ایټالیا کې ځمکښویېدنې "ګڼ کسان وژلي"
د ایټالیا مرکز کې ژغورندویان وايي، پر یوه هوتل ځمکه راښویېدلې، چې ګڼ کسان پکې وژل شوي. د پېښې په اړه نور جزییات سم لاسي نه دي ورکړل شوي.
د برتانیا مانچسټر یونایټېډ په نړۍ کې تر ټولو شتمنه لوبډله بلل شوې
د برتانیا وتلې فوټبال لوبډله مانچسټر یونایټېډ د نړۍ په کچه د ۲۰۱۵ -۲۰۱۶ لوبیز کال لپاره تر ټولو ګټوره یا په بله مانا شتمنه لوبډله بلل شوې ده.
"اسلامي دولت" ډلې ۲۰۱۶ کې څلورمه برخه سیمې له لاسه ورکړې
د شخړو یوه څېړونکي بنسټ ویلي، "اسلامي دولت" نومې ډلې په ۲۰۱۶ کال تر خپلې ولکې لاندې کابو څلور برخې سیمې له لاسه ورکړې او د ۲۰۱۷ کال تر نیمايي به یې د عراق موصل ښار هم له لاسه ووځي.
د متحده عربي اماراتو ډیپلوماټانو په افغانستان کې څه کول؟
د ولسمشر اشرف غني د حکومت تقریبا دویمه اونۍ وه، زه امنیت شورا کې په خپل دفتر کي ناست وم، ټیلیفون ته مي زنګ راغی.
هند: معشوقې د عاشق پر مخ تېزاب ورشېندلي
رپوټونو کې ویل شوي، د هند سویلي بنګلور ښار کې یوه ځوان له واده کولو انکار کړی او یوې پېغلې یې پر مخ تیزاب ورشېندلي.
'د کندهار چاودنې په تړاو ۲۰ کسان نیول شوي'
کندهار کې ځايي چارواکو ویلي، د سې شنبې ورځې هغې چاودنې په تړاو یې ۲۰ کسان نیولي، چې د والي په میلمستون کې وشوه. تر اوسه د افغان څېړونکو پلاوی د متحدو عربي اماراتو او نړیوالو ځواکونو د کارپوهانو په مشرۍ د پېښې په تړاو پلټنې کوي.
سوریه: روسیې او ترکیې پر داعش ډلې 'لومړی ځل' ګډ ګوزارونه کړي'
د روسیې دفاع وزارت ویلي د دغه هېواد او ترکیې هوايي ځواکونو لومړی ځل په شریکه د سوریې خاوره کې دننه د اسلامي دولت نومي ډلې پر ضد هوايي بریدونه کړي دي.
''د قبایلي سیمو وروسته پاتې والي یو لامل 'ایف سي ار' دی''
د قبایلي سیمو چارو ماهرین وايي، د پاکستان د پولې د کنټرول نوي نظام سره افغانستان ته تګ راتګ کم شوی چې ورسره د قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا سوداګري هم اغېزمن شوې.
اوباما او افغانستان
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ۲۰۰۸ کال کې داسې مهال سپینې ماڼې کې په کار پیل وکړ چې هېواد یې افغانستان ته په لسګونو زره سرتېري استولي ول، په میلیاردونو ډالره یې لګولې او "ترهګرۍ سره د مبارزې" په نامه جګړه یې لا روانه وه. د اسامه بن لادن لټون چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱ د نیویارک پر سوداګریزو دوانیو د برید مسول ګڼل ګېده، لا کومه نتیجه نه وه ورکړې. د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره یې اړیکې وروسته له هغه خړې پړې شوې چې امریکا د افغانستان د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو کې په لاسوهنه تورنه شوه. افغانستان کې د ولسمشر اوباما په دوو دورو کې تر ټولو لوی بدلونونه راغلل، د امریکايي سرتېرو شمېر زرګونو ته راټیټ شو او لومړیتوبونو یې تغییر وموند، افغان دولت سره د امریکا د مرستو څرنګوالي بدل شو او د افغانستان د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې سیاسي جنجال، د امریکا په منځګړیتوب آوار او د ملي وحدت حکومت جوړ شو. له ټولو لوړو ژورو سره سره، د اوباما د ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو اړیکي ښې دي او امریکا له افغانستان سره په بېلابېلو ډګرونو کې مرسته کوي.
له خوست څخه وزیرستان ته د کډوالو ستنېدل
له خوست ولایت ورڅېرمه قبایلي سیمې وزیرستان ته ۴۰۰ کورنۍ ستنې شوې.
له سایبر بریدونو د بیلونګړي بریدونه ډېر خطرناک دي
د یوه امنیتپوه (امنیتي کارپوه) په خبره، په نړۍ کې بېخ بناوو ته دښمن هېواد یا ډله دومره خطرناک نه دي لکه خځندو چې ډېر ګواښ ور پېښ کړی دی.
خوست کې ۱۳۹ نجونې له لوړو او نيمه لوړو زدکړو فارغې شوې
سږ کال د خوست له شيخ زايد پوهنتونه ۴۱ نجونې او له دوو خصوصي نيمه لوړو زد کړو ادارو څخه ۹۸ نجونې فارغې شوې چې دا په دې ولايت کې يو ښه پرمختګ بلل کېږي.
یوه خځنده د ډونلډ ټرمپ په نوم
چاپېریال پېژندونکو پر یوې نوې خځندې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوم اېښی دی.
بدخشان کې سړې هوا څلور کسان وژلي
د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایتي سیمه ییز چارواکي وايي، د سړې هوا له کبله په دې ولایت کې درې ښځې او یو سړی مړه شوي. شپږ نور کسان سړې هوا بې هوښه کړي او د درملنې لپاره تاجکستان ته وړل شوي.
هندوستان ټایمز: پاکستان باید له ترهګرۍ ځان لرې کړي
هندوستان ټایمز ورځپاڼه د هند د لومړي وزیر ناریندر مودي له خولې وایي، د هند او پاکستان ترمنځ د ګټورو خبرو اترو لپاره باید پاکستان رامخې ته شي او له ترهګرۍ نه ځان لرې کړي.