د افغانستان دفاع وزارت وايي داعش ډله نژدې ختمه ده
روسيې، چين او پاکستان په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې د اغېز په اړه اندېښنه ښوولې ده.
ډونالډ ټرمپ اسراییلو ته ویلي، چې 'غښتلي پاتې شي'
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه لیک ته په اشارې سره، چې په نیول شوې خاوره د اسراییلي مېشت ځایونو ودانول په کې غندل شوي، ښاغلي ټرمپ وویل اسراییلو سره د ' بې احترامي او سپکاوي ' رویه شوې.
هند کې د مارانو زهرو قاچاق کونکي نیول شوي
پولیسو پونه سیمه کې له یوه کوره چې نیول شوي قاچاق کوونکي په کې اوسېدول د کوبرا په ګډون ۷۰ ماران او د مارانو ۳۰ ملي لیتره زهره نیولي دي.
"د طالبانو مړي ایران ته لېږدول شوي او د ویر مراسم ورته جوړ شوي"
د فراه ولایت ویندوی ناصر مهري بي بي سي ته ویلي، د دغې سیمې جګړو کې د یو شمېر وژل شویو طالبانو مړي ایران ته لېږدول شوي دي.
پلټونکي د روسۍ الوتکې موندل شوی تور بکس خلاصوي
پلټونکي د روسۍ الوتکې موندل شوی تور بکس خلاصوي
'روسۍ الوتکه د خراب وزر له کبله رالوېدلې'
روسۍ رسنۍ وايي تور سمندرګي کې د لوېدلې روسۍ الوتکې د ثبتو شوو اسنادو له مخې څرګنده شوې چې د وزر د باد کنټرولوونکې یوې پرزې د خرابۍ له امله لوېدلې.
"د م. م له تور لیسته د افغان وګړو د ایستلو غوښتنه د حکومت صلاحیت دی"
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغان حکومت پرته هېڅ کومه بله مرجع د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو تور لیست ته د کوم افغان وګړي د نوم ورزیاتولو یا لرې کولو د غوښتنې صلاحیت نه لري.
کابل ښاروالي: د ښاري ترانسپورت ستونزه په بشپړه توګه حل کوو
د کابل ښاروالۍ ویلي؛ ددغه ښار د ترانسپورتي ستونزو د حل لپاره لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه په پام کې لري. د ښاري بسونو لپاره د مسیر او تمځایونو ټاکل، د سړکونو معیاري کول، له سړکونو د موانعو لرې کول او د لاس پلورونکو ځای پرځای کول ددې ادارې له لنډمهاله پروګرامونو دي.
کابل کې د 'زر کتاب لوستونکې څېرې' وړیا کتابتونونه
په کابل کې یوه ډله ځوانان د "زر کتاب لوستونکې څېرې" په نوم کمپاین سره غواړي وړیا کتابتونونه جوړ کړي. دغه لوستي ځوانان وایي، دا پرېکړه یې هغه مهال کړې وه چې محصلان وو.
روسیه او ترکیه سوریه کې پر اوربند سلا شوې
رپوټونه وايي، انقره او مسکو په سوریه کې د اوربند د هوکړې په تړاو یوې هوکړې ته رسېدلي او دا هوکړه به د سوریې حکومت ته هم وړاندې کړي.
امریکا سوریه کې د داعش ملاتړ ادعاوې 'خندوونکې' بللي
امریکا د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دا ادعا چې متحده ایالتونه په سوریه کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ملاتړ کوي، "خندوونکي" بللي دي.
د عکسونو البوم: ۲۰۱۶ په انځورونو کې
په نړۍ کې د روان کال له ځینې ډېرو مهمو، هیښوونکو یا جالبو خبرونو دا انځورونه غوره شوي دي.
کیوبا کې قانون: "د فیډل کاسټرو په نامه به هېڅ ځای نه نومول کېږي"
د کیوبا د پارلمان وکیلانو د سې شنبې په ورځ داسې یو قانون تصویب کړ، چې د مړه شوي مشر فیډل کاسټرو په نامه به هېڅ واټ یا میدا نه نوموي، دا ځکه چې د هغه شان او شوکت ورسره ټیټېږي.
هندوستان ټایمز: هند تر سعودي وروسته د وسلو ستر واردوونکی هېواد دی
هندوستان ټایمز په یوه راپور کې وايي چې د مخ پر ودې هېوادونو په کتار کې له سعودي عربستان وروسته هند د وسلو دویم ستر واردوونکو هيواد دی.
د ډایرېکټر د توپیري خبرو په خلاف د هنرمندې دریځ وستایل شو
د هند په خواله رسنیو کې خلکو د بالیووډ هنرمنه تمنا باټیا د خپل فېلم ډایرېکټر یا لارښود په ضد د څرګندونو له امله ستایلې ده.