له پراخو نړیوالو مرستو سره سره، افغانستان لا تر اوسه د ماشوم زېږون له ستونزو کړېږي.
له پراخو نړیوالو مرستو سره سره، افغانستان لا تر اوسه د ماشوم زېږون له ستونزو کړېږي.
کابل کې د قیلون کارونې د ټغر ټولولو هڅې
کابل پولیسو په یو شمیر هوټلو چاپې غورځولې چې د قیلون کارونې ټغر ورټول کړي، قیلون څښل نن سبا په کابل کې د نجونو او هلکانو یوه توده بوختیا ده. پولیسو ویلي چې په سرپټو ځایونو کې قیلون کارول ناقانونه چاره ده.
داعش سره یو ځای کېدونکي ۲ ځوانان کابل کې ونیول شول
د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، هغه دوه افغان ځوانان یې په کابل کې ونیول چې غوښتل یې له داعش یا اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شي. دا ځوانان په هرات ولایت کې دې ډلې ته ور جذب شوي وو.
افغان او ترکمن ولسمشرانو د اقینې اورګاډي پټلۍ پرانیسته
د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د آقینې اورګاډي پټلۍ پرانیسته. د اورګاډي دغه پټلۍ به افغانستان له منځنۍ آسیا او په پایله کې له اروپايي بازارونو سره وتړي.
مینه د ماشومانو په ذهني وده کې مرسته کوي
د برتانیا د کمبرېج پوهنتون څېړونکي وايي، ماشومان هغه وخت ډېر څه زدکولی شي، چې د مغز څپې یې د مور او پلار سره همغږي ولري.
'جنرال دوستم د خپل سياسي سيال په وهلو او يرغملولو تورن شوى'
نيويارک ټايمز "پر افغان مرستيال ولسمشر د خپل سيال د وهلو او يرغملولو تور لگېدلى" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى. په مطلب کې راغلي چې جنرال عبدالرشيد دوستم تېره جمعه، په جوزجان کې د وزلوبې يوې سيالۍ پر مهال د "احمد اېشچي" په نامه خپل يو سياسي سيال وهلى ډبولى او بيا يي د ښاغلي اېشچي د خپلوانو په وينا په زوره له ځانه سره بيولى.
غزني کې د 'جنسي غولوونکو' ډله نیول شوې
د غزني امنیتي چارواکي وايي د هغې ډلې غړي یې نیولي چې د خلکو په غولولو سره به یې له هغوی باج اخیست. وروسته یې د دغو فلمونو د خپرولو د ګواښ له لارې له قربانیانو ډېرې پیسې اخیستلې.
یوې افغانې د بریتانیا ۲۰۱۶ ښځینه مخترعو جایزه وګټله
د افغانستان مرکزي دایکندي ولایت شکردخت جعفري په نامه یوې افغانې د بریتانیا د ۲۰۱۶ کال د مخترعو ښځو جایزه ګټلې ده.
د عکسونو البوم: په لاهور کې د واده جامو نندارتون
د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د (واده سینګار اونۍ) په نوم د نندارتون د انځورونو غورچاڼ. دا نندارتون د روانې میاشتې له ۲۵ تر ۲۷ پورې روان و او د دغه هېواد د جامو ۲۶ سکښتونکو یا ډیزاینرانو پکې ګډون کړی و.
وان ګوګ ته 'ورته' سړي پنځه زره یورو جایزه واخیسته
د انګلستان سوېل په یوه لیرې سیمه کې یوه هنرمند ته له دې کبله د مشهور هالنډي نقاش ونسان وان ګوګ جایزه ورکړله شوه، چې څېره یې هغه ته ډېره ورته ده.
د ایت الله منتظري زوی په ۲۱ کاله تعلیقي بند محکوم شو
د ایران په قم کې د روحانیت ځانګړې محکمې د ایت الله حسین علي منتظري زوی د هغه څه له امله چې محکمه یې د ملي امنیت په ضد هڅه بولي په ۲۱ کاله تعلیقي بند محکوم کړ.
د سوریې پوځ د حلب ختیځ کې 'پاموړ' پرمختګ کړی
د سوریې حکومتي ځواکونو د وسله والو مخالفانو اصلي مرکز د حلب ښار ختیځ کې 'پاموړ' پرمختګ کړی او ولسي وګړي د جګړې له اوره د ښار لوېدیځو سیمو ته د تښتېدو په حال کې دي. یوه کس رویټرز خبري اژانس ته تیلیفون ویلي، خلک د سوري پوځ د بمباریو او کلورین ګاز کارېدو له کبله له هنانو سیمې وتلو ته اړ شوی.
ساینسپوهان هڅه کوي د مځکې شاخوا چاپېریال د پخوانیو فضایي بېړیو له پاتې شونو پاک کړي
ساینسپوهان هڅه کوي نوې لارې چارې ومومي، چې د مځکې شاخوا چاپېریال د پخوانیو فضایي بېړیو له پاتې شونو پاک کړي
افریقا کې هر کال زرګونه پیلان د ښکرو د غير قانوني سوداګرۍ لپاره وژل کېږي.
افریقا کې هر کال زرګونه پیلان د ښکرو د غير قانوني سوداګرۍ لپاره وژل کېږي.
پاکستان کې ډګر جنرال قمر جاوېد باجوه د دغه هېواد د پوځ نوی مشر ټاکل شوی دی
پاکستان کې ډګر جنرال قمر جاوېد باجوه د دغه هېواد د پوځ نوی مشر ټاکل شوی دی