"ناظر د خوشالۍ يو سمبول و"
د پښتو ژبې ټکړه شاعر او په نوي کور نوي ژوند ډرامه کې د مهر علي وطن دوست (ناظر) همکار پير محمد کاروان وايي، "د مهر علي وطن دوست د خوشالۍ يو سمبول و او په ليدو به د زړه باغ باغ شو".
د ايران پخوانی ولسمشر هاشمي رفسنجاني ومړ
د ايران پخوانی ولسمشر او د دغه هېواد مشهور سياسي شخصيت علي اکبر هاشمي رفسنجاني د ۸۲ کلونو په عمر ومړ. نوموړي د زړه پر ناروغۍ اخته و چې او روغتون ته وړل شوی و.
'ستا ماشومان هندوان دي که مسلمان؟'
د بالیووډ په خبرونو کې د فرح خان د مېړه ټویټونه، د سلمان خان او کشې ملګرتیا او پردې سربېره د شاهرخ خان او رېتک روشن فلمونو ټکر شامل دی.
بیت المقدس کې یوې لارۍ اسرايیلي سرتېري لاندې کړي
بیت المقدس کې د یوې لارۍ چلوونکي موټر پر یوه ډله اسراييلي سرتېرو وروستلی چې څلور کسان یې وژلي. پولیس پېښه ترهګریز برید بولي.
د کنګل او واورې ښارګوټی
د چین ختیځ کې د هربن ښار هر کال د داسې فستیوال کوربه وي چې سلګوني هنرمندان پکې له کنګل او واورو جوړې شوې مجسمې، ودانۍ او نور توکي نندارې ته وړاندې کوي. سږ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر څلورمه، د ښار واورینې سیمې کې دې ټولو رغول شويو شیانو، ځان ته کنګلیز او واورین ښارګوټی جوړ کړی و.
په کور د ننه بې ځایه شوو افغانانو ته مرستې راټولېږي
افغان حکومت او ملګري ملتونه تر راتلونکو دوو اونیو غواړي د بېځایه شویو کسانو لپاره د مرستو ټولو پروګرام پیل کړي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزرات تمه لري چې په دغه لړ کې تر پنځو سوو میلیونو ډالرو مرستې ټولې شي.
اسلام اباد: د بشري حقونو فعال پروفیسور لاهم تري تم دی
سلمان حیدر د اسلام اباد په یوه پوهنتون کې پروفیسور و او د بشري حقونو فعال و، چې تل به يې په دغه هیواد کې د تري تم شویو کسانو د لټون غږ پورته کاوه.
د عکسونو البوم: له سرینګره تر استانبوله واوره
په لوېدیځه اروپا کې د سړې هوا له کبله ځینې کسان مړه شوي، هند او پاکستان کې هم واورې شوې دي.
یو نښتر د نازولي زوی ازار و
زموږ سیمه ځنګليزه ده نو د ځنګل کيسې یې د کور کلي په خبرو کې ورګډې دي، د ميندو په خبرو کې مې دا ډېره اورېدله چې که دې شنه ونه په پسرلي کې پرې کړه نو بلا یې ستا په بچیانو پرېوځي او د تنکي نیالګي تانده څانګه لا ماتول لویه بیه لري او د کور نازولي ته به یې ازار رسي دا باور د ټولو خلکو په زړه کې و.
ټرمپ د امریکا او روسیې اړیکو ښه کېدو مخالفین "احمق" وبلل
د امريکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ښه کېدو هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یوازې "احمق یا ناپوه" خلک داسې انګېري چې دا کار زیان لري.
ګارډین: د روسیې سایبري بریدونو لومړني معلومات د بریتانیا استخباراتو امریکا ته ورکړي وو
بريتانيايۍ گارډين ورځپاڼه وايي؛ امريکايي چارواکو ته په دغه هېواد کې د روسيې سايبري بريدونو په اړه لومړني کليدي معلومات د بريتانيا څارگرو ادارو ورکړي و.
د فلوریډا بریدګر کورنۍ: تورن عراق کې هوښ له لاسه ورکړی
امریکايي چارواکي وايي، د فلوریډا هوايي ډګر کې ډزې کوونکی رسماً تورن شوی چې ښايي د اعدام سزا ورته وټاکله شي. د تورن استبان سنتیاګو کورنۍ ویلي، نوموړي 'عراق کې د پوځي دندې پرمهال هوښ له لاسه ورکړی'.
''پاک- افغان سیاسي کړکېچ پر سوداګرۍ ناوړه اغېز کړی''
په تېرو څو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سواګرۍ کې کمی راغلی او له پاکستان نه افغانستان ته د صادارتو کچه يو میلیارد ډالرو ته راټيټه شوې ده.
پر افغان کریکټ لوبغاړي شاپور ځدراڼ ډزې شوې
د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پر یوه لوبغاړي شاپور ځدراڼ د کابل بګرامیو کې شپې مهال ډزې شوې، خو نوموړي ته زیان پکې نه دی اوښتی. برید کوونکي په تېښته بریالي شوي.
ترکیې ۲۵۰ افغان پولیسې روزلې دي
د ترکیې له سېواس اکاډیمۍ نه ۲۵۰ افغان ښځېنه پولیسو څلور میاشتنۍ روزنه بشپړه کړې ده. دغو پولیسو ته د افغانستان او ترکیې تر منځ د یوه هوکړه لیک له مخې زده کړې ورکړل شوې، چې ۲۰۱۱ کال کې لاسلیک شو.