طالبانو کندوز ته د خپل نومولي والي ملا عبدالسلام وژل کېدل تایید کړ
طالبانو رسنیو ته د خبرپاڼې په خپرولو تایید کړې چې د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت لپاره ددوی نومول شوی والي ملا عبدالسلام په یوه هوایي برید کې وژل شوی. ولسمشر اشرف غني هم د هغه وژل کېدل تایید کړي.
'د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده نوم د ملګرو ملتونو د بندیزونو نوملړ ته ورزیاتېږي'
حکومتي چارواکو بي بي سي ته ویلي؛ د افغانستان د ملي امنیت شورا د ملګرو ملتونو د بندیزونو نوملړ ته د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده نوم ورزیاتولو لپاره د معلوماتو پر راټولو بوخته ده.
د اوسکار تېروتنه: د سپوږمۍ وړانګه ترټولو ښه فلم دی، نه لا لا لېنډ
د اوسکار د پای مراسم سږکال له بېساري ګډوډۍ سره مخامخ شول؛ لومړی د "لا لا لېنډ" فلم د کال ترټولو ښه فلم اعلان شو، خو وروسته "د سپوږمۍ وړانګه" د اوسکار ګټونکی وپېژندل شو.
"وسلوالې ډلې د افغانستان او پاکستان له خپلمنځي تاوتریخوالي ګټه اخلي"
دا پاکستانۍ ورځپاڼه د دې سرلیک لاندې چې (د افغانستان پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اصلی ګټه پورته کوونکي څوک دي) لیکلي دي، له امنیتی پلوه له دا ډول تاوتریخوالي څخه یواځې هغو ډلو ته ګټه رسېږي چې د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي.
د چیلي پلازمېنه کې ۵ میلیونه خلک د څښاک اوبه نه لري
د جنوبي افریقا په چیلي کې د سخت ورښت او ځمکښوېدنې له امله د دغه هېواد د یوه لوی سیند اوبه ککړې شوي چې له امله یې د پلازمینې سنټیاګو چارواکي اړ شول، پر کابو پنځه میلیونو کسانو د څښاک اوبه بندې کړي.
د ایراني ډایرکټر اصغر فرهادي "پلورونکي" فلم اوسکار جایزه واخیست
د ایراني ډایرکټر اصغر فرهادي "پلورونکي" فلم د ۲۰۱۷ کال د بهرني فلم اوسکار جایزه خپله کړه. ښاغلي فرهادي په ۲۰۱۲ کال کې هم د "له سیمین نه د نادر بېلېدل" فلم له امله دغه جایزه ګټلې وه.
جرمني کې پر کډوالو هره ورځ لس بریدونه شوي
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد کې پر کډوالو تېر کال هره ورځ نږدې لس بریدونه شوي دي. دا وزارت زیاتوي، له څلورو په دریو بریدونو کې کډوال د دوی له استوګنځیو بهر په نښه شوي دي،
د موصل جګړه: کلابندو خلکو ته نوی ګواښ
د عراق په موصل کې سرتېري په عملیاتو بوخت دي چې د اسلامي دولت نومې ډله ترې وباسي. اوس په ټول عراق کې د موصل ښار لوېدیځه برخه یوازینۍ هغه سیمه ده چې داعش لا هم په کې فعال دی.
"د ټاپي پروژې ډیزاین به ژر بشپړ شي"
د ټاپي پروژه، د ګازو هغه نل لیکه چې له ترکمنستانه د افغانستان له هرات، فراه، هلمند، نیمروز او سپین بولدکه تېرېږي او بیا پاکستان او له هغه ځایه هند ته ځي.
تر ځمکې لاندې خوراکي توکي کرل کېږي؟
کله چې څوک د کروندې نوم درته واخلي خامخا به مو سترګو ته لویه او پراخه ځمکه درېږ، خو اوس ترکاري او نور ورته خواړه په ځینو هېوادونو کې د ځمکې لاندې کرل کېږي.
افغانستان کې د پارلماني ټاکنو د ځنډېدو اندېښنې
افغان ټاکنیز کمیسیونونه اندېښنه لري چې د امکاناتو لږوالی او د حکومت نه لیوالتیا به د دې لامل شي چې دا کال پارلماني ټاکني و نه شي.
کرېکټ: افغانستان له زمبابوې د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله
د افغانستان او زمبابوې کرېکټ لوبډلو تر منځ د پنځو يو ورځنيو سياليو د لړۍ وروستۍ لوبه افغانستان په ۱۰۶ منډو وګټله او د دغو لوبو لړۍ اتلولي يې خپله کړه. د نننۍ لوبه پچه افغانستان ګټلې او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
"کندوز لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی"
افغان چارواکو تاييد کړې چې په کندوز کې د طالبانو ډلې والي ملا عبدالسلام له ۱۱ نورو کسانو سره وژل شوی دی. طالبانو تراوسه د نوموړي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
د لوګر چارواکي: خپاره شوي شپه لیکونه د 'داعش' کار نه دی
د لوګر امنیتي چارواکي وایي د دولت د وسله والو مخالفینو ترمنځ اختلافات زیات شوي او ځینې یې د 'اسلامي دولت' (داعش) په نوم فعالیتونه کوي. په دې وروستیو کې د لوګر مرکز پل علم پورې اړوند سیمو کې داعش ته منسوب شپه لیکونه خپاره شول، خو طالب ویاند وايي دا شپه لیکونه د حکومت له خوا خپاره شوي دي.
یونسکو: د عراق فرهنګي میراثونو ته د داعش زیان له تصوره پورته دی
د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان یا یونسکو ویلي؛ کوم زیان چې د اسلام دولت یا داعش نومې ډلې د عراق فرهنګي میراثونو ته اړولی له هغه څه ډېر دی چې تصور یې کېږي.