د کابل خونړي بريد د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په وينا په پلازمېنه کابل کې د هزاره لږکيو پر لاريون ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور ټپیان دي. "اسلامي دولت" نومې ډلې ددغه بريد پړه پر غاړه اخيستې او وايي کابل کې يې د "شيعه ګانو" پر لاريون ځانمرګی کړی

ترکي چارواکي وایي د کودتا په تړوا ښايي ډېر نور کسانو هم ونیسي

د ترکیې حکومت وايي د ښوونځیو، په ګډون یې تر ۲ زرو هغه ادارې تړلې دي چې له امریکا مېشتي عالم فتح الله ګولن سره تړاو لري. پر ښاغلي ګولن ترکیه کې د تېرې اوونۍ د کودتا د هڅې تور دی.

ښځينه مشرانې

په بریتانیا کې د سکاټلنډ مشره وزیره نېکولا سټرجن وايي، ښځینه مشرانې اوس هم د ګوتو په شمار دي. خو د نړۍ په لروبر کې ګورو چې د هغو مېرمنو شمېر چې په سیاسي برخه کې لوړو څوکیو ته رسېدلي دي او یا رسېږي په ډېرېدو دی.

کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه

د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه مو درته په کلېک کې راټول کړي دي. کلېک هره اوونۍ پر بي بي سي پښتو ټلويزيون لیدلی شئ.

د کابل خونړی بريد په انځورونو کې

افغان پلازمېنه کابل کې د هزاره لږکيو له خوا له ترکمنستان د وارداتي برېښنا د مزو عځولو پر لاريون خونړي بريد کې لسګونه تنه وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپيان دي. دوی دغه لاريون د سالنګ پرځای دباميانو له لارې د مزو غځولو په اړه کړی و. "اسلامي دولت" ډلې يې پړه منلې.

کابل کې د لاریونیانو منځ کې چاودنه شوې

د افغانستان پلازمېنې کابل دهمزنګ کې د هغو لاریونیانو په منځ کې چاودنه شوې، چې له ترکمنستانه یې د سالنګ پرځای د بامیانو له لارې د ۵۵۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا د مزو د غځولو په پلوۍ پیل کړی و.

چین کې سېلابونو ۷۸ کسان وزلي 'میلیونونه بې ځایه شوي'

د چین رسمي خبري رسنۍ وايي، د هېواد پهشمال او مرکزي هیبي او هینن ولایتونو کې سېلابونو او د ځمکښویېدو لږترلږه ۷۸ کسانوژلي ګڼ کسان ورک دي او 'میلیونونه نور بې کوره' شوي دي.

افغان لوبغاړي د ۲۰۱۶ اولمپیک لوبو لپاره برازیل ته ولاړل

افغان لوبغاړي د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبو کې د ګډون په موخه د برازیل په لور روان شول. د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټه وايي په دغه پلاوي کې درې لوبغاړي چې دوه یې د اتلتیک او یو یې د جودو په برخه کې لوبه کوي شامل دي.

کابل کې تښتول شوې هندۍ مېرمن وموندل شوه

د هند د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، څه باندې یوه میاشتې وړاندې کابل کې تښتول شوې هندۍ جودیت دیسوزا خوشې شوې ده. سوشما سورج ویلي، دیسوزا کابل کې د اغا خان له بنسټ سره کار کاوه.

کابل کې د 'جنبش روشنايي' پلویانو لاریون پیل کړ

په داسې حال کې چې د ولسمشر دویم مرستیال په وینا، د حکومت او "جنبش روشنايي" ترمنځ د زمري د ۲ د لاریون پر لغوه کولو هوکړه شوې، خو د دغه جنبش "عالي شورا" ویلي، له حکومت سره یې خبرې ناکامې شوې او دوی کابل ښار کې "نامحدود لاریونونه" پیل کړی دی.

د مونیخ برید

د جرمني پولیس وايي، د مونیخ ښار اولمپیا په نامه پر یوه سوداګریز مرکز برید کوونکی ۱۸ کلن ایراني الاصله جرمنی دی، چې د برید انګیزه یې "کاملاً نامعلومه" ده. په برید کې لږترلږه نهه کسان وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.

د لوبو له نړۍ

د يکشنبې په ورځ به ښکاره شي چې د ريو په اولمپيک لوبو کې روسيه برخه اخيستى شي که نه. دلته د برتانيا د ځغاستو د فدراسيون مشر وايي هېڅوک سل په سلو کې ډاډه نه دي چې ټول لوبغاړي دې پاک وي.

ګيتار زده کوونکې افغان نجونې

کابل کې د سړک غاړې یو څو کارګر ماشومان خپل ښه راتلوونکي لپاره اوس ګیتار زده کوي. ټولګی یوه امریکايي ګیتار غږوونکي لني کوردولا له هغه وروسته جوړ کړ چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د شپږو ماشومانو د وژلو وارېدل. هغوى په يوه ځانمرگي بريد کې وژل شوي وو.

تخار کې ځايي چارواکي وايي د طالبانو د بريد مخنيوی شوی

د افغانستان په شمال ختيځ کې ځايي چارواکي وايي د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو د بريد مخنيوی کړی دی. ويل کېږي امنيتي ځواکونه د هغو سيمو د بېرته نيولو لپاره چمتوالی نيسي چې د دوی له ولکې وتلې وې.

خليلزاد: "پاکستان د افغانستان د امنيتي ستونزو مور ده"

د افغانستان، عراق او ملگرو ملتونو لپاره د امريکا پخوانی سفير، زلمی خليلزاد، وايي پر پاکستان بايد اقتصادي او پوځي بنديزونه ولگول شي او د شمالي کوريا غوندي پر نړيواله کچه گوښه کړل شي.