاکستان ته تلونکې خپلې څاڅکی څاڅکی اوبه هم بندوو

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي وايي، د خپل هېوا د سیند دریاب اوبه به نورې پرې نه ږدي چې پاکستان ته لاړې شي. نوموړي یوې غونډې ته وویل، چې حکومت به یې کرونګرو ته د خورا ډېرو اوبو د برابرولو لپاره هر ګام پورته کړي

26.11.2016 BBC

اسراییلو کې اورلګېدنې خلک بې ځایه کېدو ته اړ کړي

د اسراییلو ځنګلونو کې د اورلګېدنې لمن د حیفا تر ښاره رسېدلې چې ډېر خلک د خپلو کورونو او ښار پرېښودو ته اړ شوي.

25.11.2016 BBC

برتانیا کې د فوټبال پر یوه روزونکي د جنسي ځورونو ادعا څېړل کېږي

د برتانیا د پولیسو څلورې بېلابېلې څانګې وايي د فوټبال برخه کې د ماشومانو د جنسي ځورونې د بې سارو ادعاوو پلټنه کوي. څلور لوبغاړي وايي د ماشومتوب پر مهال د کرېوي الکساندرا فوټبال کلب د روزونکي باري بېنل له خوا ځورول شوي.

25.11.2016 BBC

د لوبو ډګره

د انگلستان د فوټبال ملي لوبډلې کپتان وېن رووني پر هغو لوبغاړو د رامخته کېدو غږ کړى چې په کمکيني له جنسي ځورونې سره مخامخ شوي وو.

25.11.2016 BBC

فضا ته د توغنديو استول

فضا اوس په يو څو ميليارد ډالريز کاروبار اوښتې ده. د داسې سټلایټونو توغولو غوښتنه هم ورسره په زياتېدو ده چې له انټرنېټي تړاو نيولې تر ساينسي څېړنو پورې هرڅه کولی شي.

25.11.2016 BBC

د بريتانيا تر ټولو زوړ هندی رستورانت

بریتانیا کې یو تر ټولو زوړ هندی رسټورانت چې ویراس وامي نومېږي. په دې اوس کې د مېچېلېن رسټورانونو په لست کې شامل شو.

25.11.2016 BBC

نايجريا کې د فساد ضد هڅې

که مو نایجیریا کې له خلکو وپوښتل چې د خپلو پولیسو په اړه څه فکر کوي مثبت ځواب به در نه کړي نو اوس د دې هېواد د پولیسو په ځواک کې ځینې هڅه کوي دا حالت بدل کړي.

25.11.2016 BBC

کربلا کې چاودنه

د عراق له پلازمېنې ۱۰۰ کيلومتره لرې په دغه چاودنه کې چې پر عبادت کوونکو شيعيه گانو وشوه ټول ټال ٧٧ کسان وژل شوي.

25.11.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more